افغانستان پر پل صراط تېرېږي

0 694

په تېرو څلوېښتو کلونو کې افغانستان په وار وار له پېچلو ننګونو او خوندورو فرصتونو سره مخامخ شوی. د وروستیو څلور لسیزو تاریخ ته په کتو ښکاري چې نه یوازې پر ننګونو لاس بری نه دی ترلاسه شوی، بلکې د څو نا کاره سیاستوالو او مشرانو له کبله ان فرصتونه هم افغانانو ته په چیلنجونو بدل کړي دي، خو یو څه چې دغه ملت نړۍ ته ښوولي هغه له پرله‌پسې ناورینونو ته د دې ملت درېدا او ترې وروسته راتلونکي ته د دغه پولادي ملت هیله ده.
افغانستان په تېرو ۲۰۰ کلونو کې تل د سیاسي مشرانو یا واکمنو په لاس له کړکېچ سره مخامخ شوی او د ورانونکو جګړو کندې ته ور ټېل وهل شوی. په تېرو ۲ پېړیو کې ملت هر څه په پټه خوله زغملي او سیاستوالو یې د خپل طبېعت پر اساس ان د خاورې د بایللو په څېر پریکړې کړې دي. په دغه ټوله موده کې د واکمنو او واک ته د تږيو مشرانو تصور د دې سبب شوی چې افغانستان داسې ناورینونو ته ور ټېل‌ وهي چې دوی ورته ډېر ساده فکر کړی وي.
که لیرې ولاړ نه‌شو او د سردار داودخان پر ضد د شوروي پلوو خلقي او پرچمي مشرانو تصور ته نظر وشي د هغوی منطق او عقل د کودتاه په اړه د څو ورځني اړو دوړ د پېښېدو او بېرته د ژر کرارېدو ترکچې و او کله به یې هم په ذهن کې دا نه وي تېره شوې چې له تاریخي اړخه دغه په کړکېچونو کې را خوځېدلای هېواد به دومره لویې جګړې ته ور دننه کړي.
تر هغه وروسته شوروي مشرانو هم پر افغانستان د خپل یرغل لس کلن چورت نه و وهلی. هغوی فکر کاوو چې د څو اوونیو دننه به په کابل کې د خپلې خوښې واکمني را منځ ته او بېرته به پښې سپکې کړي. د هغوی موخه په نړیوال سټیج کې امریکا سره ډغرې وهي، خو په افغانستان کې کېوتل.
دا ډول مجاهدینو هم دا تصور نه کاوو چې د دوی سپېڅلې جګړه به دومره اوږدېږي چې له کبله به یې په میلیونونو افغانان د تل لپاره دربدره کېږي، د ډاکټر نجیب الله له واکمني وروسته رباني او حکمتیار هم فکر نه کاوو چې افغانستان کې به د دوی او څو نورو مشرانو د سرټمبګي له کبله جګړه تر ۴ کلونو اوړي او افغانستان به په کباړخانې بدلېږي او بالاخره به پر طالب ور اوړي. طالبانو هم له را پورته کېدو سره تصور نه کاوو چې د دوی کیسه به د کابل تر نیولو، د القاعدې تر ملګرتیا او د امریکا تر دوښمني رسېږي. په دوی کې هم د یوه ملا عمر د فتواوو له کبله افغانستان داسې سوړې ته سیخ شو چې د بېرته را ایستلو لپاره یې امریکا را ودانګل.
په امریکا کې بوش هم داسې تصور نه کاوو چې د ده د یوه تصمیم له کبله به امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه تجربه کوي او تر یو میلیون ډېر امریکايان به د افغانستان په غرو او رغو کې ټوپک په لاس یوه نا مالومه جګړه کوي. د بوش او څو یارانو تصور یې دا وو چې په څو اوونیو کې به له افغانستانه د القاعدې او طالبانو کمبله ور ټوله او د خپلې خوښې غربي ډیموکراسي به د اسیا په زړه کې پلې کړي. بوش که په دې پوهیدای چې یوه ورځ به د ده نږدې یار خلیلزاد له دغو دوړه شویو طالبانو سره په دوحه کې د سریښو له دې ډنډه د امریکایانو په وتلو چڼې وهي، کېدای شي کله یې هم دومره جرات نه وای کړی.
خو پر دې هېواد د څو مشرانو له لاسه له هر راغلي توفان وروسته ملت بېرته په خپله خاوره ګونډه وهلې او د سبا په هیله یې هغه او دغه ته د مرستې په پار لاس ور اوږد کړی چې ډېر کله مقابل لوري په بېخ کې ترې غوڅ کړی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان یو ځل بیا په صراط روان دی، مشران او کشران یې په خپل راتلونکي له هر کس او ناکس سره ډغرې وهي او د خپلو ګټو لپاره هر زهرجن مار ته کاڼي ور غورځوي. د خپلې بقا په جګړه کې بوخت افغانستان دا ځل د داسې ځوانانو لاس ته ور غورځېدلی چې خپلې او پردۍ ګټې هره ورځ په هره وړه او لویه معامله کې تلي او د وړاندې تګ لپاره خپل تګلوری ټاکي. سره له دې چې د سولې په نوم یوه پټه لوبه د افغانستان په برخلیک روانه ده چې هیله ده ټولو ته په خیر وي، خو په کور دننه او بهر اوس افغان ځوانان په یوه داسې تبلیغاتي او سیاسي جبهه کې د خپل نظام د بقا په ننګه را دنګ شوي چې هم یې پکې خپل عزت خوندي وي او پردۍ تپل شوې جګړه پای ته ورسېږي.
له څلوېښت کلنې جګړې وروسته کېدای شي په سیاسي ننګونو کې را ګیر افغانستان ته دا وروستی فرصت وي چې د داسې روغې په نوم رامخې ته شوی چې له سیاستوالو او مشرانو یې د پخوا خلاف ډېره ځیرکتیا او له کشرانو یې یووالی غواړي چې لا هم پکې شګې موجودې دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply