افغان روڼ اندي څه کولی شي؟

د ډاکټر محمد ابراهیم شینواري لیکنه

646

افغان لوستي کادرونه هیواد او ملت ته د خدمت لوی مسؤولیت لري او ډېر څه کولی شي. د افغانستان اسلامي جمهوریت تر سقوط وروسته دغه کادرونه په شدیدو لفظي جګړو او حتی تعصب او نفرت خپرولو بوخت شوي دي.

د خدمت یوازنی فرصت سیاسي بست او سیاسي مبارزه نه ده. له نورو لارو هم هیواد، ولس او بشریت ته لوی خدمت کیدای شي. باید د شرایطو له بدلون سره نوې لارې ګودرې هم ولټول شي او ګټه ترې واخیستل شي.

د بشري پرمختګ دا لوی کاروان چې د ډبرې له پیر څخه د اوسني روښان تمدن مرحلې ته رسېدلی دی، تر ټولو مهمه برخه پکې زیارکښانو (بزګرانو، بڼوالو، ښکاريانو او کارګرانو) لرلې ده. د بدلون او بهبود پر لور د کاروان مشري عالمانو او کاشفانو کړې، د کاشفانو کشفونه سوداګرو او تجارانو تر خلکو رسولي دي، دولت او حکومت ورته د امنیت او قانون حاکمولو له لارې زمینه سازي کړې ده، دین یې معنوي پرمختګ هڅولی او روزلی دی او شعر و ادب و هنر یې عاطفه او احساسات روزلي دي.

عالم نوې نظریه ایجاد کړې ده، کاشف او مخترع د ژوند د اسانتیا نوي وسایل جوړ کړي دي، او سوداګر او تجار بیا دغه نوي وسیله کور په کور، کلي په کلي او بانډه په بانډه خلکو ته رسولې ده. البته دولت او حکومت د امنیت ټینګولو او قانون حاکمولو له لارې ټولو ته د دغو کارونو زمینه جوړه کړې ده. شاعر او ادیب د عواطفو او احساساتو د روزنې له لارې کله د انساني همدردۍ او کله د وطن یا بل ټولنیز پیوند سره د مینې د لا ټینګښت لپاره احساسات راپارولي او روزلي دي. دینونو انسان ته د ژوند معنوي بُعد رامخې ته کړی دی او ورته ویلي یې دي، چې شتون او ژوند یې مسؤلانه دی، باید د ځان او نورو په وړاندې په مسؤلانه ډول د خیر ښېګڼې اعمال تر سره او له بدو ځان وساتي. ټولې کړنې د یو لوی ذات سره وتړي او د یو بل ژوند له تمې او هلته د ښو او بدو اعمالو د سزا او بدلې او د جنت او دوزخ په موجودیت ایمان ولري.

ښه خبره خبره به دا وي چې باسوادان مینه او همدري خپره کړي، او د فکرونو او ذهنونو د سمون کار ته کار ووایي. نفرت خو هسې هم پخپلو کې سره مخالفې سیاسي ډلې او اشخاص خپروي.

په بشري تاریخ کې د اصلاحاتو جریان داسې دی چې لومړی یو نوی فکر رامنځ ته شوی دی، بیا فکر لیکل شوی او/ یا خپور شوی دی، تر هغه وروسته د دغه فکر لارویان او ملګري پیدا شوي دي، او په پای کې دغه فکر تر بدلون، انکشاف او پخیدو، ورورسته پلی شوی دی.

که د فکر ازادي او اهمیت عام شو، بیا هیڅ قوت د اصلاحاتو مخه نه شي نیولی. د نړۍ ټول مثبت بدلونونه د ازادولو پر لور د فکر له بدلونه پیل شوي دي. د فکر خاواندانو ته بویه چې د فکر کولو او لرلو تر څنګ د فکرونو روزلو ته هم پام وکړي.

الفت صاحب ویلي وو چې تر فکر لرونکي، فکر روزونکی غوره دی. سره له دې چې اساس فکر دی، خو په عملي ژوند کې د فکر روزونکی مهمه برخه لري، ځکه دوی نوی فکر زیاتو خلکو ته رسوي.

اوس چې د لوړو زده کړو لرونکي زیات افغانان له هېواده وتلي دي، زیاتره یې په بهرنیو ژبو هم پوهیږي نو د وطن د لېرې والي درد دې په مثبتو کارونو تسکین کړي، د کرکې او تعصب په خپرولو دې دغه دغه درد په ناسور نه بدلوي.

باسوادو افغانانو ته زما وړاندیز دا دی چې:

  1. د فکر تولیدونکي شي
  2. د مثبتو فکرونو د روزونکيو په ډله کې هم شامل شي
  3. له تعصب او کرکې په ډکو هغو بحثونو کې دې نه شریکیږي، چې یوازې زهر شیندي، ټپونه په ناسور بدلوي او د نوښت او خیر رسولو پروسې شنډوي.

که دوی دا پاس کارونه وکړي، په نتیجه کې به د نوو او مثبتو فکرونو او علمي موادو د خپرولو په شریف کار کې برخه واخلي چې په تدریج او اتومات ډول د پرمختګ، عدالت، انکشاف او انساني نیکمرغۍ لپاره لارې خلاصوي. د دې لپاره دې لوستي کادرونه په ځانګړي ډول پښتانه هغه څه وکړي چې کولای یې شي. ځکه کله چې غواړې د ټولنیزو، ساینسي، معلوماتي، دیني او ادبي موضوعاتو په باب یو څه پیدا کړي، په پښتو کې په ندرت پیدا کیږي، البته دري/ فارسي ته سو څه کار شوی دی ـ چې موږ ورته په مثبت نظر ګورو ـ  او د زیاتره موضوعاتو په باب پکې مواد پیدا کیږي.

زموږ باسواده کارونه د بېلګې په توګه دا لاندې کارونه کولی شي:

  1. کتابونه او اثار لیکل
  2. کتابونه او اثار ژباړل
  3. موجود ټول پښتو اثار انلاین کول
  4. موجودې پښتو ویب پاڼې حمایه کول
  5. نوې ویپ پاڼې جوړول
  6. حضوري او انلاین زده کړې حمایه کول
  7. د معلوماتو او پوهې شریکولو انلاین او حضوري فرصتونه ایجادول، فعال ساتل او تقویه کول

کار ډول

  1. د دغسې روڼ اندي خوزښت لپاره دې یوه طرحه جوړه شي
  2. طرحه دې تر مشورو وروسته بشپړه شي
  3. د ټولو هغو اشخاصو نومونه دې لست شي چې په دغه کمپاین کې په خپله خوښه برخه اخلي
  4. د همغږۍ یو ګروپ دې جوړ شي چې دغه د خیر کار هماهنګ کړي او د دندو د واضح لایحې سره سم کار وکړي.
  5. داوطلب اشخاص دې د خپل ذوق، پوهې او وړتیا له مخې د یو کار (لیکنې، ژباړې، ویب پاڼې جوړولو، روزنې …..) مسؤولیت واخلي.
  6. یو کال وروسته به د کار نتیجه وارزول شي. مثبت اړخونه به د لا تقویې لپاره په راتلونکو پروګرامونو کې شامل پاتې شي، نابریالي اړخونه به د زده شوو درسونو په توګه ثبت شي، چې د بیا تکرار مخنیوی یې وشي.
  7. یو ځوان دې داوطلب شي چې د دې کار هماهنګي په غاړه واخلي او ورو ورو په یو سیستم بدل شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.