دوحې غونډه؛ څوک، له چاسره، پر څه خبري کوي؟

39

د یکشنبې په ورځ د  قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه دریېمه نړیواله غونډه پیلېږي چې په کې د نړیوالې ټولنې او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازي برخه لري.

د قطر پلازمېنه دوحه په تېرو شلو کلونو کې د افغان طالبانو لپاره له سیاسي پلوه مهم ښار و. هغه مهال چې طالب مشرانو په افغانستان دننه او بهر په پټه ژوند کاوه، په دې ښار کې یې یو شمېر غړو په څرګنده سیاسي دفتر چلوه او د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې همدا ښار و چې په کې طالبانو او امریکا خپلو کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

د دوحې غونډه کې څوک له چا سره خبرې کوي؟

په دوحه کې د افغانستان په اړه د دې غونډې مشري د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سیاسي مرستیاله روزماري ډیکارلو کوي او په افغانستان کې د یو ناما مشره روزا اتونبایوا هم په غونډه کې برخه اخلي.

دا په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راوروسته په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب دریېمه دا ډول غونډه ده چې د افغانستان په اړه په کې بحثونه کیږي او لومړۍ هغه ده چې طالبان په کې برخه اخلي. تر دې مخکې په دوو غونډو کې طالبانو ګډون رد کړی وی.

په دې غونډه کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت استازولي د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ یو شپږ کسیز پلاوی کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په وینا په دې غونډه کې د شا او خوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو خانګړی استازی ټام ویسټ په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري دې غونډه کې خپل ګډون تایید کړی.

د غونډې په نورو ګډونوالو کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي، د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانۍ ، هم شامل دي. خو ترواسه د چین او هند ځانګړو استازو په دې غونډه کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د منځنۍ اسیا په شمول د نړۍ او سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم په دې غونډه کې له طالب استازو سره بحثونو کې برخه اخلي.

پر کومو مسالو بحث کیږي؟

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د سه شنبې په ورځ د جون په ۲۵ مې په یوې خبرې غونډه کې د دې ناستې د اجنډا په اړه وویل،” په دې غونډه کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همغږې او منظمې همکارۍ په اړه خبرې وشي”.

د سټیفن په خبره، په غونډه کې به په هغې خپلواکې ارزونې هم بحث وشي، چې د ۲۰۲۳ کال په نوامبر کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته له افغانستان سره د تعامل په اړه وړاندې شوې وه.

د هغه په خبره، دا غونډه د افغانستان لپاره د هیوادونو د ځانګړو استازو، سیمه ییزو هیوادونو او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته زمینه برابروي.

 

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک

خو بل پلو، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دې غونډې د اجنډا په اړه ویلي، “دوی پر دوو مسلو د بحث لپاره چمتوالی نیولی دی، لومړی يې د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه او دویم يې پر طالب چارواکو د بندیزونو لرې کول دي”.

 

په دې غونډه کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د همغږې او منظمې همکارۍ په اړه خبرې وشي”.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري کوي، د دوحې د غونډې تر پیل یوه ورځ مخکې کابل کې خبریالانو ته وویل، د دوحې غونډه کې دوی له نړیوالو سره د تفاهم رامنځ ته کیدو او د ستونزو د حل په هدف برخه اخلي او ټول هېوادونه له افغانستان سره مثبت تعامل ته رابولي.

افغان ښځې په غونډه کې نه شته

که څه هم د غونډې مشري د ملګرو ملتونو د سر منشي سیاسي مرستیال روزماري ډیکارلو چې یوه ښځه ده کوي، خو په دې غونډه کې له افغان ښځو څخه څوک ګډون نه لري، هغه څه چې په افغانستان او نړۍ کې یې د ښځو د حقونو او بشري حقونو سازمانونه او فعالان په غوسه کړي دي.

خپله افغان ښځینه فعالانو له انلاین شبکو نیولې بیا په سرپټو ځایونو کې تر راټولیدو پورې بیلابیلې لارې کارولي څو په دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه کې د افغان ښځو په نه ګډون اعتراض وکړي.

 

افغان ښځې وايي، طالبانو ترې د کار او زده کړو حق اخیستی، او په وینا یې د طالبانو له حکومت سره په هر ډول خبرو کې د ښځو د حقونو موضوع باید د بحث سر کې وي .
افغان ښځې وايي، طالبانو ترې د کار او زده کړو حق اخیستی، او په وینا یې د طالبانو له حکومت سره په هر ډول خبرو کې د ښځو د حقونو موضوع باید د بحث سر کې وي .

دوی ملګري ملتونه د طالبانو د غوښتنو په منلو ملامته کړی او وايي چې په دوحې غونډه کې د افغان ښځو نه ګډون د طالبانو غوښتنه وه چې ملګرو ملتونو منلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه وايي، دغه غونډه کې یې د افغانستان د واحد دریځ په موخه د ښځو له ګډون سره مخالفت کړی او د دوی پلاوی به د افغانستان په استازیتوب هلته برخه اخلي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ملګري ملتونه تورن کړي چې ددې غونډې په جوړولو کې یې د طالبانو غوښتنې منلې او دا یې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه ‌لیک نه سرغړونه بللې چې په نړیوالو غونډو کې د ښځو په ګډون ټینګار کوي. ددې سازمان د ښځو د برخې مسولې هیدر بار افغان ښځو ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه ورکول ” شرمونکي ” بللې. د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم فعالې ملالې یوسفزۍ، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر او د بشري حقونو یو شمېر نورو افغان او بهرنیو فعالانو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو نه ګډون غندلی دی.

له غونډې د کومو پایلو تمه کیږي؟

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم د دې غونډې په اهدافو کې له نړیوالې ټولنې سره د تفاهم په پراختیا او د ستونزو په لرې کولو ټینګار کړی خو زیاته کړې یې ده چې په دې غونډه کې پریکړې نه کیږي او دوی یوازې پیغامونه انتقالوي.

 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه شپږ کسیز پلاوي مشري کوي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو په استازیتوب برخه اخلي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د هغه شپږ کسیز پلاوي مشري کوي چې د دوحې په غونډه کې د طالبانو په استازیتوب برخه اخلي.

تر دې مخکې د طالب ضد افغان سیاسي څیرو د اتریش په پلازمینه ویانا کې د خپلې درې ورځنۍ غونډې په پای کې د دوحې غونډه یوه اړخیزه او د طالبانو په فرمایش وبلله چې په وینا یې د افغانستان لپاره د ښیګڼې تمه ترې نه لري.

خو افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د مشرې روزا اوتنبایوا په شمول د ملګرو ملتونو له خوا ددې غونډې تنظیمونکو هېله څرګنده کړې چې دا غونډه به په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره د نورو هېوادونو د غوښتنو د شریکولو او د دواړو خووا ترمنځ د یو بل سره د تعامل د پراختیا یو ښه فرصت وي او نورو پرمختګونو ته به لاره هواره کړي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کتونکي بیا وايي، د هغو مسایلو په اړه چې د نړیوالې ټولنې او د طالبانو د حکومت تر منځ اړیکو کې خنډ دي، د طالبانو په دریځ کې کوم نرمښت نه لیدل کیږي ځکه خو له غونډې کې د کوم لوی پرمختګ تمه نه شي کیدای.

د سیاسي چارو یو افغان شنونکی قریب الرحمن شهاب وايي،” د دوحې له ناستې تمه دا ده چې د افغانستان د راتلونکې سولې، ثبات او سیاسي کرکیچ لپاره یو بنسټیزه حل لار ومومي، خو زه له دې ناستې په ټوله کې ډیره توقع نه لرم، ځکه دا یوازې ماته یوه نمایشي ناسته ښکاري، سره له دې چې په دا غونډه به د بیلابیلو لورو ترمنځ د افکارو د تبادلې یو فرصت وي، خو ډیر ملموس نتایج به ونه لري، ځکه هر طرف او هر ګډون کوونکی شخص هڅه کوي چې دغه غونډه یا د دې غونډې د اجنډا یوه برخه د خپلو ګټو پر محور راڅرخوي”.

ګڼ افغان شنونکي په دې باور دي چې که د غونډې هدف یوازې د طالبانو د استازو او یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ خبرې او د تعامل په پراختیا بحث وي، نو ددې لپاره طالبان لا له وړاندې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل چینلونه لري او کیدای شي د دوحې له غونډې پرته هم بیلابیل هېوادونه او طالبان خپلو کې په شتو خنډونو بحثونه وکړي، خو که د غونډې هدف د اوسنیو افغان واکمنو سره د نړیوالې ټولنې د راکړې ورکړې په برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو په شمول په افغانستان کې بشري حقونه ناوړه وضیعت او نور خنډونه وي نو ښايي تر اوسنۍ غونډې په پراخ جوړښت ګڼو نورو غونډو، چمتوالو او بحثونو ته اړتیا وي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.