د گلبدين حکمتيار بې انصافه او متناقضې خبرې / بريالى مليار

0 776

دوه ورځې مخکې د هند او پاکستان تر منځ د تازه نښتو په اړه حزب اسلامي يوه رسمي اعلاميه خپره کړه چې د ډېرو افغانانو غوسه يې راوپاروله او د خلکو په ذهنونو کې يې د ملک گټو ته د حکمتيار په وفادارۍ او ژمنتيا شک پېدا کړ. دلته يواځې د اعلاميې پر هغو برخو ترکيز کوو چې بې انصافې او تناقض پکې ليدل کېږي.

د اعلاميې په يوه برخه کې راغلي:  “د كابل ناكام حكومت چي زموږ هېواد ئې د نړۍ والو استخباراتي شبكو د نيابتي جنگ په ډگر بدل كړى، په خپلو كچه اظهاراتو كي د يوه په پلوي او د بل په ضد اعلاميې وركوي، په داسي حال كي چي دا د ملي مصالحو خلاف دريځ دئ، …”. لمړى دلته وکورئ چې حکومت پدې تورنوي چې گواکې د پاکستان او هند تر منځ په جنگ کې يې د هند پلوي اختياره کړيده. دا يو بې اساسه تور دى ځکه چې افغان حکومت هيڅ يو داسې بيان ندى ورکړى چې په هغه کې يې ددې تازه پيښو په اړوند د هند پلوي کړې وي او د پاکستان پر ضد يې ږغ پورته کړى وي. البته افغان حکومت ددې نه مخکې په افغانستان کې د پاکستان د برالا، بربنډ لاسوهونو پر خلاف غږ اوچت کړى دى، چې دا يې حق او دنده وه او ده.

حکمتيار د اعلاميې په همدې برخه کې افغان حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کوي چې په خپل بهرني سياست کې دې توازن او ناپېيلتوب غوره کړي. “افغانستان بايد د نړۍ له ټولو هېوادو سره متوازن سياست غوره كړي، په بين المللي پېښو كي بې پرې او پر واقعيتونو ولاړ سياست ولري، …”. خو ليدل کېږي چې حکمتيار پخپله بېطره ندى. ده په همدې اعلاميه کې د پاکستان څرگنده پلوي کړېده. دده د خبرو او عمل تر منځ ښکاره تناقض دى. ښه به دا وي چې پخپله پر هغه نصيحت عمل وکړي چې نورو ته ېي کوي .

حکمتيار د خپلې اعلاميې په يوه بله برخه کې وايي، “متاسفانه ځيني بې شعوره او سکولر افغانان نه يوازي دې جنگ ته خوښ دي بلکي د هند په پلوي او د پاکستان خلاف ستوغي څرگندني کوي،…”. د حکمتيار خبره رښتيا ده. کله چې د پاکستان او هند تر منځ جگړې پيل شوې وليدل شوو چې ډېرو افغانانوپه خواله رسنيو کې له هنده ملاتړ څرگند کړ. ددې علت دا دى چې په تېرو څو لسيزو کې پاکستان په افغانستان کې هر ډول مداخله کړېده او اوس يې هم کوي. نوځکه افغانان له پاکستانه ډېر خوابدي او ورته سخت په غوسه دي. دا يو حقيقت دى چې هيڅ څوک پرې سترگې نشي پټولى. اوس راځو دې ته چې ولې حکمتيار هغو افغانانو ته چې د پاکستان خلاف غږ اوچتوي، چې البته دا خلک اکثريت دي، بېشعوره او سکولر (بې دينه) وايي. حکمتيار ته مطلق اکثريت افغانان – عوام، سياستوال او حکومت – بېشعوره او بېدينه ښکاري. دا خو انصاف ندى چې هغه افغانانو ته بې دينه ووايې چې د خپل د ملک د گټو لپاره او د دښمن خلاف خبرې کوي. البته افغانان د پاکستان د ملت نه بلکې د دولتي نظام د چارواکو پر خلاف دي، څوک چې زمونږ د وطن خلاف ترهگر پالي. دا هم ناروا ده چې يو مسلمان افغان ته بې دينه وويل شي. نه پوهيږم چې تر څو به مونږ په جيبونو کې د اسلام او کفر ټاپې گرځوو. الله تعالى دې پر مونږ ټولو ورحميږي.

بله بې انصافي دا ده چې حکمتيار د تېرو څلويښت کالو جنگ ټوله پړه پر ‘کمونستانو’ او ‘غربپاله سکولرو’ اچوي. حکمتيار وايي، “…دا د كمونستانو له لوري وو او كه د غربپالو سيكولرو له لوري؛ افغانستان ئې له خونړيو جنگونو سره مخامخ كړ چي په ترڅ كي ئې يو نيم مليون مظلوم افغانان د شوروي ځواكونو د جنگ له كبله او شپږ لكه د ناټو د جنگ له كبله په شهادت ورسېدل.”

په تېرو څلورو لسيزو کې په افغانستان کې چې څه شوي او کېږي ټولو افغانانو او نړۍ ته معلوم دي. لمر په دوو گوتو نه پټيږي. دا به ومنو چې خلقيانو او پرچميانو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ښکيلاک او اشغال ته لاره هواره کړه، خو مجاهدينو او طالبانو هم په افغانستان کې د پاکستان، ايران، او عربي او غربي ممالکو ښکيلاک ته شرايط برابر کړل. مخکې لدې چې د خلق ديموکراتيک گوند قدرت ته ورسيږي او روسان افغانستان اشغال کړي، گلبدين حکمتيار، احمد شاه مسعود او نورو پاکستان ته پناه يوړه او بيا د پرديو په لمسون يې د مرحوم داود خان د رژيم پر ضد فعاليت پيل کړ. د جهاد په وخت کې مجاهدين د غربيانو، عربانو، پاکستان او ايران په هر اړخيزو مرستو د هغه مهال حکومت پر ضد و جنگيدل. نو په هغو کلونو کې چې کومه مرگ ژوبله وشوه مسئول يې دواړه لوري کمونستان او مجاهدين دي. دا هم له ياده مه وباسئ چې د جهاد په دوران کې، امريکا، پاکستان او ملگرو يې تر ټولو زياته مالي او نظامي مرسته د حکمتيار گوند حزب اسلامي سره کوله. اوس قضاوت تاسې وکړئ چې ‘غربپال’ څوک دي.

په کال ٢٠٠١ کې امريکايانو د مجاهديون په مټ افغانستان اشغال کړ، او طالبان د پاکستان او نورو له هر اړخيزه ملاتړ برخمن دي. د ٢٠٠١ کال نه راپديخوا چې کومه مرگ ژوبله شوې مسئوليت يې د افغان حکومت، چې مجاهدين يې په راس کې دي، او طالبانو پرغاړه لري. د ‘غربپالو’ نه به دده مطلب حتما د مجاهدينو ډلې وي ځکه چې همدا مجاهدينو غربيان افغانستان ته راوستي دي او ننگه يې کوي. دا اوسنى حکومت او د مجاهدينو ډلې هم د پاکستان پر خلاف خبرې کوي، نو د حکمتيار د وينا پر اساس، دوئ هم بيشعوره او بې دينه دي.

حکمتيار وايي د پاکستان ضد عناصر په افغانستان کې مېشت دي او د هند په ملاتړ د پاکستان پر ضد فعاليت کوي. “په دې كي هيڅ شك نشته چي هند د پاكستان مخالف ځواكونه؛ كه دا بلوچ او سندي بېلتون خوښي دي او كه تحريك طالبان پاكستان (PTT)؛ له سياسي، مالي او نظامي پلوه پالي، چي ځيني ئې نه يوازي د پاكستان خلاف وسله واله مبارزه كوي بلكي د هند د ستر سيمه ايز حريف چين خلاف وسله وال فعاليتونه لري،  په كراچۍ كي د چين پر كنسولگرۍ بريد ئې وروستى مثال دئ چي ويل كېږي مسئوليت ئې كندهار مېشت بلوچ مومنټ پر غاړه واخيست،…”

په داسې ويناوو حکمتيار د افغانستان ملي گټو ته ډېر زيان رسوي. داسې ښکاره کوي چې گواکې دا افغانستان دى چې ترهگر روزي او نورو ملکونو ته لېږي، حال دا چې افغانستان پخپله تر ټولو زيات د ترهگرۍ قرباني شوى دى. دريغه چې حکمتيار کله هم و نه ويل چې پاکستان ترهگر روزي او افغانستان ته يې د تباهئ او وژنې لپاره رالېږي. آيا د حکتميار پر پاکستان ډېر زړه سوځېږي يا پر افغانستان؟

داسې کچه، بې مسئوليته ويناوې نه د افغانستان په گټه دي او نه د حزب اسلامي. هيله ده چې سياسيون له تېرو تېروتنو څخه زده کړه وکړي او داسې څه و نه وايي او ونه کړي چې د ملت په زيان وي.

د گران وطن په مينه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply