حقدار استاد / سردار محمد همدرد

0 810

نن غواړم چې د یو حقدار استاد، لوی لیکوال، څیړونکي او د آدب د ډېرو برخو تاریخ، جغرافیه، فولکلور، ژب پوهنه، تصوف، شاعري چې نیمه پيړۍ یې قلم چلولای، تر دوه سوه زیات اثار یې خپل ځوان نسل او د آدب د بډاینې لپاره پریښي دي خبره مې د  لوی عالم استاد حبیب الله رفیع کوله! استاد حبیب الله رفیع د دې ټولو برخو سره، سره یو ښه سیاستوال هم دی، د افغانستان د ملي ګټو او ارزښتونو لوی مدافع دی،  په رسنیزه برخه کې همېشه چې د ملي مسایلو بحث راغلی دی، د بیلابیلو رسنیو څخه د، د زړه سواند اواز ډېر څرګند دی.هغه د دا ټولو مصروفیتونو سره، سره کلونه، کلونه کیږي چې د کلید راډیو سره په دوامداره توګه همکاري کوي.

په هیواد کې د ننه او د باندې علمي غونډو،  سمینارونو او مشاعرو کې تر هر چا یې ډېره برخه اخیستې ده.په علومو اکاډمۍ کې د علمي مشاور په حیث دنده اجرأ کوي .خپل ټول وخت یې آدبي چوپړ ته وقف کړی دی.د هیواد په سړو او تودو کې دا زمینه ورته برابره شوې وه چې په بهر کې ارام ژوند وکړي،  خو استاد خپل د خاپوړو خاوره نده پریښی.د کار انرژي یې دومره ډېره ده چې اوس د صحت په لحاظ  کمزوری او سپین ږیری هم دی،  خو تر ډېرو ځوانانو اوس هم ډېر کار کوي.

په شخصي ژوند کې ډېر خوږ او مینه ناک انسان دی،  هېشه موږ ځوانانو ته د وطن دوستۍ او د وطن د ملي ګټو خبرې کوي.په مذهبي لحاظ د نقش بندۍ طریقې پیرو دی، تقوأ او پرهیزګاري  یې په خپل ژوند کې عملي کړېده.زه د دې لوی عالم په اړه خبرې کول د ځان معیار نه ګڼم ځکه چې که د استاد پر شخصیت څوک څه لیکي په هغه به کتابونه ډک سي او دا زما تر توان لرې خبره ده.یو خو زموږ د افغانانو لویه بدقسمتي همدا ده چې په ژوند د خپلو لویو هستیو څخه ګټه نه پورته کوو، پس له مرګه بیا ویر پر کوو او دا وایو چې لویه هستي مو له لاسه ورکړه!زه پر حکومت ږغ کوم چې ډېر تش په نامه مشاورین مو پر دنده ګمارلي دي، استاد نه د وزارت شوقي دی او نه د واک، په ملي مسایلو کې د دې ملي شخصیت څخه ګټه واخلئ او په مشورو یې عمل وکړئ!

د دې تر څنګ پر ټولو فرهنګ پالو او اکاډمیکو بنسټونو باندې دا ږغ کوم چې د استاد په ژوند قدر وکړئ او د (لوی استاد) لقب ورکړئ!که څه هم استاد لوی دی ، موږ او تاسې بیا هم د یوې لوی  شاندارې غونډې په ترڅ کې باید استاد په ژوند وناز وو!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply