اغزن ماحول /   سید عبیدالله نادر  

0 796

ځم ډیر لیري د دي حسودانو د دوه سترګو څخه پټ چي دوه سترګي یي لکه : د خبریالانو د کمرې په شان د ډیر حسادت او د کیني نه د یو بل په لور نیولی دي. ځم هلته چي زما د مقام، چوکی، شهرت، بډايي ،شتمني،  ددوی د حسادت په کور لمبي نه اچوی . غواړم د دي بی دردانو نه په یو لیري واټن کې واوسم. د دوی تور مخونه چي د دوی د زړه ضمیر ښکارندویي کوی . و نه وینم ، په دوی کې چي د رشتیا ویيلو شهامت نشته او د ظالم د خوشحالی د پاره غوړه مالی کوی . دوی چي د ځانه سره یو ذاتي انساني فهم نه لري د دوی چي د قضاوت د تلي تارونه شلیدلي ، زه په دي اغزن محیط او ماحول کې په ورو ورو او په ډیر وسواس خپي پورته کوم ، او ګامونه ږدم چي ګوندی کوم دیو او دد راویښ نه شي . ځکه پرون په دي اغزنو رباطو کې ډیر د لوی ارواح خاوندان، د معرفت او علم خاوندان د فهم او درک خاوندان ورک شوی، او د بی ارزۍ او بی قدرۍ په لمبو کې سوځول شوی، او ډیر د نامردانو او غافلانو په لاس وژل شوي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply