فرهنګي سکون / محمد مصطفی سمون

0 792
د فرهنګي تنګسیا له امله د درو یا څلورو کسانو را ټولېدنه هم په عامه ذهنیت خپل اغېز شیندي، چې بیا له دې سره د خلکو په ذهني چاپېریال کې دا تصور په خوځښت راځي، چې ګوندې همدا د نورو ناستو او راټولېدنو لپاره شین څراغ وي؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې بیا دا فکر ورو ورو په ټولېدو دی. دا ځکه چې فرهنګ د ژوند په کاري او فکري ځواک پورې اړه لري، چې څومره  افرادو دې لوري ته پام کوي.
موږ په ذوقي مسایلو کې هم له متضادو او نا خوشایندو برخوردونو سره مخامخ کیږو، چې وروسته د هر فرد په  لید کې مړاوې لوخړې تاویږي.
د افرادو په روزنه کې په کلي ډول د ټولنیز فکر ایجادول مهم دي، یعنې هر فرد ته دا ښودل پکار دي، چې ستا د مسلک سره د ژبې او فرهنګ، پایښت تړلی دی؛ نو د اړیکو جوړول او له متضادو افکارو سره تعامل، په کل کې د زغم یو تراشل شوی ایډیال دی، چې په فردي او ټولنیز ژوند کې د عطر په شان شیندل پکار دي؛ ترڅو د فرهنګ او ژوند په بډاینې کې د هر ذوقي تړښت ترڅنګ علمي خوځښت هم په شور راشي.
موږ چې کله د فکر خبره کوو. دا په دې مانا نده، چې سړی دې خپل او اخیستل شوی ایډیال وچ په وچه د خلکو لپاره ساینسي ثبوت وګرځوي او نه داسې کېدای شي.
فردي تمایلات له ذوقونو زیږي، کله چې په دې تمایلاتو کې ډوب شي؛ نو بیا هر څه ته د ذوق له مخې ګوري، مګر دا د بدلون لپاره لار نه شي پرانیستلی؛ بلکې یو انسان ته د پوښتنو دروازې پرانیزي.
د ژوند هره پاڼه د پوښتنو ټولګه ده؛ خو دا پاڼې بیا له داسې پوښتنو ډکې دي، چې زموږ د خپل فکر زېږنده دي، یعنې په کلي ډول له چاپېریال اخذ په پوښتنیز ډول شوی دی.
نو د دې فرهنګي کمترۍ په ورکه کې د افرادو راټولېدنه یو اړخ کېدای شي، مګر هغه څه چې په ټولیز ډول په ټولو پورې اړه لري، هغه د فرد په مسلک کې خپلې ژبې د پیاوړتیا لپاره د الفاظو څخه په لیکنیز ډول د مسلک په وړاندې کولو کې فردي مسوولیت دی؛ نو هله به د دې فرهنګي کمترۍ پر ځای د انساني ارزښتونو چې د ژبې په وسیله خلکو ته وړاندې کیږي، د دې په غنا کې څه نا څه د فرهنګ دروازې نورو ته هم د لیدو شي.
نو ویلی شو، چې د یوې ژبې په پیاوړتیا کې د اقتصاد، سیاست، جغرافېي موقعیت، فرهنګ  او تاریخي پس منظر مهم عناصر بلل کیږي.
د دې ټولو خوځښتونو په دایره کې دې لوري ته کتل پکار دي، چې په فرهنګي او د ژبې په بډاینه کې یوازې ادیبان څه نه شي کولای؛ بلکې د هېواد ټول وګړي خپل مسوولیت په خپل مسلک کې ادا کولای شي، چې دا کار بیا د ژبې په علمي او نړۍ وال کولو کې ستر اغېز شیندي. له دې سره د ژبې خاوندان بیا په فرهنګي او ټولنیز لید کې د ویاړ او سکون احساس کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply