په هغه ناشناس چلیپا، دا درواخلئ!

0 622

عبدالرووف لیوال_

د پښتوژبه یوه داسې بډایه ژبه ده چې د موسیقی په لحاظ په هرسرګم ، هر راګ ،هره انتره ، هره آستایی ، هرسُراوهر(لی) کې داسې خوندوره نښلی چې یوه ژبه هم دومره په ګرامری ښکلی عروض کې نشی تلل کیدای ،او په مناسب اندازکې نشی ویل کیدای په دې هکله شاعروایی :

ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه ده  +  وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

پورته ښیګڼې لامل شوې چې اوس ډیری دری ژبې سندربولان لکه آریانا سعید د خپل شهرت په خاطر پښتو سندرو ته مخه کړې او په خوند یې وایی ، د دې سندرو ویل د (سیاه سنګ) غوندې کسانو د رخې او حسد لامل وګرځیده ، هماغه وو چې د ناشناس له زړښت او د هغه د ککرۍ د مغزو د فلج نه په ګټه پورته کولو سره ، د پټې خزانې په تاریخي سپیڅلی ژبګړ مانیفست باندې یې ناجایزه برید وکړ ، سره له دې چې دا متعصب او حسود خلک دپښتو ژبې په هکله هر څه وایی ، خوحمزه بابا بیا داسې ځواب ورکوی .

اغیار خو وايي د دوزخ ژبه ده زه به جنت ته له پښتو سره ځم .     اوبل شاعر:

آدم، هوا سره پښتو ویله.
خدای له موسی سره پښتو ویله.
عېسی امت ته په خطاب کې وویل.
مریم له ما سره پښتو ویله.
یوسف د مصر د عزیز ماڼۍ کې.
له زلیخا سره پښتو ویله.
د خپل آیین د خپریدو په خاطر.

زردشت، یما سره پښتو ویله.

په هرصورت دخدای کړه دی او د بنده ورته کاته دی د دې ژبې پورته ځانګړتیاوو بل ناشناس هم زیږولی ، چې په خپل هنر کې له لومړی ناشناس نه که پورته نه دی، نو ترې کم هم نه دي ، چې په لنډه توګه به یې در وپیژنو:

حیات کاکړ چې په ۱۳۲۴کال په کندهار ښار کې وزیږید – وروسته یې کورنۍ کابل ښار ته راغله ، لومړنئ ښوونځی یې دامیردوست محمد خان په ښوونځي کې سرته ورساوه اووروسته یې تر نهم ټولګی د حبیبیې عالی لیسه وویله او بیا یې هم له حربی ښوونځی نه په اعلی درجه بریالی او د امریکې د متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې یې د کوینزعسکری کالج ولوست بیاهم هوایی اکاډمۍ ته د زده کړو لپاره ورغی او د الوتکو د انجن په برخه کې دا اکاډمۍ پای ته ورسوله او بیرته افغانستان ته راستون شو ، دلته په افغانستان کې حالات بدل شوی و او د هغه په طبعیت برابرنه وو، نو بیرته امریکې ته ولاړ او د لاس انجلس په هوايي ډگر کې دنده ترلاسه کړه . د سترو الوتکو بوینګ دي ، سي ، تن  په ماشین ېې کار کاوه . هلته ېې يوولس کاله کاروکړ . وروسته یې شخصی آزاد شغل پيل کړ. د ايټالوي خوراکونو رستوران ېې پرانست . اوس تقاعد شوى دى او کار نه کوي ، خو له موسيقي سره سروکار لري او سندرې هم وايي . د ده د يوې سندري مطلع داسې ده :

د یاغی مرغه وزر وم ، خواوس نه یم     +   دژیړی مازیګرغروم ، خواوس نه یم

 له کوچنيوالي ېې له موسيقي سره مينه درلوده. د ناشناس سندرې ېې زياتې خوښيدې . اوله همدې کبله دناشناس د(بی بی رادو جان ) سندره یې داسې ویلی چې څوک یې په آسانه دغږتوپیر نه شی کولی ،  په بله سندره کې داسې وایی  :

یوه شپه به داسې راشی چې په خیال به دې اوریږم

له لیمو به دې خوب تښی،  هرنفس به دې یادیږم

هغه د امريکا غږ راډیو سره همکاري لرله او د ( ازهرچمن سمنې ) خپرونه ېې چلوله . ديارلس سي ډي گان ېې جوړکړي چې درې  یې (ډي وي ډي) دی . واده ېې کړى ، درې زامن اودوې لوڼې هم لري .

د ډیرخوند لپاره اودا چې دوهم ناشناس ښه وپيژنئ نو(یوټیوب) ته مراجعه وکړی!

عبدالرووف لیوال.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply