د ښاغلي غني، سياستوالو او مخالفينو د پام وړ

0 506

د ښاغلي غني، سياستوالو ومخالفينو (طالبانو+حقانيانو) د پام وړ :

له تاريخي پلوه افغانستان د جرګو و مرکو ټاټوبی دی

په تاريخي، سياسي – اسلامي و اخلاقي لحاظ له هېواده بهر غونډې ګټه نه کوي

د کعبې له دخوله راواخله، تر راولپينډۍ وپېښور ان تر بُن پورې يو هم موږ ته سمه ګټه نه ده کړې

د قطر غونډه کې به د افغان حکومت حيثيت څه وي؟

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي حيثيت به د مسکو غونډې په څېر هلته څه وي؟ طالب ولې پخپله مورنۍ چرګۍ شرميږي؟

سيد حسين پاچا

وما ينفع الأصل من هاشم إذا كانت النفس من باهله

وړانديز :

ښه به دا وي چې خپلمنځي مخامخ خبرې ولو که په هره کچه وي د هېواد په پلازمينه ((کابل)) او يا په لوی کندهار، بلخ، هرات او ننګرهار کې تر سره شي.

تر هر څه موږ ته لږ مخکې خپلو ګرېوانونو ته سر ښکته کول او لږ سوچ په کار دی چې تېر ته په کتو له تاريخي وسياسي پلوه بهرني لاسپوڅيو حکومتونو موږ ته ګټه نه ده کړې. له تاريخي – سياسي واخلاقي پلوه دا به موږ او زموږ راتلونکو نسلونو ته د شرم او پېغور خبره وي چې افغانان دومره ناپوه او سرتمبه قوم دی چې پخپلو کې سره نه شول جوړېدلای.

سمه ده چې قطر، ازبکستان، ترکمنستان او داسې نور زموږ نژدې او سيمه ييز اسلامي ګاونډيان دي، خو دا به زموږ لپاره چې زموږ نوی او نوي راتلونکي نسلونه چې زده کړه ترلاسه کوي دا قضاوت به بيا پر تاسې کوي چې زموږ مشران نااهله ول.

قرآني – تاريخي سپړنه :

حتی اذا اتيا اهل قرية استطعما اهلها فابوا ان يضيّفوهما فوجد فيها جداراً يريد ان ينقض فاقامه

له موسی عليه الصلاة والسلام له وخته تر محمد رسول الله پورې چې ډېر زماني واټن يې ترمينځ شته يا په بله مانا واقعه (پېښه) کله شوې وه او سُراغ يې څه وخت راووت؟ يا په نورو روښانه ټکو قرآن دلته تاريخ راسپړلی دی چې بيا هغه ولس (ټولنې) د ځان لپاره له تاريخي – کلتوري پلوه شرم ګڼه، نو ځکه يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او له دواړو راشده خليفه ګانو نه د بدلون غوښتنه وکړه، خو هغوی دا کار ونه کړ او د نه مېلمه پالنې تور داغ ورته تر قيامته پاتې شو.

دا چې له تاريخي پلوه ويل کيږي چې افغانان باتور او مېلمه پال دي، نو زموږ هغه باتوري دا شوه چې کله په راولپينډۍ وپېښور، کله په بُن، کله په چين، کله په مسکو، کله يوځای او کله بل ځای آخوا ودېخوا ځغلو او اوس مو قطر ته خپلې ټولې هيلې غوټې کړي دي. سراج الدين حقاني دې يې ايمانًا ووايی چې آی ايس آی څو ځله له غوږه نيولی او له آغلې کلينټن سره يې يوځای او بل ځای خبرو ته کېنولی؟

ولس پر جهاديانو او طالبانو حساب نه کوي، بلکې پر خپل وياړلي تاريخ او ولسمشر غني يې کوي چې د تاريخ او د کلتور دغه ټکي ته خيال وساتي چې خدای مه کړه ستره نه بښونکې تاريخي واخلاقي بدنامي موږ او زموږ راتلونکيو نويو نسلونو ته د يو پېغور او تور داغ په توګه پاتې شي.

زه د عربو مخالف نه يم، خو له بده مرغه عرب خپله دغسې يو بده مرغه ټولنه ده چې دوی لا تر اوسه د خپلې ټولنې د ورپېښو سترو ننګونو سره لاس وګرېوان دي او د وتلو چل يې نه ده زده، نو موږ ته به ترې څه ګټه ترلاسه شي؟ نن عربي او اسلامي نړۍ دواړه له سترو ننګونو سره مخ ده او له حل يې ناتوانه دي، نو موږ ته به ترې څه د خير تمه ورسيږي؟

په ايمان وصداقت به يې سره ووايو چې موږ پر دې وياړو چې موږ امپراتوريو ته ماتې ورکړې، خو نن د رب العالمين د هغه سترې سپارښتنې لپاره چې ((والصلح خير)) يعنې سوله ښه ده سره نه جوړيږو. کله را کې پنجاب پړی اچولی وي، کله را کې امريکا پړی اچولی وي، کله روسانو، کله عربانو، کله يو چا او کله بل چا او د ړندې بېشعوره رمې په څېر د تمې په هيله هغه او دغه لوري ته مخته کړي يو. څوک ځانته ديموکراتان، روڼ اندي، څوک ځانته مسلمانان، جهاديان، طالبان، حقانيان او پرښتې وای، څوک يو څه او څوک بل څه، خو منحيث يو افغان ومسلمان را کې دومره احساس پيدا نه شو چې تر څو به د نورو لپاره جنګيږو او ولې به يو بل وژنو. موږ له چا بدتر يو؟

دا نړۍ به څه وايی چې افغانان څومره ناپوه خلک دي چې د بل لپاره په کلونو کلونو جنګيږي، خو خپلو کې سره نه شي جوړېډای. که منصفانه يې سره ووايو چې که رب العالمين د نياو عدالت (محشر) پر ورځ له موږ ټولو وپوښتي چې تاسې څه کول؟ او ولې جوړ نه راتلئ، نو ځواب به مو څه وي؟ يو بل به بيا هم سره ملامتوو او کنه لوری لودن به رانه ورک وي.

زه پر ملا عبدالغني وملا هبت الله او نورو اړوندانو يې لکه مولوي عبدالسلام ضعيف، سيد اکبر اغا هم غږ کوم چې تاسې لږ وړاندې و وروسته خپل وياړلي وسپېڅلي تاريخ ته هم پام وکړئ او لږ ځانونه خپلو ضميرونو ته هم مسوول وګڼئ چې ولې له حکومت سره خبرې نه کوئ؟

  • که حکومت لاسپوڅی دی، نو تاسې هم بري الذمه نه ياست.
    • ايا مشر ملا صاحب ملا محمد عمر د قرآني احکامو په رڼا کې د ((الذين يتعبون الرسول النبی الامی الذی يجدونه مکتوبًا عندهم فی التوراة والانجيل)) حکم رانغاړي که څنګه؟
  • قرآني مزاحمت يې له صحي وعلمي پلوه بله ستونزه
  • له اکاډميک پلوه همدا اوس په تاسې کې څوک د ښاغلي غني سيال نشته. اعتبار مو پر نړيواله کچه هم زيانمن دی او نه ولس درباندې هغسې باور لري. او نه به ځوان نسل بيا د امر بالمعروف ونهی عن المنکر رئيس د ترابي متروکو زړه ښه کړي.

يوازې ږيرې، پګړۍ، رانجه (کحل/سرمه) او مسواکونه به د ننني نظام او د نننۍ زمانې غوښتنو ته بسنه نه کوي. سياسي پوهاوی مو کمزوری دی او لا تر ننه د بل چا په غوجله کې پراته ياست. تاسې خو لږ ځانته سوچ وکړئ چې همدا اوس مو د غوجلو والا پخپلو ځانګړو نظامي الوتکو کې د خپلو خاصو نظامي کسانو سره آخوا ودېخوا ګرځوي، نو تاسې پر څه وياړئ چې موږ خپلواک يو؟

زموږ خپله خاوره د څښتن تعالی له لورې د جنت يوه ټوټه ده، خو که پر قدر (درناوی) يې پوه شو او دا درناوی يې هلته کيږي چې موږ پخپلو کې د ګران هېواد په دننه کې په خپلواکه توګه مخ پر مخ سره پر يو ټغر راټول شو او له يو بل سره په خلاص مټ او ورين تندي پاکې ورغنده خبرې وکړو نه د تړلو دروازو تر شا د بل په غولي کې ولو که مسلمان هم وي، خو هغسې درنښت او خوږلني به پکې نه وي، لکه څومره چې پخپله خاوره کې وي. خپله خاوره خپله مور ده او موږ هېڅکله خپل بچيان له ځانه نه شړي او نه ورسره بد سلوک کوي. ايمانًا موږ ته دا څومره د شرم خبره ده چې زموږ د شپاړس ورځو کوړکی د بل چا په ټوکرۍ کې داسې ترسره شو چې هېڅ پوی پرې نه شو چې هغه رالاندې اېښوول شوې خوسا شوې او که څه چل پرې وشو؟

دا به له تاريخي پلوه موږ ته څومره ښه وي چې موږ په ستر کندهار، هرات، بلخ، غزني او ننګرهار کې سره راټول شو چې دا هر يو يې ځانته ځانته وياړ وتاريخ لري.

کندهار د ميرويس خان او تر واکمن احمد شاه بابا ټاټوبی، بلخ ام البلاد (د تمدن ځانګو)، ننګرهار د سولې کور او د هېواد وروستي سياسي خپلواکۍ اتل وغازي امان الله خان ارامګاه، غزنی د اسلامي تمدن د ستر واکمن سلطان محمد غزنوي ټاټوبی ان تر دې چې په غزوة الهند کې ځينې دغسې تاريخي واقعيتونو ته اشاره هم شوې. همداسې هرات او غور درواخله چې له تاريخي پلوه هر ځانته جلا جلا يو وياړ لري ولې سره نه راټوليږو؟ څه خبره ده؟ ايا راولپينډۍ ښه ده که زموږ خپله خاوره؟ ان تر دې چې نننی ځينې جعلي نوی اتومي ځواک چې د خپلو ميزايلو لپاره يې هم زموږ د نېکونو نومونه غلا کړي. دا ځکه چې دوی ځانته خپل تاريخ نه لري، خو نن موږ سپينې پګړۍ او تورې بمبل ګيرې والا پر دې وياړو چې لا پخپلو ځانګړو نظامي الوتکو کې مو د خپلو نظاميانو سره يوځای وبل ځای ښکته پورته کوي. کله مو پر تهران پلوري، کله مو پر بېجنګ پلوري، کله پر مسکو، کله پر عرب، کله پر غرب، کله پر يو چا او کله پر بل چا؟ ان تر دې چې وسه يې ورسيږي سبا ته به مو پر هند هم وپلوري.

ايا دا به موږ ټولو ته له تاريخي، اسلامي، کلتوري واخلاقي پلوه ښه نه وي چې د قطر او يوځای و بل ځای پر ځای په دارالامان د د خپلواکی د ستر غازي واتل په هغه ستره تاريخي نړل شوې ماڼۍ کې چې د رغونې په حال کې ده او ژر د خپلواکۍ د سلمې په نمانځنه کې بيرته رانيستل شي سره راټول او يو بل پر همدغه ورځ سره وبښو او يو بل ته د مينې لاسونه ورکړو؟ ايا دا توان نه لرو؟

موږ خو ډېر غني کلتور او وياړلی تاريخ لرو، نو ولې نن دومره ناتوانه يو چې پخپل کور سره نه شو داټولېدای؟ ايا توان د راټولېدو او يوځای کېدو توان راکې نشته؟ چل يې نه راځي او که نور څوک مو نه پرېږدي؟ هغه بايد روښانه کړو چې ولې مو سره خپلو کې ناستې ته نه پرېږدي؟

هيله :

زما داسې تمه او هيله افغان ولسمشر ته شته چې هغه به په خير سره دغه خپل پينځه زره کلن تاريخ ته د نورو جهاديانو پر پرتله يو ګټور پرېوځي او لله الحمد داسې يو روحي (رواني) ډاډ او سکون راته تر سترګو کيږي چې د خپل درايت او پوهې له برکته به زموږ دغه څلوېښت کلن د پرديو له لورې راتپل شوي جنګ ته د پای ټکی کښېږدي، خو چې موږ ټول په اخلاص وصداقت ملا وروتړو.

تر ډېره حده هغه پخپل کار کې بريالی شوی او داسې روحي (رواني) سکون (ډاډ) شمال ((انی لاجد ريح يوسف لو لا ان تفندون))، خو زموږ ناپوه او جنګسالار ټوپکماران که له خپلو شخصي غوښتنو تېر او پر ملي ګټو تمرکز وکړي، نو له شک پرته چې غني به ډېر ژر مخته ولاړ شي او د اغيارو هغه ټول طلسمونه او تذويرونه يې چې د مذهب او هره بڼه رامخته کړي وشلوي او د شلېدو په حال کې دي.

دا به طالب ته له تاريخي – اخلاقي وايماني پلوه تور داغ پاتې شي چې د شپاړس ورځو شاربلو هګيو پته يې ونه لګېده چې څه شوې او چا له ځان سره يووړې؟ دا چې طالب د ګډو استخباراتو په پايله کې مينځته راغلی وو، نو همغسې وشول چې د کوچو شيره يې هوا پر هوا استخباراتو له ځان سره يووړله او د ضمانت غوښتنه يې له هغه چا وکړه چې د خپل بېساري تيري (اشغال) له امله يې يونيم ميليون شهيدان او له دوه ميليونو زيات معيوب راته په ميراث پرېښي دي او پايله يې دا شوه چې زموږ د جهاديانو له لورې تش پر دې وبښل شول چې ((نننۍ روسيه د پخواني شوروي اتحاد وارث نه دی)). مانا دا چې د خپل تاوان ((غرامت)) له هغې حقوقي دعوې هم ورتېر شول، نو طالب به هم د جهاديانو غوندې د تضمين په بدل کې هم ورتيريږي او داسې نورې خبرې به يې هم مني. مجبور دي چې د تهران وبېجنګ او نورو ته هم يو څه ومني او هم به امريکا وناټو ته. هماغه متل دی چې :

هغه رنځور دې خدای ورک کړي چې د روغ ورسره ښه ونه شي.

يا دا چې :

نعم الامير علی باب الامير

بئس الفقير علی باب الامير

يا دا :

د منت دارو چې ومرم نه يې غواړم

ما رحمان لره درمان د مسيحا

د قطر، مسکو او داسې نورو ځايونو نه به راته دا خپله خاوره زر ځله ښه وي چې پکې سره راټول او د خپلو ستونزو حل ولټوو. هغه درنښت وعزت چې څښتن تعالی پخپله خاوره کې اچولی هغه بل هېچېرې نشته.

په درنښت

سيد حسين پاچا

خلیلزاد: ټول افغانان دې دوحه کې خبرو ته سره کېني

https://www.bbc.com/pashto/47786823

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply