تعصب /سید عبیدالله نادر

0 725

دومره تعصب څه په کار چي د انسان د بصیرت سترګي ړندی ، او د عبرت د اخیستو غوږونه کاڼه او ضمیر یي تګ تور کړي . تعصب د انسان د معنوی افکارو د ملکوتي سیر څخه مخنیوی کوی. او د اسرارو د کشف د کیفیت څخه انسان محروم ګرځوی . تعصب په عقل هم یرغل کوی . او لمړي هغه متعصب شخص ډیر کم عقل کوی ، ځکه ډیر متعصبین تل قوی استلال نه لري ، او د استدلال پا يي یي ضعیفی وي . او دا د دنیا د ابتدا نه تر ننه پوری په وضاحت سره ثابته شوی . د متعصبینو په ویناووکې هم هغه سیر چې انسان د معنویاتو خواته بوځي نه لیدل کیږي .

د متعصب مجلس ډیر وچ ،کلک او بی روحه وي . خو د بصیرت د خاوندانو وینا ، او صحبت دماغونه روښانه کوی . او په تیارو ضمیرونو کې د بصیرت رڼا اچوي ، تعصب سړی ړوند او کوڼ کړي . انسان ، نه د زمانی د اشاراتو څخه څه اخیستلای شي ، او نه په خپلو سترګو د انتباه او عبرت د پاره ټکي راټولولای شي .

خو د بصیرت او معرفت خاوندان په خپلو تیزبینو سترګو ډیر باریکه نکتو او ټکو ته پام اوړي ، تعصب د تحقیق سترګو ته پردې اچوي خدای دي مونږه د بی ځایه تعصبه څخه لیري کړي ، کوښښ وکړي چی د یو آزاد او خپلواک مشرب خاوندان اوسئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply