د سولې له برابر شوي فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي

0 431

مطیع الله سحر

دا چې د افغانستان د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پرلپسې هڅو له برکته د سولې په تړاو د هیواد دننه او له هیواده بهر هڅې زیاتې شوي دي، افغان حکومت غواړي چې دغه ستر چانس څخه باید اعظمي استفاده وشي، تر څو هیواد ته تل پاتې او باثباته سوله  راشي. داسې سوله چې د ټول ولس سر او مال په کې خوندي وي، ځکه د اوږدو جنګونو، ورانیو، کډوالیو او دربدریو له امله د افغان ولس زغم پایته رسېدلی دی.

د دغه ستر ارمان د پوره کولو لپاره ښاغلي محمد اشرف غني یو ځل بیا غواړي چې د سولې لپاره نوي پلاوي اعلان کړي، خو دابه داسې پلاوي نه وي لکه د تېر په څېر چې خبرې یې د حکومت او ولس پر وړاندې ګونګې واوسي. دا ځل غواړي چې یو داسې ټیم جوړ کړي چې د هیواد دننه او له هیواده بهر مشهورې او نوم وتې  څېرې په کې وي. ولسمشر غني وايي له مودو پس افغانانو ته د سولې راوستلو زمینه برابره شوې ده، نه پرېږدو چې یو ځل بیا مو دغه چانس له لاسه لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي ښاغلي زلمي خلیل زاد هم له افغان حکومته غوښتل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو ځانګړی مشورتي پلاوي ټیم جوړ کړي چې د افغان ولس په غوښتنه وي او د طالب له مشرانو سره مخامخ خبرو ته کیني او خپلې ستونزې دواړه خواوې افغان حکومت او طالب استازي سره روښانه کړي. او د حل لپاره یې یوه داسې لاره غوره کړي چې په هغه کې د دواړو خواو خېر نغښتی وي.

 طالبان په خوله  د سولې نارې وهي، خو له  زړه يې یوازې خدای پوهیږي چې دوی بیا څه غواړي که چېرته په واقیعت سره سوله غواړي، نو ولې له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کوي او له امریکا سره د افغان سولې په تړاو خبرو ته چمتو دي. طالبانو په دې کار سره افغان حکومت او ګاوندي هیوادونه هم حیران کړي دي چې طالبان جنګ له افغانانو سره کوي او سوله له امریکا سره.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا طالبانو ته وايي که سوله د خبرو له لارې غواړئ نو راشئ له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړئ خپل وړاندیزونه ورته په روښانه ډول ووايئ، افغان حکومت به هم ستاسو وړاندیزونه بې له کومه شرطه ومني. او که چېرته سوله د خبرو له لارې نه غواړئ بیا نو افغان حکومت اړ دې چې د توپک په زور تاسو سولې ته مجبوره کړي. او یا هم له کومې بلې لارې لاس په کار شي.

ولسمشر وایي سوله مو بې قید او شرطه ده، خو د مذاکراتو لپاره خپل شرایط لرو او همدارنګه یې طالبانو ته بار بار بلنه ورکړې، چې که دوی واقعاً سولې ته ژمن وي، نو له بهرنیو هیوادونو دې تېر شي، د افغانستان په داخل او هر ولایت کې چې غواړي، حکومت به دفتر او امنیت ورکړي او همدلته دې د سولې مذاکرات وکړي، خو طالبان لا هم په دې اړه مثبت او یا منفي ځواب نه دی ویلی، مګر تر هغو چې طالبان له دولت سره خبرې ونه کړي، نو سوله بې مانا ده. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply