پاکستاني اوړه

0 645

_ ليکنه : هدايت فريد 

کابو د ماښام اذان ته ۳۵ دقيقې پاتې وې، زه د روژه ماتي لپاره سودا پسې ووتم. سودا مې کوله، ګورم چې خپل جېب ته مې پام شو. جېب کې مې لږې افغانۍ وې، دومره چې د نېمايي سودا سر يې پوره کاوه.
دوکاندار ته مې کړل :
ـ کاکا! افغانۍ راسره خلاصې شوې، د روژه ماتي وخت هم نږدې دى او صرافي هم ليرې ده.
ما سره افغانۍ خلاصې شوې، که دا پاتې روپۍ کلدارې درکړم، څنګه به وي؟
ـ کاکا چې زما رويه او سلوک وليده، نو تندى يې ګونځې نه کړ، په ورين تندي يې روپۍ واخيستې.
ـ باقي روپۍ يې راکړې، ومې شمارلې. چې حساب مې کاوه کاکا کلدارې په نېمه بيه اخيستې وې.
ځان سره مې کړل، هېڅ توپير نه کوي کاکا درسره په ورين تندي سلوک وکړ. خير دى که کلدارې يې په نېمه بيه واخيستې. انسانيت مهم دى!
د معمول مطابق، پيکوړو پسې روان شوم. هلته چې ورسېدم. د پيکوړو ګاډۍ ولاړه وه. ببر سرى سړى، وړه ږيره او د لږو برېتو څښتن باندې مې سلام واچاوه.
ـ د سلام ځواب يې راکړ.
ـ ورته مې وويل، چې پيکوړې کيلو په څو دي؟
ـ ويل يې 120 افغانۍ
ـ ما سره چې يوه افغانۍ هم نه وه، ومې غوښتل چې نېمه کيلو راکړه.
ـ سړي نېمه کيلو پيکوړې وتللې او را يې کړې.
ـ ما جېب ته لاس کړ، پورتنۍ کيسه مې ورته له سره وکړه چې افغانۍ راسره خلاصې شوې، دا کلدارې واخله دې کې دې خپلې روپۍ کټ کړه.
ـ سړى سور و سپين واوښت. برګ برګ يې راوکتل او ډېر په غوسه شو.
ـ ما بيا په عاجزانه ډول عرض وکړ، چې خير دى مه غوسه کېږئ. د روژه ماتي وخت نږدې دى. صرافي ليرې ده، تر څو چې صرافۍ ته ځم، اذان به يې راباندې کړى وي.
غوره به دا وي، چې لږه سړه وخورئ او دا روپۍ واخلئ!
ـ سړى يو ځل بيا وقهرېده، خپلې تللې پيکوړې يې بېرته واخيستې. د ځينو سپکو ـ سپورو ويلو سربېره يې داسې راته وويل :
ـ زما پاکستان نه خوښېږي، ته يې روپۍ راته راکوې. خداى دې پاکستان له کلدارو سره غرق کړي.
ـ زه حيران شوم، چې کيسه څه ده؟ او چېرته يې يوړه؟
ـ کاکا لږ ارامه اوسئ! په دومره وړې خبرې دې موضوع چېرته ورسوله؟ څومره کوښښ مې چې وکړ چې سړى نورمال حالت ته راولم، خو بريالى نه شوم.
ـ د سړي غوسه ثانيه پر ثانيه زياتېده، نورې بدې ـ ردې يې پيل کړې. لاندې مې چې د پيکوړو اوړه وليدل. له خولې مې غير اختياري خندا ووته. پام مې شو ګورم چې د پيکوړو اوړه پاکستاني دي.
ـ اخر مې هم ګوزاره ونه شوه، ورته مې وويل چې :
ـ کاکا! بښنه غواړم، د پيکوړو اوړه دې پاکستاني دي. د پاکستان له غرقېدو به درته دا ښه وي، چې دا اوړه نور ونه کاروئ. خبرو ته مو ګوره او کارونو ته مو!
ـ له دې سره له خپل ځاى راروان شو. برو و بچه!
رمضان است، اعصابم را خراب نکن!
برو که از دستم خراب ميشى
ـ
پيکوړې هملته پر ځاى پاتې شوې، زه نهيلى د خپل اتاق په لور راروان شوم.
ځان سره مې ويل چې :
موږ چې ټولنيز نزاکتونه او عالي سويه اخلاق زده کوو، بسته پېړۍ به لګي.
کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply