غزل/ ګلرحمن رحماني

0 572

خپل وجود کې وا شي له خپل رنګ او ارادې مخکې
ځينې خلک داسې وي له خپلې زمانې مخکې

بیا بیا رسمومه مات زړګی وچو رېګونو کې
راشي توپانونه دې ساحل ته له څپې مخکې

سپین وېښته د سترو تجربو او هڅو نښه وي
بیا هم راته مه وایه ملګرې د اینې مخکې

ما نو څه لېدلي دا ماڼۍ او د انګړ ګلان
ټول عمر ولاړ یم د تړلې دروازې مخکې

نور د خپل غرور کیسه په بیا بیا درته نه کوم
سوځي مې وزرونه ستا د حسن د ډېوې مخکې

زه خو نور په خدای چې خپلو خلکو ته حیران یمه
سپینې حورې غواړي له سپېڅلې کلمې مخکې

ځم، که پاتې کېږم، خاموشي راته نارې وهي
بیا په ژړا پاتې شوم د لويې هدیرې مخکې

۲۰۱۸، د مارچ ۸مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply