مونږ او نړۍ/ سید عبیدالله نادر 

0 816

د پراخه فضا په زړه کې ، په ډیر حیرت سره ، د تحقیق او څیړنو فضایي بیړۍ د بشر د راتلونکو آرمانونو د تحقق د پاره په ډیره چټکي د یوي نوي دنیاګۍ د پیداکولو د پاره هڅی کوی ،او د دي پراخه فضا په لمن کې او په درنه چوپه چوپتیا کې روانه ده ، په دي تکل چې  د بشر د راتلونکي د پاره د نوی ژوند او د پراخه ژوند امکانات برابر کړي . د بیړۍ چلونکي څو دردمن انسانان چې د فضایی تخنیک اوپه نورو علومو سمبال دي ، د نوی ماحول په پلټني کې ، په خورا ژور سوچ سره ،د خپل هدف په لور مخ په وړاندی روان دي ،او دا د دي دنیایي مدنیت د عظمت او پر مختګ نښه ده ،

خو دلته په ځمکه کې لا تر اوسه هم داسي ذهنیتونه شته دي ،چې د مغارو د عصر خیالونه په سر کې لري ،د نړۍ د دومره پرمختګ سره سره زمونږ ښونځي سیځل کیږي ،جنکي د سبق څخه منع کیږي چې باید جنکۍ سبق و نه وایي ،او ځان ته طالبالعلمان هم وایی ،خو د دوی د نادانۍ بله رسوایی هم دا ده ،چې که د دوی زنانه وو ته کومه مریضي پیښه شي ، نو بیا وایي چې زمونږ ښځي او زنانه دي زنانه ډاکتراني وګوري ، نارینه دي نه ګوري یا معاینه یی کړي، د دي احمق خو بیا خپله فلسفه د یاده وتلي وي .دا د هر روښان ضمیره په ذهن کې دا راګرځوی چې ورته ووایي : احمقه! نادانه !او د خپل حال او ماحوله بی خبره ! ته خو یو وار زنانه وو ته اجازه ورکړه چې علم زده کړي او ډاکتراني شي او بیا ستاسو د زنانه وو علاج وکړي .

ای د علم طالـــــــــــــبه ! یــو پراخ نظــــر پیدا کړه

چې دا ستونزی نه حــل کیږي ، په دي وچه مــلایي

طالبي علـــم دي پریږده ، جــهاني علــــــم زده کـړه

چې حکومت او ســـیاست غواړي ، فــــهم و رسایي

په ستره جامو کې ، کښېنه په یو ګوټ کې د جومات

د سینـګار دپاره کش کړه ، په خپل ســترګو ســلایي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply