ستاسی تحلیل به پدې اړه څه وي ؟

0 449

پوهنمل حاجي محمد نوزادی

         د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازی پیري مایادون د اپریل په ۱۸ نیټه دستراتیژیکو څیړنو په مرکز کي اولسمشرۍ ته د ځینو نوماندانو د وړاندیز په ځواب کي وویل : موږ له دې منطق سره موافق نه یوو چې په راتلونکي میاشت کي د اشرف غنی ددورې د پوره کیدو سره سم یو مؤقت حکومت جوړ شي ځکه چې داسې حکومت به ادارې د بې یقینۍ په سمندر کې ډوبې کړي .

        ده دا هم و ویل چې د ولسمشرۍ انتخابات دې د سولې له پروسې سره نه تړل کېږي اوزیاته یې کړه : «که انتخابات نه وي باید پر سولې خبرې وکړو، او که د سولې پروسه نه وي باید پر انتخاباتو خبرې وکړو» .

        ښایي دا به یوه دیپلوماتیکه ژبه وي چي یوازي دیپلوماتانو ته د پوهیدو وړ وي . خو :

       ماته خو ددي خبري له تحلیل نه داسي ښکاری چي که د سولی پروسه پر مخ شړو ، بیا نو د راتلونکو ټولټاکنو خبره ګلجانۍ ده . که رښتیا هم دا خبره ګلجانۍ شوه او د خدای په غوښتنه د سولي لمر را وخوت ، بیا نو د انتخابي اداري بدیل بیله مؤقت حکومت نه بل څه کیدای شي ؟ ستاسي نظر ؟

پای .

ډنمارک ــ ۱۹ / ۴ / ۲۰۱۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply