د افغانستان سرہ د پیښور د الحاق حقوقي اړخ

دوکتور محمد عثمان تره کی

474

      ۰۶/۱۱/۲۳

د افغانستان سرہ د پیښور

د الحاق حقوقي اړخ

د پیښور ښار افغانانو ته سمبولیک ارزښت لري.

د تاریخ په روایت پېښور د پښتنو د شجرې تاریخي زیږنځای او د کندهارا فرهنګي حوزې پورې اړه لري. 

پښتانه د میلاد څخه ۱۰۰۰ کاله پخوا د پېښور څخه د سلیمان غره شاوخوا سیمو ته کډه شوي وو.

پیښور په دوهمه میلادي پیړۍ کې د کنیشکا پاچا پلازمینه وہ چې بیا وروسته د کوشان امپراتورۍ په ولکه کې پریوته.

پیښور د ورښمین لارې له لوري هند ته د فاتحینو د تمځاي حیثیت درلود او د غوریانو، غزنویانو او درانیانو د امپراتورۍ یوه برخه وه.

  پیښور په۱۷۸۹ م  کال د احمد شاه دراني له امپراتورۍ سره وتړل شو.

د اتلسمې پیړي په پیل کې وروسته له هغه چې انګریزانو خپل اروپایی سیالان شاته کړل او د هند او اروپا سوداګري یې انحصار کړه، نو د هند پر لور د ټولو سمندري لارو کنترول یې په لاس کې ونیوه او د یرغلګرو څخه د هند د ساتنې له پاره یې د راغلیو وچو لارو د کنټرول په لټه کې شو. د همدې موخې د تأمین د پاره یې افغانستان او ایران ته پام واړوہ. ھماغه و چې دا دواړه هیوادونه د اوږدې مودې له پاره د انګریز د دسیسو او یرغلونو په امله کله په کورنيو شخړو او کله له اشغالګرو سره په جګړو کې ښکیل وساتل شول.

افغانستان د زمان شاه پر مهال په سیمه کې د مسلمانانو پیاوړی مورچل و.

 انګریزانو ھغه د خپلو استعماري پلانونو د عملي کولو په لار کې لوي خنډ ګانه. نو تر ټولو لومړی یې افغان شاهنشاهي ړنګولو او افغانستان په خپل کنترول کې راوستلو ته ملا وتړله. دغه مهال په هند کې انګریزي پوځونه د زمانشاه د مقابلې جوګه نه وو. نو ئې د دُراني سلطنتي کورني په منځ کې له یوې خواه او د درانيو او محمدزیو تر منځ  د تفرقه اچولو سیاست ته مخ کړ. د واک په سر یې په کورنیو جګړو کې د افغانستان لویه امپراتوري ړنګه او د طبعي سیاسی پولو د ننه دیره خاوره د افغانستان څخه جلا کړہ.

د افغاني شهزادګانو د اختلاف څخه په ګټه اخیستنې، انګریزانو هندوستان تر لودیانې پورې ونیوه .  او په  (۱۸۰۸-۱۸۰۴ م ) کې یې شاه شجاع چې د پیښور والي و د کابل په تخت کښیناوه. خو یو کال وروسته شاه شجاع د خپل ناسکه ورور شاه محمود له لاسه ماتې وخوړه او انګریزانو ته یې پناه یوړه.

انگریز د ھمدې طلايي فرصت څاؤ ته ناست و. ھغوی، د پیښور په شمول د افغانستان نورې خاورې لاندې کولو ته پام اړولې وو او فراري شاه شجاع د افغانستان د تاج او تخت بیرته نیولو ته.

د سدوزیو او محمدزیو د سیالیو د ګډوډیو په چاپیریال کې  رنجیت سنګ په ۱۸۰۹ م  د پنجاب خپلواکي اعلان کړه او په ۱۸۳۸ م کې یې په پیښور باندې قبضه ولګول.

انګریزانو په ۱۸۴۹ م د امیر دوست محمد خان د سلطنت په وخت کې د پیښور په شمول د اباسین شمال او لویدیز ته د سیکانو لخوا د افغانستان غصب شوې خاوره د سیکانو څخه په زور ونیوله.

پدې ډول د افغانستان لږتر لږه نیمیایي خاوره یانې اوسنی پښتونستان د برتانوي هند سره پاتې شو.

کله چې انګریزان د سیمې څخه وتو ته اړ شول نو د هند د نیمې وچې د ویش یانې د هند او پاکستان د جلا کیدو پر مهال دغه خاوره د انګریزانو د میراث په نامه د پاکستان سره پاتې شوہ.

اوس، راځو دیته تم کیږو چې نړیوال حقوق د افغانستان د غصب شوې خاورې په اړه څه وایي ؟

موضوع په دوه برخو تر ویش پس ارزوو : 

لومړی د هند په نیمه وچه کې د انګریزانو د استعماري حضور په موده کې  او دوھم د پاکستان د جوړیدو نه را وروسته.

لومړی – افغانستان په هندوستان کې د انګریزانو د حاکمانه حضور په وخت کې، د انګریزانو د دوامدارو دسیسو او فشارونو قرباني و. پادشاهان لاسپوڅي  وو او د انګریزانو  مستمرمعاش خوړونکي وو.

په هند کې د انګریزانو د واکمنۍ په موده کې افغانستان تحت الحمایه هیواد پاتې شو.  د افغانستان د بهرني سیاست واک د انګریزانو په لاس کې وو.

له همدې کبله ټول هغه تړونونه چې د افغانستان بېواکه پادشاهانو د زر ،  زور توطئیه، تطمیع او تزویر په بنسټ له انگریزانو سره لاسلیک کړي ځکه حقوقي باور او ارزښت نه شي لرلای  چې افغان لوري خپل ارادیت  نه درلود.

خپل ارادیت د نړیوالو تړونونو بنسټیز اصل دی. د تړون لاسلیک کونکي باید په خپله اراده کې خپلواکه وي. آزاده اراده د لاسلیک کونکو د بشپړ رضایت ښکارندوی دی .

د ۱۹۶۹ م کال د ویانا کنوانسیون د ۶ مه مادې  له مخې په نړیوالو حقوقو کې یواځې یو خپلواک دولت د یو باوري بین المللی تړون د لاسلیک کولو حق لری.

د بین المللي حقوقو ټول پوهان  پدی نظر دي چې : « کله چې یو هیواد تحت الحمایه (پروتکتورات) وي، یواځې حامي یانې (پروتکتور) دولت  د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت لری ». پدې اړه  تاریخي مثالونه زیات دي. د هغې جملې نه :

– په افغانستان کې د ګوډاګي پادشاهانو په وخت کې بهرني امنیت او باندني سیاست اداره د انگریزانو په لاس کې وه. یواځې انگریزانو د بین المللی تړون د انعقاد حق او صلاحیت درلود. افغاني تحت الحمایه دولت د بین المللي تړون د انعقاد حق څخه بې برخې وو. دغه واقعیت چې انگریز او تزاری روس په ۱۸۷۷،۱۸۷۳او۱۸۹۵ م کلونو کې د افغانستان د شمالی پولو په تعیین کې د افغان واکمنانو په غیاب کې تړونونه لاسلیکول، دا ثابتوي چې هیواد په خپل بهرني سیاست کې د انگریزانو تر استعماري حکم لاندې او یو تحت الحمایه دولت وو.

– بل مثال : په ۱۹۳۹م د مارچ په ۱۵ مه د چکوسلواکیا ولسمشر « ها شا » او د هغه د باندنیو چارو وزیر، د هتلری آلمان تر فشار لاندی دیته اړ شو، چې د یو تحت الحمایه تړون په چوکات کې، « بوخوم » او « موراوی » ایالتونه آلمان ته وسپاري .
د آلمان له ماتې وروسته تحت الحمایه تړون لغوه او نوموړي ایالتونه بیرته چکوسلواکیا پورې وتړل شول.

– بل مثال : کمبودیا په ۱۹۴۹ م کې د فرانسې تحت الحمایه وو. په همدغه کال کې فرانسې د پروتکتور دولت په څیر، د تایلند سره د کمبودیا د پولو  ټاکلو په اړه یو تړون لاسلیک کړ. کمبودیا د خپلواکۍ نه وروسته مخکنې استعماري تړون ملغا کړ.

پرته د خپل ارادیت نه نړیوال باوري تړون د بطلان نور لاملونه هم لري چي د هغو په شته والې تړون ملغا کیږي. دغه لاملونه د کورنیو حقوقو څخه بهرنیو حقوقو ته لار موندلې ده: دوکه ( غبن ) او اجبار ( خشونت ) د هغې جملې څخه دي. نوموړي سببونه هر یو کولای شي، چې د لاسلیک کونکو بشپړ رضایت او خپلواکه اراده تر سوال لاندې راولي او په وروستي تحلیل کې د تړون د بطلان لامل وګرځي.

د پیښور ښار په اړه په دواړو لاملونو یانې غبن او خشونت باندې رڼا اچوو :

الف . سکانو او انگریزانو غبن یا دوکه د پیښور د لاندې کولو په مقصد په بیلو بیلو ډولونو کارولې دہ؛ په نړیوالو حقوقو کې بډی یا رشوت هم د دوکې یو ډول ګنل کیږی. د بډې ورکولو موخه د بډو ورکونکي په ګټه د تړون اړول دي. 

د ۱۹۶۹م د ویانا  کنوانسیون ۵۰ مې مادې بډې د لاسلیک کونکو د آزادې ارادې، چې  د تړون بنسټیز اصل جوړوي د سلبولو لامل ګڼلی دی.

دلته د پیښور په اړه د پیسې د معاملې په تړاو د یوه تاریخي روایت یادونه کوو :

وروسته له دې چې د پاچاهۍ واک له سدوزو کورنۍ څخه محمدزیو ته انتقال شو، ټول ولایتونه چې د ابدالي  حکومت له خوا نیول شوي وو د پاینده محمد خان د زامنو ترمنځ وویشل شول. په دې وېش کې سردار سلطان محمد طلايي د نادر خان نیکه  د پیښور والي وګمارل شو.

جنرال « جوسیا  هارلان » یو امریکایی  جراح چې د انګریزانو په پوځ کې  دنده درلوده « د افغانستان سلطنت او امریکا » نومې په کتاب کې  د پیښور د سقوط د توطئي څرنګوالې داسې په ګوته کوي:

« سردار سلطان محمد زما په منځګړیتوب له رنجیت سنګ سره  د پیسو معامله وکړه او  پیښور یې رنجییت سنګ ته  پریښود. 

زه پدې بریالي شوم چې  سردار، د هغه د لس زره ایله جاري لشکر سره د رنحیت سنګ په ملاتړ وهڅوم. 

کله چې امیر دوست محمد د سردار سلطان محمد له پټې معاملې څخه خبر شو له رنجیت سنګ سره د جګړې په نیت له یو لوی لښکر سره د پېښور پر لور روان شو. خو لږ وروسته شاتګ ته اړ شو او پبیښور رنجیت سنګ ته پاتې شو ». ( د جوسیا هارلان د نقل قول پاي).

( جوسیا هارلان ـ  د افغانستان سلطنتي هیواد او امریکا ـ  فیلادلفي ـ ۱۸۴۲م ـ ۱۲۴  او  ۱۲۵ مخونه ).

ب ـ پرته د غبن نه په بین المللی حقوقو کې د تړون د انعقاد په بهیر کې اجبار او تشدد  د پخوا زمانې راهیسې د تړون د بطلان لامل پیژندل شوې. 

پر بل دولت باندې هر ډول نظامي، سیاسي یا اقتصادي فشاراو تشدد د تړون د بطلان  لامل  ګرځي.
دغه حالت ته په لاتینی اصطلاح کې « لاکس لاتا » ویل شوې. د ویانا کنوانسیون په۵۱ مه ماده کې راغلي : «هر هغه تړون چې د یو دولت پر استازي  د ګواښ او فشار په وسیله وتړل شي، هیڅ ډول حقوقی آغیز نشي لرلی او بالکل باطل ګڼل کیږي». د ویانا کنوانسیون په ۵۲  مه ماده کې زیاتوي : « هرهغه تړون چې د ګواښ یا زور کارولو پر بنسټ تصویب شوی وي او د ملګرو ملتونو د منشور د منل شویو بین المللي حقوقي اصولوسره په ټکر کې وي، ملغا اعلانیږي . » 

د تاریخ په اوږدو کې داسې تړونونه، چې د  زور او زر له لارې تصویب شوي او بیا باطل اعلام شوي دي، خورا زیات دي.

دلته دوه مثالونه یوه وطني او بل بهرني بیانوو :

ـ وطنی مثال :  په ۱۸۳۸م  په لاهور کې د برتانوي ګورنر جنرال، شاه شجاع او رنجیت سنګ تر منځ یو موافقه لیک لاسلیک شو. په موافقه لیک کې شاه شجاع د افغانستان د پادشاهي د بیرته نیولو د ژمنې په بدل کې د افغانستان د ټولو ځمکو یعنې ماورأ بولان او ماورأ خیبر چې د سکانو تر ولکې لاندې وو تیر شو. د افغانانو د خاورې لویه برخه د سیکانو په نوې زیږیدلې دولت پورې جبراً وتړل شول. پدې دول د انګریزانو تر فشار لاندې، پیښور د افغانستان د طبعي او سیاسې جغرافیا نه جلا شول. لمړي سکانو او ورپسې انګریزانو پرې قبضه وکړہ.

د لاهور د موافقه لیک پر بنسټ د انګریز او رنجیت سنګ ګډ پوځ شاه شجاع په زوره د کابل په تخت کښیناوه. خو کابل ته د ګوډاګي پادشاه راتګ په ۱۸۳۹ م  د افغانانو او انګریزانو د لومړې جګړې لامل وګرځید. 

پدې جګړه کې د انګریز سفیر « مکناتن » په شمول دیرش زره پوځ ووژل شول.

– بهرني مثال : په ۱۹۰۵م کې جاپان « سیول» اشغال کړاو کوریایي استازی یې دیته اړ کړ، چې یو تحت الحمایه تړون ته غاړه کیږدی. تړون سره له دی چې ۴۰   کاله تر اجراء لاندی و، په ۱۹۴۵ م کال کې  د جاپان د ماتې وروسته  باطل اعلام شو.

څه چې تر اوسه پورې وویل شو د پیښور په اړه داستعماري  تړونونو د بطلان حقوقي اړخ و. 

اوس پر دې موضوع  رڼا اچوو چې نړیوال حقوق د پاکستان د جوړیدو څخه وروسته د پیښور برخه لیک ته په کوم انداز پام اړوي.

دوهم ـ دلته بحث په دوه موضوعاتو باندې متمرکز کیږي : د تړونونو نسبیت او د تړونونو وراثت.

ـ  په لاتیني حقوقي دود کې د  تړون نسبیت په دې ډول څرګند شوی دی :د دوہ خواو ترمنځ « یو تړون د ثالث له پاره کومه وجیبه او حق نه زیږوی ».

په نړیوالو تړونونو کې د نسبیت اصل د ۱۹۷۵م د اکتوبر د ۱۴ نیټې د « بن » په اعلامیه کې داسې راغلي دي: « فرانسه ، انگلستان، شمالی آیرلند او امریکا په ډاګه اعلاموي، چې د دوۍ تر منځ تړل شوی تړونونه پر هیڅ ثالث دولت باندې حقوقی اثر نشي اچولی ».  په پای کې همدغه د محتوا ډکه مخکنی حقوقي دود او دستور، د ویانا کنفرانس د اعلامیی په ۳۴ ماده کې  داسې سجل وموند : « یو تړون د ثالث دولتونو په اړه هیڅ حق او وجیبه نشي رامنځته کولای.» 

نړیوالې قضایي ادارې هم پدې متفق دي چې کوم تړون د دوو هیوادونو تر منځ لاسلیک کیږی پر دریم  هیواد حقوقي اغیزنشي ښندلای.

د پیښور په اړه موافقه لیکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نه،  بلکې د تحت الحمایه افغانستان او حامی یا پروتکتور انگلستان تر منځ منعقد شوی وو. پاکستان د موافقه لیکونو د انعقاد په وخت کې له سره موجود نه وو او د تړونونو د مفاداتو څخه لرې پاته کیږي.

یو مثال: په ۱۹۹۷ م کې د عدالت نړیوال دیوان  هغه تړون چې په۱۹۷۷م د « دنیوب»  سیند  د شاوخوآ ځمکو د ویش په هکله د چکوسلواکیا او هنگري تر منځ لاسلیک شوی و  لدې کبله چې د سلواکیا نوي جوړ شوي دولت په تاوان وو، ملغا اعلام کړ.

د تړون د نسبیت څخه چې تیر شو، پاکستان ځان د انګریز ښکیلاک وارث ګڼي.

د تړون وراثت په اړه عمومي قاعده داده چې د ښکیلاک د واکمنۍ څخه راپاتې  نوی دولت د مخکني دولت د معاهداتو په وړاندی د دریم دولت حیثیت لري او د تړونونو د امتیازاتو او احیانآ د وجایبو څخه ګټه نشي پورته کولای. په بل عبارت کله چې د یو تړون یو اړخ له صحنی څخه حذف کیږی تړون د خپلی پشتوانې څخه بې برخې کیږي او جنسآ له منځه ځي».
پدې حساب د پاکستان دولت چې د  برتانوی هند استعماري واکمنۍ له نسکوریدو  راوروسته جوړشو، د پیښور په ګډون د افغانستان د غصب شوې خاورې د  موافقه لیکونو د مفاداتو  څخه بی برخی پاتې کیږي.

پیښور د افغانستان د خاورې ھغه برخه ده چې په ۱۹ مه پیړي کې د زور، زر او دسیسو پر بنیاد د خپلي طبیعی جغرافیې څخه جلا شوې. پدې برخه کې نړیوال حقوق د افغانستان د ځمکني  دعوا څخه ملاتړ کوي.

پایله:

نڼ افغانستان او پاکستان د سیمې او د سیمې نه د باندې هیوادونو په ژیوپولتیک لوبه کې راګیر دي.

افغانستان هغه وخت د خپلې ځمکنۍ دعوا لوبه میدان ته وړاندې کولي شي، چې یو پیاوړې ملي، اسلامي او مشروع واکمني ولري او د یو با انډوله دیپلوماسي له لارې د خپلې داعیې په ملاتړ د نړي زبر ځواکونو پام ځانته راجلب کړي. 

ومن الله التوفیق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.