کږېدونکی کانکرېټ (Beton zum Biegen)

0 786

د جرمني د کسل (Kassel) په پوهنتون کې انجينرانو داسی کانکرېټ جوړکړی، چې د نړۍ تر ټولو کلکترين کانکرېټ دی. دغه کانکرېټ (UHPC ) چې په الماني کې ورته

(Ultra – Hochfester Beton) يا (Ultra – Hochleistungsbeton) او په انګريزي کې ورته

(Ultra – High – Performance Concrete) وايی، داسی ېو کانکرېټ دی، چې ددی داخلي جوړښت، د پراګندګي ګڼوالی سره د مېده او يا ځيږ  کانکرېټ د ځبېښلو قابليت يی تر

150 N/mm² – 230 N/mm² پوری دی. چې دغه اندازه کلکوالی ېواځی فولاد لرلی شي..

دغه کانکرېټ نری، ډېر باروړونکی او دوامداره دی د دغی کانکرېټ سره ډېر سپک او ميله ډوله ساختمانونه په ډېر کم لګښت جوړيږي..

د UHPC کانکرېټ دومره ګڼ دی چې هېڅ شی ددی غوندی ګڼ نه دی. دا کانکرېټ د رياضي له مخی داسی محاسبه شوېدی چې هيڅ درز (حتاتر وېښانو نري درزونه) نه ليدل کيږي.

 

د دی کانکرېټ په مخلوط کې:

د HS-Cement (42.5/52.5) سمنټ.

داخلي يا د تعامل توان لرونکي اضافي موادچې اوړه شوي وي او دانی يې د 0.125 mm څخه کم وي يا تر 0.2 Mikrometer ماېکرومتر پوری  ( د مثال په ډول د کوارتز اوړه، بازالت اوړه او د سليکا ګرده).

طبعي شګه د ښه کلکوالي لرونکی او کم دانه لرونکی.

کلک کاڼي چې قطر يی تر 16 mm پوری وي (بازالت، ګرانيت او همداسی نور).

او ډېر ښه بهيدونکي مواد.

ټول لکه د معمول په شان په ګډوونکي ماشين کې اچول کيږي.څه رنګه چې دا کانکرېټ ډېر کلک دي، نو ضرورت نه شته چې ددې د استعمال سره اضافي د فولادو جالۍ ورکړل شي، خو د مخلوط په وخت کې ډېر نري فولادي تارونه چې اوږودوالی يی 17 mm او قطر يی 0,15 mm دې په ګډوونکي ماشين کې اچول کيږي او ورڅخه کانکرېټ جوړوي د دغه کانکرېټ څخه په هر شکل او قالب کې کار اخستل کېدی شي.

د UHPC کانکرېټ څخه په لاندې ودانيو (ساختمانونو) کې کار اخستل کيږي

د اوږدو پولونو جوړونه چې خپل وزن يی ډېر کم وي.

باروړونکي لوړپوړي ودانۍ چې جګوالی تقريباً تر 700 m مترو پوری رسيږي.

نري، ډېر لری کلک شوي (چې د پاېو تر منځ فاصله يی زيات وي) درېوو خوا ته پوښ.

ډېر لری کلک شوي (چې د پاېو تر منځ فاصله يی زيات وي) د تالارونوکلکونکي.

د لرګو څخه جوړېدونکي کوټې.

په سمندرونو کې ودانۍ (ساختمانونه).

د UHPC کانکرېټ په ټولو ځاېونو کې هم د اقتصاد او هم د جوړونې (ساختمان) له لحاظه ګټور دي،خصوصاً د ودانۍ په هغو برخو کې چې د کلکوالي موده او خپل وزن ډېر مهم رول لوبوي.

 

 د کسل (Kassel) د پوهنتون اينجينرانوچې په راس کې توماس تاٍٍِِِِِېِښمن (Thomas Teichmann) اوګرېګور څيمېرمن  (Grwgor Zimmermann) دي،د دغی کانکرېټ څخه ېو د پښو تلونکو(يېاده رو) د فولدا (Fulda ) دسيند په سر چې 133 m اوږود دی پلان او جوړ کړ. ددی پول هغه برخې چې د UHPC کانکرېټ څخه جړېشويدي، ډېرې نري او کلک دي. که سړی دغه برخې په سټک ووهي، نو داسی غږ کوي لکه چې فولاد وهل کيږي.دا کانکرېټ بې ددی چې مات شي، کږېدی هم شي.

 

د انترنت د الماني مخ څخه ژباړونکی ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply