کابل ښار کې د نسایي ولادي یوې متخصصې ډاکټر خدیجې مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۸ یا له هغه پورته عمر د میندوارۍ لپاره مناسب دی.
هغې وویل چې په ۱۸ کلنۍ کې د یوې نجلۍ وده بشپړه شوې وي، له کمخونۍ سره نه مخ کېږي کله چې واده شي او میندواره شي، روغ ماشوم نړۍ ته راوړي.
نوموړې زیاته کړه: «خو که په هغه صورت کې چې یوه مور له ۱۸ کلونو په کم عمر کې میندواره کېږي کوم ماشوم چې دنیا ته راوړي، هغه به پر خوارځواکۍ اخته وي، د بدن مقاومت به یې ټیټ وي او پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي، میندې د زېږون پر مهال خونریزي هم لري او د خپلو راتلونکو ماشومانو د زېږون پر مهال له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ کېږي او نه شي کولی چې عادي زېږون ولري.»
ډاکټر مصباح وویل ډاکټران سپارښتنه کوي چې له ۱۸ کلونو کم عمره نجونې دې واده نه کوي او زیاته يې کړه: «په کم عمر کې واده کول له روغتیایي، اجتماعي، روحي، رواني او اقتصادي پلوه ډېرې ستونزې لري؛ لکه له وخته مخکې زېږون او کموزن، معیوب او کمخونه ماشوم زېږول.»
نوموړې وویل کومې میندې چې له ۱۸ کلونو په کم عمر کې میندواره کېږي، د جنین له سقط او له زېږون وروسته د کمخونۍ او د وینې لوړ فشار له خطر سره مخ کېږي.
ډاکټر خدیجه وایي چې په کم عمر کې واده د نجونو د زدهکړو د دوام مانع هم کېږي؛ دا چې یوه نجلۍ ودېږي لوی مسوولیت ورسپارل کېږي، مجبورېږي چې خپلو زدهکړو او تعلیم ته کمه او خپل ګډ ژوند ته ډېره توجه وکړي.
نوموړې وایي، کومې نجونې چې له ۱۸ کلونو په کم عمر کې واده کوي، په ځيني مواردو کې د کم عمر او کمې تجربې له امله د خپل ګډ ژوند پر مخ وړلو کې ناکامه وي؛ ځکه ډېر زغم نه لري او ان ځينې وخت یې ګډ ژوند له منځه ځي.
د ډاکټر خدیجې په خبره، په کم عمر کې ودونه نه یوازې په افغانستان، بلکې په ډېرو هېوادونو کې شته دي.
هغې وویل، کومو ناروغانو چې په تېره یوه میاشت کې د دې معاینهخانې ته مراجعه کړې، لس سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره واده شوې نجونې وې.
نوموړې کورنیو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې له ۱۸ کلونو کم عمره لوڼې واده نه کړي، هغوی دې پرېږدي چې د ودې دورې د بشپړولو ترڅنګ، خپلې زدهکړې هم بشپړې کړي څو د ګډ ژوند مسوولیت هم په سمه توګه ادا کړي.
دغهراز کابل ښار کې د نسایي ناروغیو یوه بله متخصصه ډاکټره فرزانه درانۍ هم وایي چې په کم عمر کې ودونه یوازې په افغانستان نه، بلکې په نورو هېوادونو کې هم شته دي.
هغې وویل: «د طبابت له نظره له ۱۸ کلونو د کم عمر واده، د ټیټ عمر واده ګڼل کېږي، په کم عمر کې ودونه زموږ په هېواد کې عام دي او ان په ځیني کورنیو کې د کمعمرۍ ودونه په اجباري ډول تر سره کېږي.»
هغې زیاته کړه، په کوم روغتون کې چې کار کوي، د یوې اونۍ په ترڅ کې له ۱۰۰ ډېر نسایي ولادي ناروغان مراجعه کوي چې هغو کې ۳۰ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره نجونې جوړوي.
نوموړې هم له ۱۸ کلونو کم عمر کې د ودونو بدو پایلو ته اشارې وویل: «کومې میندې چې له ۱۸ کلونو په کم عمر کې وي، له زېږون مخکې او وروسته د کمخونۍ له ستونزو سره مخ وي، ځينو مواردو کې مړ او ځيني وخت ضعیف ذهنه ماشوم نړۍ ته راوړي، له بدهمرغه د زېږون پر مهال د میندو د مړینې یو لامل هم دا موضوع ده.»
هغې وویل چې په کم عمر کې ودونه په ګډ ژوند کې د اختلافاتو رامنځته کېدو لامل کېږي او په پایله کې د طلاق لامل ګرځي.
د هغې په خبره، ځينې مواردو کې د کم عمر ودونه د نجونو په نه رضایت کې ترسره کېږي چې د وخت په تېرېدو سره ګډ ژوند په بېعلاقګۍ تېریږي او په پایله کې د خاوند علاقه له خپلې ښځې او ماشومانو سره کمېږي او د دویم واده لپاره اقدام کوي.
هغې وویل، د تر سره شوو څېړنو له مخې، د میندوارۍ لپاره مناسب عمر له ۲۱ تر ۲۹ کلونو دی.
هغه وایي چې په کم عمر کې ودونه د کورنیو د فشار له امله پر نجونو تحمیلېږي، کورنۍ هیلې لري چې ژر یې لوڼې او زامن واده شي، خو له واده وروسته چې له کومو ستونزو سره مخ کېږي هغو ته پام نه کوي.
هغې سپارښتنه وکړه، نجونې باید د رشد، ذهني ودې، روحي، جسمي، اقتصادي، اجتماعي او تحصیلي دورې بشپړولو وروسته د ژوند بل پړوا لپاره اقدام وکړي.
د هغې په خبره، باید دې برخه کې عامهپوهاوی ورکړل شي څو کورنۍ د کم عمر ودونو له ناوړه پایلو خبر شي او پر داسې عمل لاس پورې نه کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.