د ژبې سوچه کول / ډاکتر ماخان شینواری

0 949

زموږ پښتنولیکوالواو ژبپوهانو کې دا درې موضوعګانې په ډېره مینه د لیکنو اوویلو سرټکي ګرځیدلي، چې غواړم زه یې همدا اوس د خبروله پاره رامنځ ته کړم.

لومړی: ژبه سوچه کیدنه .

دویم: ژبه معیاري کیدنه.

دریم: ژبه پوهنیزه کیدنه .

لومړي ته: ژبه سوچه کېدا یا کیدنه.

د نړۍ ژبې چې منځ ته راغلي، ټولې د اړتیاوپه بنسټ دي. غبرګې منځ ته راغلي اوله دې امله ټولې ژبې سوچه دي او د هرې ژبې وی په بلې ژبې کې انډول وی لري.

د ژبې سوچه کیدنې څخه به موخه دا وي، چې ګوندې موږ ټولې لیکنې باید په پښتو وکړی شو. دا کیدی شي، ځکه چې زموږد پښتو منځپانګه – لکه د بلې هرې ژبې هم-  له پیداېښته پوره ده.

د ژبې سوچه کیدا نو څه دي؟

دا نور بل څه نه دې پرته له دې، چې ټولې پوهنې باید په پښتو ولیکلی شو، دا په دې مانا چې ژبه باید پوهنیزه شي.

ژبه په هغه وخت کې پوهنیزه ده، چې داسې لږ تر لږه دا  لومړنیو ستونځو ته اوبی (ستونځوبی ) پیداشي.

یادونه: ګومان مې دۍ، چې زموږزیات کسان به د لومړي ځل له پاره د ،،ستونځوبي،، سره مخامخ شوي وي او دا د مشکلاتو- یا ستونځو حل، له پاره موږ نه پیدا کوو، یعنې ما هم نه دۍ پیدا کړی، زما ورته پام شوی، چې دا مو په ژبه کې شته.

لکه: ملګوبی، ګوړوبی، خړوبی او نور

موږ په پښتوکې – دا باید په ډېره خواشینۍ سره ووایم- چې د هغه ساده اړتیاوله پاره هم پوره مسلکې کسان نه لرو، موږ ان  له هغه پیلیزو پوهنو سره له پیله په پښتو څه نه لرو، موږ ان دا د ښوونځي پوهنې مو

لومړی: په پښتو نه دي او

دویم:  موږ چې د ښوونځي له پاره څه لیکلي هغه هم ناسم دي او دا   ناسمې مو هم لا تراوسه نه دي سمې کړي .

ما د شمیرپوهنې یو کتاب لیکلی، چې Ketabton.com  کې خپور دۍ اوله اوم تر۱۲ –م ټولګي پورې مود هر کتاب څخه یوه یوه برخه څیړلې، چې له څومره ناسمونونو ډکه ده. متآسفانه، چې ټول د شمیرپوهنې یا ریاضي کتابونه – چې ما لوستلي ـ همداسې ناسم دي. موږ په نورو برخو کې هم پوره ستونځې لرو.

په پښتو کې څیړنې څنګه شونې دي؟

زموږ ژبپوهانو، چې په پښتوکې یې تراوسه ماستري یا داکتري لروده یا لري او یا یې له دې وروسته لاسته راوړي، دا یې هم له نورو ژبو څخه لاس ته راوړي، دا په دې مانا چې دپښتو د اکادمیکزده کړوله پاره هم د نورو ژبو څخه ګټه پ،رته کوو او او س هم په خپل هیواد کې ورته د جګو زده کړو ادبیات نه لرو.  نو زما په اند که څوک غواړي، په پښتو کې – لکه څنګه په نورو ريښوکې هم- څیړنې وکړي یا لوړې زده کړې، ڼو اړیین دۍ، چې یوه پر مخ تللې دباندنۍ ژبه ښه زده کړي، که په دباندې کې د زده کړې شونتیا نه وي، نوداهڅې دې په کوردننه وکړي.

لکه څنګه موچې هیواد وروسته پاتې دۍ، همداسې مو په ورته ډول ژبه هم وروسته پاتې ده، چې له نږدې شپیته کاله د مخه داسې لږه رسمي سوې( په قانون کې پوره، خو  قانون ته څوک ګوري)، نوکه هر پښتون غواړي څه ولیکي ډېر ښه به وي.

نه ! ډېر اړیین به وي، چې یوه پرمختللې ژبه، چې له ټولو يې انګرېزي ښه ده او پسې روسي، فرانسوي او الماني، زده وي او د خپلې ژبې لپاره ترې کار واخلي.

دا په دې مانا، چې د نصاب له پاره د ښوونځي اوپوهنتون کتابونه سیده له انګریزي او یا دې نورو پرمختللو ژبو را وژباړي، خوهغه ژباړی باید په مسلک اوپه دواړو ژبو ښه واک ولري.

نومونې ( نومه ونې)

نومونه او په ټولیزه توګه – زما په اند-  ژبه څنګه منځ ته راغلي؟

یادونه:

ما نومونه لیکلي، خوموخه دې د ژبې ویونه وي، که دا نومونه، فعلونه، ضمیرونه او یا نور څه وي.

ځنې شیان د هغو د خویونوله لارې راته روښانه کیږي.

موږ ته پوهنه په پښتوکونه ډېره ستونځمنه په دې ده، چې دا پښتو نومونه او ویونه راته ورځني نه دي، لږ ترلږه په پوهنو کې. ځنو پوهنوکې خو نه دا چې دا نومونه ورځني نه دي، په هغې پوهیدل هم ستونځمن دي. زه کله کله، چې د الماني څخه کوم نوم په پښتو ژباړم یا پښتو کوم یا یې نوره هم ښه په پښتوکې یې انډول پیداکوم،  چې پرې پوهیدنه راته ستونځمنه وي، بیا یې انګریزي ګورم اوبیا یې د عربي سره هم پرتله کوم، ګورم، چې دا څنګه وبلل شي یا یې نوره هم ښه انډول یې څه دۍ. نه چې دا څنکه وبلل شي، بلکې چې دا څنکه یا کوم نوم یا وی دۍ، داسې نومونې(ښه به یې داسې نومه ونې ) په تخنیک کې ډېرې مخ ته راځي، ځکه چې د نوروپوهنو د ژبې په څنګ کې په تخنیک کې هم ستونځې لرو.

لنډ:  د ژبې ستونځې او مسلکي ستونځې لرو، چې د شیانو پښتو بلل راته ستونځمن کوي.

د نومونو اوویونو له لارې یو شی یا د شیانوډله یا ښه یې ټولګی یواځني ټاکل کیږي، نه داسې نه ده، یواځنی ټاکلی دۍ اودا ټاکنه زیات وخت د شیانو د خویونوپه بنسټ سرته رسیږي.

موږدلته د بیلګې په توګه نومونه ترڅیړنې لاندې نیسو.

موږ درې ډوله نومونه  اوویونه لرو:

یو: هغه ویونه  او نومونه چې له پیداېښت څخه راسره مل دي.

دوه :

الف: هغه نومونه  اوویونه، چې د هغه څه له پاره مڼخ ته راغلي، چې د هغو د منځ ته راوړونکو نومونوباندې یادیږي، یایې ورته دځانګړي خوي څخه منځ ته راوړل شوي.

ب : هغه نومونه اوویونه، چې د شیانود میندلو له لارې منځ ته راغلي.

درې: هغه نومونه  یا ویونه چې د پوهنې د ودې سره منځ ته راغلي.

و یو ته:

دا پیداېښتي نومونه اوویونه په هره بله ژبه کې خپل انډول په پښتو کې هم لري او باید موږیې ورته پیدا نه کړو. دا  موږ یې په لاندې ډول لږ روښانه کوو:

الف: ټولګیزنومونه اود ټولګیز ویونو له لارې نومه ونې:

۱ – ټولګیز نومونه، چې د ګډو خویونو په بنسټ وي:

لکه انسان، نبات اوداسې نور اویا همدسې تو، سوړ،برګ او نور، دا ډول نومونه او ویونه هره ژبه لري، که په کومه ژبه کې ستونځې ورسره وي، نو د نوروژبوپه مرسته یې د خوي له مخې نومونه پیداکولی شي.

۲ –  ټولګیزنومونه، چې د تودوخۍ درجې اړوند د ګډو خویونو له مخې چې د شیانو ګډ حالت د ځنو خانګړو شرایطو سره په ګوته کوي یا  لنډ: د شیانوفزیکي حالت.

دا شیان په درې ټولګیو وېشل کیږي:

اول: کلک . یعنې د کلکو شیانوټولګی، چې زرې یې سره کلکې نښتې وي، لکه تیږه، یخ،واوره ، که اوبلنه هم وي.

دویم – بهیدوني ( د هغوتنونوټولګی، چې بهیږي یا یې زرې کلکې سره نه وي نښتي) یا بهیدونکي ( دا نوم زموږادیبانوتخریب کړی او اوبلن یې بولې، چې دا د دې ټولګي د یوه شي ( اوبه) خوی دۍ( او هغه هم اوبه نه دي))، لکه اوبه، شیدې …

دا ولي؟

ځکه چې زموږ د دې ناسم نوم ايښوونکي او ناسم وي بلل کووني( که بلونکي؟؟).

لومړی ۱: د دې شیانود ټولګیو په فزیکي خوي نه پوهیدل او

دویم ۱:همداسې دوي نه شوکولی، چې دانومونه له نوروژبو راواخلي، هلته دا پوره روښانه دي اوهرڅوک  پرې پوهیدلی شي.

دریم – تښتیدوني (بخار،غاز ونه او غازډوله):

دا د هغو تنونوټولګه ده، چې زرې یې یوله بله تښتي، لکه د بویولوتنونه یا بخار، غاز او ….

دا نومونه د شیانود  ټولګیو د پیژند له مخې منځ ته راځي.

د دې لپاره چې خبرې اوږدې نه شي، داسې یې را لنډوو:

یو ته: هغه څه چې له پیداېښته ورسره بلد یویا باید بلد وو، هغه په ټولو ژبو کې شته، ځانګړنې به یې ډېرې کمې وي.

دوه اوهمداسې درې ته: غزوم یې نه لنډ: داسې نومونه په ټولو ژبوکې همغه دي اوڅوکورته بل څه نه شي ویلی.

د دې شننه ډېر وخت غواړي اوڅوک ورته سړه سینه هم نه شي لرودی، چېویې لولي، نو دلته به اوس په همدې بسیا وکړو، دویم اودریم ته به راشو:

دویم: ژبه معیاري کونه

معیاري ژبه نوڅه؟

معیاري ژبه باید د کلیوالي ژبې سره توپیرولري، ژبه باید خپل ګرامر ولري اووی کتابونه اود اړتیاوله پاره په معیاري ژبه یا لوړه ژبه اویا اکادمیک ژبه د لوستلو اومرسته اخسالوله پاره پوره پانګه ولري

تراوسه چې په ژبه کې څه شوي، دا ځانله یا یو یوکس کړي اودا هرومرو ډېر کم دي.

لنډ ورځنۍ ژبه یا کلیوالي زپه، چې په هغه ژبه چاپیریال کې، د ټولوینژبې سره په ویلو او لیکلو توپیر لري او لوړه یا معیاري ژبه هغه وي،چې د هغې ژبېټولویونکي پرېلیکنه اولوستنه کوي.

لنډ: معیاري ژبه د هغې ژبې د خلکود پوهې لاس ته راوړنواړتیاوې پوره کوي.

دریم ته: پوهنیزه ژبه هغه ده، چې د اړتیا ټولې پوهنې لکه د مخه موګوته ورته ونیوله پوره کړي. دا داسې بريښي، چې دژبې سوچه کونه اود ژبې معیاري کونه په خټه کې د ژبې پوهنیزه کیدنه ده.

پام:

د ژبې معیاري کیدنه یا کونه باید په دې موخه نه وي، چې یوخیالي – بې له کوم ژبني او سم اندیزدلیل-  څه ژبې ته ورواچوو، چې ګوندې یوڅه خووشو.

لکه:

،، غني د ترمپ د خبرو په غبرګون کې وویل،، یا ،، ….غبرګون وښوده،،. نه پوهیږم، چې ،، په غبرګون کې وویل،، کې به د لیکونکي موخه څه وي، خوماته څه نه وایي. دا به نور کسان ووایي، چې دا یا هغه یا دغه موخه لري. دا چې موخه یې که هرڅه وي، خودا یوه سمه وینا نه ده، چې څوک ترې څه پوه شي.

داچې ژبې سره غبرګې دي اود یوې ژبې اړول په بله ژبه اوس ـ زموږ له پاره – اړتیا ده، باید دا خپلې ژبې انډول په بله ژبه هم په همغه انډول واړولی شو، چې دا مو نو د دې ،، غبرګون،، سره وران کړ.

که د غبرګون په ځای ،، ګړنګون،، هم ولیکو همدا یوډول به ترې پوه شو. نو اوس باید و اندو، چې موخه  به څه یې وي.

وایو: غنې د ترمپ د خبرو په هکله یا مخامخ، او یا په پلوۍ څه وویل یا غنې د ترمپ د خبرو په هکله خپل اندڅرګند کړ.

دا نوڅنګه کیږي؟

دا داسې کیږي، چې د ښوونځي څخه نیولې تر پوهنتون اوله دې وراخوا د هغې ټولنې اړتیاوې پوره کړي، دا په دې مانا، چې ته پوهنیزې څیړنې هم باید په خپله ژبه وکړی شې.

موږلا تراوسه دې ستر کار ته پوره هلې ځلې کول مخ ته لرو، خودا کار د حکومت دۍ او په ځانله یا یو څو کسانو سرته نه شي رسیدلی.

زه دا لیکنه دلته رالنډوم او د نورو خبرو له پاره نورې اړینې لیکنې هم شته چې باید خبرې سره په وکړو، هیله ده چې د تاند درنه پاڼه یا خپرونه به په دې لار کې مرسته وکړي، چې د درناوي وړ.

لاس ته راوړنه: پښتو سوچه کونه، – معیاري کونه او – پوهنیزه کونه همغه پښتو پوهنیزه کونه ده.

ایا دا کار شونی دی؟

پښتو ژبه د نورو ژبو په څیر پوهنیزه کیدی شي، چې پای کې یواځې دوه بیلګې د شمیرپوهنې او فزیک څخه راوړم.

له شمیرپوهنې یا نوره هم ښه له ځمککچپوهنې څخه:

کره، قوس، قطر، وتر، قطعه، قطاع، سطحه، محیط

پښتو یې (خو ورپورې خاندئ مه، دا همداسې دي، که زموږ زړه غواړي اوکه نه):

ګردۍ، لینده، نیمۍ، ټوټه ونې، ټوټه، برخه، هواره، چاپیریال.

له فزیک څخه:

یادونه: دا پښتو نومول یې اړین دې اوکه نه؟

په دې نه غږیږم. موخه دا ده، چې په پښتو کې ورته انډول لرو او که نه.

لومړی: (برېښنا) تړونی

په کوټو کې چې برېښنا څراغ روښانه کوو، نو انګرېزي ورته سویچ  Switch په الماني ورته Schalter وایي، وهو یا کیکاږو. که دا په پښتوکوو یا نوره هم ښه، په پښتوورته انډول لټوو، نو لومړی باید وپوهیږو، چې دا د فزیک له مخې څه دنده لري، د دې نوروژبو موخه به همدا وي اوکه څنګه؟

د فزیک له مخې دا هغه اله ده، چې دوه سیمونه (( برېښنا) وړوني) سره تړي او یا د مړکیدو وخت کې یې سره بیرته بیلوي. پوښتنه دا ده، چې دا که موږ د سویچ په ځای ،،تړونی،، وبولو، نو  موخه ور به نه وي؟

د پورته انګرېزي او الماني ژبو ویونو له پاره انډول همدا ،،تړوني،، دۍ.

دا چې داسې بلل یې ښه کار دۍ او که نه یا په داسې بلنوسره هم انده یوکه نه، په دې باندې خبرې نه کړو، خو دا همداسې دۍ، دا تړونی دۍ اونه بل څه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply