ټیټانیک کښتۍ ولې ډوبه شوه!/ ژباړه: کمالپوري

0 1,084

ټولو د اوازې له مخې اورېدلي چې ټیټانېک کښتۍ په اتلانتیک بحر کې د یخ ټوټو سره د ټکر په نتیجه کې ډوبه شوې او په کې سپاره ټول ۲۲۲۴ مسافرین او خپله د کښتۍ عمله هم ډوبه شوه او اتلانتیک بحر یوه هدیره جوړه شوه، نه دا بشپړ حقیقت نه دی، ۱۰۶ کاله وروسته ځینې ساینس پوهانو داسې څه تر مخه کړل چې د کومې په اړه هېڅوک هم خبر نه دي.

د ټیټانیک د بېړۍ اوږدوالی ۸۸۲.۹ فوټه و او لوړوالی یې ۱۷۵ وه چې په خپل وخت کې تر ټولو ستره بېړۍ وه او ویل کېدل چې دا به هېڅکله ډوبه نه شي او دننه یې یوه ستر ښار ته ورته وه، په لومړي ځل عمله یې چې کله یې ددې بېړۍ څارل پیل کړل نو شاوخوا دوه اوونۍ وخت یې ونیوه، نو د ستروالي اندازه یې خپله لګولی شئ.

په هغه وخت کې پر دې بېړۍ ۷.۵میلیونه ډالره لګښت راغلی و، که دا پیسې له اوسني وخت سره پرتله کړو، نو ترې ۱۶۶ میلیونه ډالره جوړېږي.

د ټیټانیک بېړۍ په رغولو کې درې زره کارګرانو برخه اخیستې وه. دوی له سهار ۶ بجو څخه په کار پیلواه او په اوونۍ کې ۶ ورځې کار کاوه، خو بیا هم ددې بیړۍ په رغولو کې ۲۶ میاشتې تیرې شوې.

ددې بیړۍ رغول ډېر ستونزمن او خطرناک و، په دومره لوړوالی د کارګرانو کار کول هغه هم په هغه زمانه کې نو ځکه په جوړولو کې یې ۸ کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او ۲۴۶مرګوني ټپیان شوي وو چې له دې سره – سره ددې بیړۍ په رغولو کې هېڅ ډول بې غوري نه ده شوې.

دا د حیرانتیا خبره ده چې دومره ځواکمنه بیړۍ هغه هم د یخ له کوندې سره د ټکر په نتیجه کې ډوبه شوه چې اوس ځینې ناویلې خبرې مخ ته راغلي چې د ټیټانیک بیړۍ د ډوبېدو علت د یخ کوندې نه وې، مګر اور و.

اوس به تاسې حیران شئ چې د اور له امله څنګه غرقه شوه.

سنان ملوني یو ژورنالیسټ وچې له درې کالو راهیسې پر ټیټانېک څیړنه کوله چې نوموړي ته په دې کې یو خاص څیز په مخه راغی چې تر اوسه د چا ورته پام نه و شوې.

د ټیټانېک په مخکني برخه لاندې حصه کې یو ۲۰ فوټه په لوړوالي سره د ټیټانیک د بېړۍ توره اوسپنه په نظر ورغله، له نوموړي سره ددې بیړۍ څو انځوریز البومونه وو چې کله دا ټیټانیک جوړ شوی او په حرکت راغلی و.

ددې انځورونو په استناد د بېړۍ په مخکنې برخه دننه په ودانۍ کې اور لګېدلی و چې دا اور کابو ۳ اوونۍ دوام وکړ چې څوک پرې خبر لا هم نه وو دې اور د بېړۍ تر باندېنې برخې پورې دا اوسپنه داسې نری کړې وه چې د یخ له کوندو سره په هماغه ځای ولګېده چې سوری یې کړ.

رښتیا خو دا ده چې ددې بېړۍ عملې ته دا معلومه وه چې دننه په کې اور لګېدلی او ټیټانېک په پوره ډول سفر کولو ته چمتو نه وه خو که چیرې ددې بېړۍ د سفر مخه نیول شوې وای نو د ټیټانېک عمله او نور کارکوونکی به بیا د پولې ټک ته ناست وای.

په هغه وخت کې ټولې بحري بېړۍ د ټیټانېک له امله په هغه کچه خپل ټکټونه نشوای پلورلی په کومو به چې پخوا پلورل کېدې ځکه ټول خلک په دې هڅه کې وو چې په ټیټانېک کې سفر وکړي.

هر چا ټکټ اخیستی و او غوښتل یې چې ددې بېړۍ په تاریخ سفر کې ګډون وکړي.

د نوموړې بېړۍ ټولې عملې په ډېر شمېر کې د ډبرو سکاره هم له ځانه سره واخیستل ان دا چې له نورو بیړیو یې هم واخیستل نو ځکه یې د سفر مخنیوی کابو ناممکن برېښېده.

ټیټانېک د انګلستان د سوت انټن نه د امریکا نیویارک خواته وخوځېده.

د ټیټانېک بېړۍ دننه برخه له ۵ ستوریز هوټل نه کمه نه وه، د زړه راښکونکو منظرو په درلودو سره دې هوټل ته لا ښکلا وربخښلې وه، په دې بیړۍ کې د لومړې درجې مسافرینو لپاره هره اسانتیا موجوده وه چې له ډلې یې ورکې د لمېدا حوز، سپورټي لوبغالی او سینګارتونونه موجود وو.

ټیټانیک خپله یوه چاي رسنۍ هم درلوده چې د “د اټلانټیک ډیلي بولیټنګ ” په نوم و، دې اخبار د نوموړي بېړۍ مسافرین د اتلانتیک د بحیرې ور هاخوا له نورې نړۍ هم خبرول.

د لومړې درجې د مسافرینو د سپیانو او پیشوګانو لپاره هم یوه ځانګړې برخه وه چې په هغې کې یې څرول، مګر ددې امتیازاتو په درلودو سره تر ټولو د حیرانتیا خبره دا وه چې د نړۍ په دې سترې بیړۍ کې یو لر لید(دور بین) نه وه موجود.

که ټیټانیک کې لر لید وای نو دا بېړۍ ژغورل کیدای شوی ځکه په هغه وخت کې ټولو بیړیو کې لرلیدونه موجود وو څو له مقابل لوري راتلونکی ګواښ دفع کړي. خو دې بیړۍ کې نه و خو ځینې بیا وايي چې دې بیړۍ کې لرلید( دوربین) و خو په یوه خاص ځای کې اېښودل شوی و چې کلي یې ددې بیړۍ د مرستیال ډېوېډ بلېر سره وه چې دا مرستیال تر ټولو په وروستیو شېبو کې له بیړۍ و ایسته چې باید چلونکي ته یې دا کلي ورکړې وای خو په تادئ کې یې له ذهنه ووته.

که لر لید وای نو د یخ ټوټې به یې له لېرې لیدلای وای، مګر داسې ونه شول.

دوېیمه خبره د ټیټانیک چټک تګ و چې د ناوخته تګ له امله یې چټک مزل غوره کړی و او هغه معیار چې ورته ټاکل شوی خپه ور واوړوله.

درېیمه تېروتنه یې دا وه چې په دې هغومره وړې کښتۍ چې مسافرینو د احتیاط په وخت کې ځان پرې ژغورلای وی نه وې نو ځکه یې ټول مسافرین ونه شوای ژغورلای.

۲۲۲۴ تنو لپاره ۴۸ وړې کښتې ټاکل شوې وې چې نه وې، خو د ټیټانیک عملې دا پریکړه کړې وه چې باید ورکې یوازې ۲۰ وړې بیړۍ ځای شي په کومو چې ټول ونه ژغول شول.

په دې ۲۰ وړو کښتیو کې ډیری هغه مسافرین ور پورته کړای شول په کومو کې چې د اولې درجې یا فرسټ کلاس وو.

له دې ور هاخوا د بیړۍ عملې مسافرینو ته هغه لارې چارې ور ښوولې چې څنګه د خطر په وخت کې وړو بیړیو ته پورته شي خو دا لنډکۍ کورس ددې بیړۍ د مشر چلوونکي آډوارډ جونز له خوا یو مخ بنده شوه چې داسې ولې وشول؟ هېڅوک پرې نه پوهیږي، نو له دې امله د ټیټانیک د ټولې عملې په لېږدولو کې یوازې ۳۰ دقیقې ولګېدې که چېرې دوی ته له لومړي سره دا زده کړه حاصله وای نو دوی ته ښايي په کوزېدو کې یوازې ۱۵ دقیقې لګېدلې وای او همدارنګه ډیری مسافرین به هم ژغورل شوی وای.

یوه بله د حیرانتیا خبره دا هم ده چې مشر چلوونکي یې په دوه لومړیو وړو کښتیو کې نیمايي مسافرین ځای کړل چې یوازې د ۶۵ هغو یې ظرفیت درلود.

د ټیټانیک بیړۍ په ډوبېدو کې یوه بله خبره هم شته چې کله ډوبېده نو هغه انتونونه چې نورې بېړۍ خبروي چې دا په خطر کې ده، مات کړل.

ژباړه: کمالپوري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply