د سولې نن او پرون
اجمل درمان
د شهيد ډاکټر نجيب الله د وخت سوله او د مجاهدينو سر زوري، او د ډاکټر غني سوله او د طالبانو سر زوري يو شان دي. دلته ما د ډاکټر نجيب او ډاکټر غني د سولې د هڅو او د مخالفينو پرتله کړې ده
- ډاکټر نجيب الله هم چپی و او د جهاديانو له ډلې نه و، او ډاکټر غني هم جهادي نه دی
- هغه ولسمشر هم پوه، د لوړو زده کړو خاوند او علمي څېره وه او اوسنی ولسمشر هم پوه، د لوړو زده کړو خاوند او علمي کدر دی
- ډاکټر نجيب د حکومت مخالفانو هم ځانونه مجاهدين بلل او د ډاکټر غني وسله وال مخالفان هم د جهاد نغاره ډنګوي
- د ډاکټر نجيب مخالفانو هم جهاد د وسيلې په توګه استفاده کړ، افغانستان يې لوټې لوټې او پاکستان ته محتاج کړ، او نن د ډاکټر غني مخالفانو هم د جهاد په نوم د پاکستان، روسيې، ايران او چين د ګټو جګړه روانه کړې چې حکومت يې پاکستان ته د سولې په نوم عذر او زارۍ ته مجبور کړی دی
- هغه مهال مجاهدينو ويل چې د ډاکټر نجيب حکومت ګوډاګی دی او اوس طالبان هم وايې چې ډاکټر غني ګوډاګی دی
- هغه مهال مجاهدينو ويل چې روسيه مو ماته کړې او په خپل زور فاتحانه کابل ته ننوځو، اوسمهال طالبان هم وايې چې امريکا مو ماته کړې او فاتحانه کابل نيسو
- هغه مهال د مجاهدينو د سرزورۍ له امله ولس په لسګونه زره شهيدان او معلولان ورکړل او نن ورځ د طالبانو د سرزورۍ له امله ولسونو په زرګونو شهيدان ورکړي او لا هم دا لړۍ روانه ده
- هغه مهال چې روسيه د ډاکټر نجيب الله په هڅو له افغانستانه ووته نو مجاهدينو ويل روسان مو مات کړل او نن که امريکا وځي نو طالب به وايې چې امريکا ته ماتې ورکړه
- هغه مهال چې روسان ووتل نو مجاهدين د خلکو په اوږو سپاره شول او تر ننه د جهاد په نوم امتیاز اخلي، او سبا چې امريکا ووتله نو طالبان به هم د خلکو په اوږو سپاره وي او دوی به هم څو نسلونه له خلکو او حکومته د جهاد په نوم امتياز اخلي
- مجاهدينو چې له نجيب سره سوله ونه کړه او روسان ووتل نو په خپل منځ کې ښکر په ښکر شول او د غني د حکومت وسله وال مخالفان هم غني سره سوله نه کوي او که امريکا ووځي نو په خپل منځونو کې به سره غوښه او چاړه شي.
نکته: تحليل مې وکړ خو پام چې ټاپې راباندې ونه وهئ، کمونيست نه یم، خو حقيقت ته حقيقت وايم او تل به د ولس د ويښتيا لپاره مې هڅو دوام ورکړم.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320