امریکا ولې د قطر خبرې پېچلې بولي؟

0 500

له تېرو شاوخوا اتو ورځو راهیسې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او ورسره مل پلاوی د طالبانو له استازیو سره په قطر کې پر افغان سولې خبرې کوي، خو لا هم د دغو خبرو اترو جزیات نه ‌دې خپاره شوي.
که څه هم زلمي خلیلزاد د طالبانو له استازیو سره چې د دې ډلې مرستیال او د قطر دفتر رییس ملا عبدالغني برادر هم پکې دی، تر لومړنیو خبرو اترو وروسته دغه خبرې ګټورې بللې وې او ټینګار یې کړی و چې پر جدي مواردو به ورسره بحث کوي، خو اوس چې له دغو خبرو شاوخوا ۸ ورځې تېرېږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دواړو لوریو تر منځ خبرې پېچلې بللې او ټینګار یې کړی، که د پام وړ پرمختګ وکړي؛ نو دی به خپله هم ور ګډ شي او دغه لړۍ به پر مخ یوسي.
مایک پمپیو ټینګار کړی چې موخه یې له طالبانو سره د یوه کاغذ لاسلیکول نه، بلکې په افغانستان کې د جګړې پای، د تلپاتې سولې تامین او امریکا ته د متوجه ګواښونو مخنیوی دی.
خو اوس پوښتنه دا ده که څه هم دا پنځم ځل دی چې د امریکا او طالبانو استازي پر افغان سولې خبرې کوي او په ‌دې برخه کې یې د ځینو پرمختګونو خبر هم ورکړی، خو دا هېواد ولې بیا هم دغه خبرې اترې پېچلې بولي؟
د قطر غونډې د ځنډ او دوام تر څنګ، د پمپیو له څرګندونو داسې ښکاري چې د دواړو لوریو تر منځ روانې خبرې اترې لکه څومره چې ترې تمه کېږي، هغومره مثبتې پایلې ته و نه رسېږي، ځکه له یوې خوا افغان حکومت چې د افغان سولې اصلي او سرنوشت ټاکونکی اړخ دی، ګډون نه‌ لري او بل خوا هم امریکا له افغان حکومت سره امنیتي تړون لاسلیک کړی او پر خپل سر د طالبانو استازیو سره وړاندې نه‌شې تللای.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو اصلي غوښتنه ده او غواړي په دغو خبرو اترو کې یې له امریکايي استازیو سره په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي، خو امریکايي لوری نه پر وسله‌والو طالبانو هغومره باور کولای شي چې د دوی د ځواکونو له وتلو وروسته به له ترهګري لاس اخلي، دوی او متحدینو ته به یې ګواښ نه پېښوي او په افغانستان کې د تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو لاسته راوړنې به په اوبو نه لاهو کېږي او نه هم له افغان حکومت سره پر لاسلیک شوي امنیتي تړون پښې کېښودلای شي.
نو ښايي دا د قطر په خبرو اترو کې د امریکا لپاره تر ټولو سخت ټکي وي چې په اړه یې له طالبانو سره اسانه هوکړې ته نه‌شې رسېدلای.
د دې تر څنګ دا چې افغانستان به نور د ترهګري پر ځاله نه بدلېږي، امریکا او متحدانو ته به یې له افغان خاورې ګواښ نه پېښېږي، د امریکا لپاره د افغان سولې په پروسه کې سره کرښه ده او غواړي په اړه یې نه یوازې ډاډ ترلاسه کړي، بلکې پر طالبانو یې تضمین هم کړي.
نو اوس چې د افغانستان په قضیه کې ګاونډي او د سیمې هېوادونو ريښې غځولي او عملاً د طالبانو په ګډون، د نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، پلان، وسلې او پیسې ورکوي؛ نو لومړی له دغو هېوادونو د طالبانو لاس اخیستل او بیا هم د نورو ترهګرو مخنیوی هم طالبانو ته په لوړه بیه تمامېږي او ښايي ان تر توان یې پورته وي.
د مایک پمپیو له څرګندونو جوتېږي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په پرتله، د ښکېلو اړخونو مذاکرات چې افغان حکومت او وسله‌وال طالبان دي، ډېر ګټور، پر ځای او عملې دي.
اوس که وسله‌وال طالبان رښتیا هم غواړي په هېواد کې روانه کړې جګړه پای ته ورسوي؛ نو له افغان حکومت سره دې د سولې مېز ته حاضر شي. که څه هم امریکا خو د دې لپاره کار کوي چې دواړه لوري سره مخامخ کېنوي، خو اوس باید د سولې پروسې د بریا لپاره د بین‌ الافغاني خبرو اترو لپاره لابي وکړي او پر پاکستان فشار راوړي چې په ‌دې برخه کې رښتیني او عملې ګامونه واخلي.
تر هغې چې افغانانو په خپلو کې سره هوکړې ته و نه رسېږي او خپلې ستونزې په خپله حل نه‌ کړي، د سولې روانه پروسه که کلونه دوام هم وکړي، په

افغانستان کې د تلپاتې سولې تضمین نه‌شې کولای.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply