په تېره یوه اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو  مرګ ژوبله!

0 908

ژباړن: احمد خالد راشد

نیویارک ټایمز؛ د جنوري له ۵ مې تر ۱۱ مې پورې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېرې خپرې کړې دي. د دې لپاره چې د طالبانو د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه څرګندېږي، په دې راپور کې د طالبانو د مرګ ژوبلې یادونه نه ده شوې. د نیویارک ټایمز له لوري له راټولو شویو شمېرو سره سم په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳۹ دولتي ځواکونه (پولیس او د ملي اردو سرتېري) او ۱۵ عام وګړي وژل شوي دي. حکومتي ځواکونو ته د تېرې اوونۍ په پرتله په دې اوونۍ کې زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده او د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی څرګندېږي. په دې اوونۍ کې طالبانو په بلخ ولایت کې -چې مخکې یو امن ولایت ؤ- زیات بریدونه کړي او په نورو شمالي ولایتونو کې هم د ژمي له را رسېدو سره سره امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

په هرات ولایت کې د جنوری په ۱۰ مه  د ملي اردو ۱۱ عسکر وژل شوي دي:

په شینډنډ او پښتون زرغون ولسوالیو کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو یوولس سرتېري وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.

په جوزجان ولایت کې د جنوري په ۱۰ مه ۵ ملي پولیس وژل شوي دي:

طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ –چې د بلخ او جوزجان په لویه لار پرته ده- په پوستو باندې د برید په پایله کې ۵ ملي پولیس وژلي او ۳ نور یې ټپيان کړي دي او په نیول شویو پوستو کې څه اندازه وسلې او یو هاموې موټر طالبانو ته په لاس ورغلی دی.

په بغلان ولایت کې د جنوري په ۱۰ مه ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي:

د طالبانو سرې قطعې د پلخمري ښار په حسین خېلو کلي کې په درېیو امنیتي مرکزونو باندې د برید په پایله کې د سیمه ییزو پولیسو دوې امنیتي پوستې نیولې چې په کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په بادغیس ولایت کې د جنوري په ۱۰ مه ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي دي:

طالبانو د آب کمري ولسوال په امنیتي پوستو برید کړی چې په پایله کې یې د ملي امنیت درې سرتېري او د ملي اردو ۵ عسکر وژل شوي دي او د ولسوالۍ د ولسوال، د ملي اردو ۵ سرتېرو، د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو ۷ سرتېرو او ۳ پولیسو په ګډون ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.

په تخار ولایت کې د جنوري په ۱۰ مه ۸  امنیتي سرتېري وژل شوي دي:

طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ په مرکزي پوستو باندې له څلورو خواوو برید وکړ چې د برید په پایله کې ۷ سیمه ییز او یو ملي پولیس ووژل شول او  ۵ نور سیمه ییز پولیس ټپیان شول او د طالبانو جنګیالي له سیمې په شا شوي دي.

په کندز ولایت کې د جنوري په ۱۰ مه لس امنیتي سرتېري وژل شوي دي:

طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ په مرکز باندې برید کړی چې د برید په پایله کې ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې د ملي اردو ۷ سرتېري، د ځانګړو ځواکونو ۲ سرتېري او یو د سیمه ییزو پولیسو قومندان شامل دي. سیمه ییزو چارواکو د ټپیانو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ادعا یې کړې چې په دې جګړه کې ۱۵ طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.

په بلخ ولایت کې د جنوري په ۹ مه ۱۸ امنیتي سرتېري وژل شوي دي:

طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ په تېمورک کلي کې په دوو امنیتي پوستو برید کړی چې طالبانو له لېزري وسلو نه په ګټې اخیستنې اته امنیتي سرتېري وژلي او ۱۵ نور یې نیولې او یو بل سرتېری یې ټپی کړی دی سیمه ییزو چارواکو د یادې پیښې په تړاو څه نه دي ويلي. یادې پوستې چې د جوزجان او بلخ تر منځ په لویه لار پرتې دي له پیښې وروسته کمکي ځواکونه سیمې ته ورسېدل؛ خو د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول چې په پایله کې یې د څانګړو پولیسو ۹ سرتېري وژل شوي، درې هاموې موټر وېجاړ شوي او یو بل هاموې موټر او دوه پوستې نیول شوې دي له پیښې وروسته امنیتي سرتېرو پنځه نورې پوستې هم پرې ایښې دي. همدارنګه د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ په مرکز کې یو امنیتي افسر د طالبانو په برید کې وژل شوی دی چې په متقابلو ډزو کې برید کوونکی هم وژل شوی دی.

په خوست ولایت کې د جنوري په ۸ مه دوه ملکي وګړي وژل شوي دي:

په متون ښار کې په یوه بمي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي، چاودېدونکي توکې په یوه موټر سایکل کې ځای پرځای شوي وو او د ښار مرکزي جومات ته نژدې په پارک کې چاودنه ورکړل شوې.

په بلخ ولایت کې د جنوري په ۷ مه ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي:

طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ په اوماغه کلي کې په امنیتي پوستو برید کړی چې له دوو ساعتونو جګړې وروسته ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي او د کمکي ځواکونو په رسېدلو سره طالبان له سیمې تښتېدلي دي.

په پکتیکا ولایت کې د جنوري په ۷ مه ۶ عام وګړي وژل شوي دي:

د جاني خېلو ولسوالۍ په چمبارام کلي کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

په بلخ ولایت کې د جنوري په  ۷ مه د حکومت پلوه ملېشو یو غړی وژل شوی دی:

طالبانو د دولت آباد ولسوالۍ په حیاتان کلي کې په امنیتي پوستو برید کړی چې د برید په پایله کې د حکومت پلوه ملېشو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، سیمې ته د تازه دمو ځواکونو په رسېدلو سره طالب جنګیالي له سیمي تښتېدلي دي.

په بادغیس ولایت کې د جنوري په ۷ مه ۲۱ امنیتي سرتېري وژل شوي دي:

طالبانو د قادس ولسوالۍ په قارچي سیمه کې په امنیتي پوستو برید کړی چې په پایله کې یې ۷ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي او طالبانو یو هاموې موټر سوزولی، د درېیو ساعتونو جګړې په ترڅ کې له هوايي ځواک څخه مرسته غوښتل شوې وه، خو مرسته نه ده شوې، سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې په دې جګړه کې د طالبانو هم لس جنګیالي وژل شوي دي. په ورته پیښه کې د آب کمري ولسوالۍ په ګنډه آب سیمه کې د حکومت پلوو ځواکونو ۷ غړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په فاریاب ولایت کې د جنوري په ۶ مه ۵ ملکي وګړي وژل شوي دي:

د قرغان ولسوالۍ په توکيز داراک کلي کي د یو سیمه ییز طالب پر کور د بې پیلوټه هوایي برید په ترڅ کې ۵ عام وګړي او ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د یاد ولایت د المار ولسوالۍ په قره غولي او ګېلدي کلیو کې هم د امریکايي بې پېلوټه الوتکو په هوایي برید کې د سیمه ییزو طالبانو د یو قومندان په ګډون یوولس طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په بغلان ولایت کې د جنوري په ۶ مه ۵ پولیس وژل شوي دي:

طالبانو د دوشي په ولسوالۍ کې د پولیس سرتېرو په موټر د راکټي برید په پایله کې ۵ پولیس وژلي دي چې په وژل شویو کې د لویې لارې د ساتنې د کنډک مرستیال فواد عطایي هم شامل دی.

په جوزجان ولایت کې د جنوري په ۶ مه ۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي:

طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ په علي آباد کلي کې په امنیتي پوسته برید کړی چې په پایله کې یې د قومندان په ګډون د حکومت‌پلوه ځواکونو ۴ غړي وژلي او پوسته یې نیولې وه؛ خو د کمکي ځواکونو په رسېدو سره طالبان په شا شوي دي.

په غزني ولایت کې د جنوري په ۶ مه ۳ پولیس وژل شوي دي:

طالبانو د غزني ښار د زرګر په سیمه کې د امنیتي سرتېرو په پوسته برید کړی چې په پایله کې یې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي او طالب جنګیالي په شا تمبول شوي دي.

په فراه ولایت کې د جنوري په ۵ مه یو دولتي کارکوونکی وژل شوی دی:

طالبانو په فراه ولایت کې ۱۳ تنه د حکومت سره د همکارۍ په تور ونیول چې د هغو له ډلې یې جاوید نوري چې دولتي کارکوونکی او د یوې سیمه ییزې راډیو همکار ؤ ووژلو.

په کندهار ولایت کې د جنوري په ۵ مه ۱۶ سرحدي ځواکونه او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د محکمې غړی د نامعلومو وسلوالو په برید کې وژل شوی دی، په موټر سایکل سپاره وسلوال کسان د پېښې له سیمې تښتېدلي. همدارنګه طالبانو  د سپین بولدک ولسوالۍ په ناوه سیمه کې د سرحدي ځواکونو په پوستو برید کړی چې د یو ساعت جګړې په پایله کې ۱۶ سرحدي ځواکونه وژل شوي دي او د کندهار امنیتي چارواکو کړې چې په جګړه کې ۱۶ طالبان هم وژل شوي دي.

په سمنګان ولایت کې د جنوري په ۴ مه دوه پولیس وژل شوي دي:

طالبانو د دره صوف پاین ولسوالۍ د چال چال کلي کې د پولیسو په پوسته برید کړی؛ پوسته یې نیولې، دوه پولیس یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي چې وروسته پوسته بېرته د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوې ده.

په بلخ ولایت کې د جنوري په ۴ مه ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي:

طالبانو د چهاربولک ولسوالۍ په قور تپه سیمه کې په امنیتي پوستو برید کړی چې په پایله کې یې ۱۲ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي او پوستې د طالبانو او پولیسو ترمنځ لاس په لاس شوې دي. سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې چې په جګړه کې ۵ طالبان هم وژل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply