د ځوانانو ستونزې/ نجيب احمد عزيزي

0 1,085

دوی هغه ځواک دی که وروزل شي، وساتل شي ټولې ناخوالې به ختمې کړي، بې‌پامي او یو شمېر ستونزو ځوانان په شا بېولي دي، له وړکتوبه ورته پاملرنه نه ده شوې او احساس یې ور ځبلی دی.
نړۍ ته د ماشوم راتګ ډېري خوښۍ راوړي د هغو لپاره چې روزنې ته یې پام وي، خو اکثره په دې نه پوهېږي چې د څه لپاره ماشوم زېږوي، پیدايښت یې چندانې نه ارزوي. بله کورنۍ د وړو او ځوانانو بدلون نه احساسوي، د دوی له غوښتنو او نوښتونو سره په یوه یو ډول چلند کوي ټولو ته په توندي ځواب ورکوي.
طبعاً که یو ځوان ته د ماشوم په سترګه وګورو له دوی سره پوښتنه پيدا کېږي چې ګواکې اوس هم واړه دي، یا یوه شخصيتي اکتفا او د کار وړتیا نه لري. شونې ده چې جذبه یې مړاوې شي او ځان ته په ټیټه سترګه وګوري، تاسې یې ووینئ کار بې‌خونده او په مړه روحیه کوي.
له وړکتوبه د ماشوم هدف ټاکل او په هغه لوري خوځول مهم دي، همدا رنګه ډېر فعالیتونه کولای شي د دوی د مستقیم ژوند لپاره دلچسپه څانګه او مسلک وټاکي او ورو ورو پټه قوه را ژوندۍ کړي او دلته یې استعداد څرګندېږي چې له هر کار سره ښه بلدتیا پیدا کړي، د دې تر څنګ په هر کار کې یوه نوې لاس ته راوړنه لري او دا توان لرلای شي چې ستونزو ته مخه ښه ووايي.
امنیتي اړخ هم د ځوانانو لپاره لویه او نه زغمونکې ستونزه ده چې زړونه یې له دنیا بېلېږي، جسماً او ذهناً کار ته اماده نه وي، کېدای شي له وړکوالي بې‌هدفه تاثیر پرې غوړېدلی وي. اوس ښارونه او کلي په ورځ تېروونکيو ځوانانو ډک دي چې نه کار شته او نه دوی کوم هدف لري، ټوله ورځ یې خوشې تېره شي، پردیو خویندو ته ګوري، البته دوی په خپله هم پوهېږي چې بې‌ځایه چاره کوي، خو بې‌کاري مجبور کړي.
هغه ځوانان چې ګرځي خو کار نه وي، یو لړ بې‌ځایه بندیزونه هم پرې لګېږي، سپين‌ږیري غواړي د ځوان نوی احساس د ځان په رقم مړاوی کړي.
د ځوان و زاړه غوښتنې ډېر کله نه‌شې سره برابرېدای، هر څه یې د اسمان او ځمکې غوندې توپیر لري، کله چې د هغو تر تاثیر لاندې راغلی وي، ډېر ناوړه فکرونه ورسره مل وي چې تر ډېرو ځایونو یې اړولي وي، اکثره خو لېونیان شوي وي. دا هم ورسره تړلې ده چې نیشو ته مخه کړي او بد اخلاقي ته لاس واچوي یا د نفس په دام کې ونښلي په خودلذتي اخته شي.
هره ستونزه یوه حل‌لاره لري، خو اوس چې ستونزې ډېرې را منځ ته شي، ځور يې دومره زیات وي چې مخه یې نه نیول کېږي…
زموږ د ټولنې لوی فساد دا دی چې شرم هم ګڼل کېږي، تر ډېره خو مور و پلار سترګې پرې پټوي، د تنکیانو اولنۍ ستونزه دا ده چې سر ترې ټکوي.
په دې هکله زموږ په ټولنه کې څوک رګ هم نه‌شې ښورولای، د دوی لپاره دا پېغور او مردارتوب دی، اوس داسې ځوان شته چې خوله چوله کړي؟ هر چا ته د دين له اړخه په کار ده چې د دې پدیدې ساتنه وکړي او هغه وجداني جرم لوی ګواښ دی او وړاندې مو نه پرېږدي. عقیده خو داسې ده چې خدای «ج» حاضر و خبردار دی او باید وګڼل شي، دا مو هم په یاد وي چې د صابر، شاکر… لپاره لوی لوی نعمتونه تیار دي.
ښه به وي چې عقیده جوړه کړو او له بده کاره ځان را وګرځوو، البته مادي ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي. ضرور ده چې ځوان ته مېکانیزم برابر شي او د ناوړتيا مخه یې ډب شي. کله چې ډېری بدني بوختیاوې زیاتې ور وسپارل شي د امکان تر حده ژغورل کېدای شي، په دې ډول د ناسمې جنسي ناانډولي له ښکاره تر ډېره پورې خلاصېږي.
ښه ملګري هم يو بل د دې بلا له شره ژغوري، ځکه هغوی لوړ لوړ هدفونه لري، ورته لګیا وي او په دې کار کې نه ښکېلېږي، مهالوېشونه لري هر څه یې ليسټ کړي وي، ورځنۍ او میاشتنۍ لاسته‌راوړنې شمېري، خپل منزل ته مزل کوي، که هر څومره خنډونه مخ ته ورشي دی لاره ترې غلطوي.
مسلمان ځوان دې په دې هم ډاډه وي چې الهي نعمتونه د دوی لپاره دي، خو استقامت او صبر ته پوره پوره اړتیا شته، ځکه دنیا د ازمويښت او سختیو میدان دی. ځوانان باید سره له ننه په خپل پلان کې ډېرې مطالعې او خپلو کارونو ته اولویت ورکړي. د دوی پرمختګ په خپل لاس دی، تر بل پورې دې يې نه معطله کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply