نېکمرغي ته د رسېدو لار  ژباړه: عطامحمد میاخېل

0 665

نېکمرغي داسې څه نه ده، چې په یوه فرد پورې تړاو ولري؛ موږ ټول په یوه نه یوه ډول نېکمرغه یو، مګر کېدای شي د دې نېکمرغۍ د درک او لمس له پاره، چې زموږ په بدن کې د ډالۍ په توګه ایښودل شوې ده، تر دې دمه مو هڅه نه ده کړې . که لږ هم له ځان سره رښتیني واوسو او د خپل لید سیمه پراخه کړو، خپل ځان نېکمرغه او خوشاله وګڼو، ځکه په اصل کې نېکمرغه اوسېدل، یوازې یو ښکلی او په زړه پورې حس دی، نو یوازې دومره کافي ده، چې د دې ښکلي حس درک په ځان کې پیدا کړو.
نېکمرغه کسان ځان د خپلې نېکمرغۍ او خوشالۍ لامل ګڼي، ځکه ځان د هغې وړ ګڼي او هغوی په دې باندې ښه پوهېږي، چې انسان د هر ښه کار اراده وکړي، نو د خدای (ج) په مرسته یې ترسره کولای شي. په حقیقت کې انسان د دې توان لري، د خپل فکري ځواک په مرسته د خپل ژوند شرایط په هغه ډول را منځته کړي، کوم چی دی یې غواړي، نو راځي تر هر څه مخکې خپل ځان وپېژنو.
د نېکمرغه کسانو ځانګړتیاوې
نېکمرغه کسان په ښه توګه کولای شي، چې د آرامۍ او نا آرامۍ ترمنځ، د هغه څه ترمنځ چې لري یې او هغه څه چې غوښتنه یې کوي او د امکاناتو او لېوالتیاوو ترمنځ تعادل او توازن وساتي . هغوی نه یوازې د خپلې نېکمرغۍ او خوشالۍ په اړه فکر کوي، بلکې د ژوند کولو په سمو او بنسټیزو اصولو هم ښه پوهېږي او د خپل ژوند له هرې شېبې څخه خوند اخلي، دا چې خوشبین افراد دي، نو له همدې کبله په خپل ژوند کې له ښو او ښایسته پېښو سره مخامخ کېږي، حتا هغوی له ډېرو وړو او کوچنیو موضوعاتو څخه هم خوشاله کېږي او د خوښۍ احساس کوي او له دې بابته منندوی دي، هغوی هېڅکله د موقع په تمه نه کېني.
نېکمرغه کسان په خپلو موخو او امکاناتو کې واقع بین دي، یا له خپلو غوښتنو او تمایلاتو څخه په آسانۍ تېرېږي، یا په ډېرې هڅې او کوښښ سره هغو ته د عمل جامه ور اغوندي او د خپل ایمان او معنوي عقایدو له پاره خپل شتون او هستۍ ته لوړ مفهوم او مانا ور بښي. دا ډول کسان هېڅکله خوش ګذرانه او منزوي نه دي، بلکې په اوس کې او له اوسنیو شرایطو سره ژوند کوي.
هغوی ښو ټولنیزو اړیکو ته ارزښت ورکوي او له همدې امله د دوستانو له ملاتړ څخه برخمن دي او تل په دې باور دي، چې خلک دوی ته ارزښت ورکوي او له دوی سره مینه لري . هغوی هرڅه او هر کس ته په مثبته سترګه ګوري.
نېکمرغه کسان روښانه فکر لرونکي او خوشبینه دي او خپل وجود ته ارزښت ورکوي، دا ځانګړنې تر یوه بریده ارثي دي، البته له منفي احساساتو سره مینه او لېوالتیا هم تر یوه بریده ارثي ده، مګر د نېکمرغۍ د درک وړتیا په هېڅ ډول ارثي نه ده، بلکې په بشپړه توګه یو اکتسابي امر دی.
ځینې کسان یوازې په ځانګړو شرایطو کې لکه : د ډوډۍ خوړلو، له خپلو دوستانو سره د خبرو کولو او د ورزش پرمهال د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي، خو کار ته د تللو، درس لوستلو یا د کور کار د کولو پرمهال کوم ځانګړی احساس نه لري، نو کافي ده، چې دا ډول افراد د کار کولو او یا هم درس لوستلو ته په خپل لید کې بدلون راولي او ځان دې هېڅکله د یادو کارونو په ترسره کولو کې اړ نه ګڼي، بلکې د هغو د ترسره کولو لامل دې خپله شخصي مینه او لېوالتیا وګڼي، ترڅو له کار کولو او درس لوستلو څخه خوند واخلي.
ځینې کسان نېکمرغي یوازې په پیسو او شتو کې ګڼي، په داسې حال کې چې نیم شتمن خلک نېکمرغه نه دي . یوازې پیسې، شته، ښکلا او د لوړو زده کړو سند د نېکمرغۍ سبب نه شي کېدای، بلکې په دې برخه کې ځینې نور عوامل هم اغېزمن رول لري. موږ باید د ژوند له هرې شېبې څخه، چې هره شېبه یې د الله (ج) له لوري ارزښتمنه ډالۍ ده، ګټه پورته کړو او خوند ترې واخلو.
په مهمو او بنسټیزو ټکو باندې فکر کول او په غیر ضروري ټکو باندې نه فکر کول، په چارو کې د آسانتیا سبب ګرځي، چې دا امر د انسان د خوښۍ او خوشالۍ لامل کېږي. دې موضوع ته په پام سره، چې له ټولو خلکو سره اړیکه له یوه ځانګړي لومړیتوب څخه برخمنه ده . انسانان په ډېری مواردو کې، کله چې په ډېرو کې شتون ولري د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي . د یوازېتوب پرمهال د مینې، محبت او دوستۍ څرګندول د خوشالۍ د ترلاسه کولو تر ټولو غوره وسیله ده.
د استعدادونو غوړېدا، شخصي وړتیاوې او له هغو څخه کار اخیستل، له یوې خوا د خوشالۍ او د وړتیاوو د سطحې د لوړېدو لامل کېږي، له بلې خوا ځان ته د ارزښت ورکولو حس پیاوړی کوي، نو تل ځان نېکمرغه وګڼئ او داسې کړنې ترسره کړئ، چې وښایئ نېکمرغه یاستئ.
که چېرې موسکا د شرایطو د بدلون سبب کېږي، نو ولې هغه له ځان او نورو څخه سپموئ ؟ په موسکا کولو سره، مقابل لوري ته له روحیې بښلو څخه مخکې، زموږ د خوشاله ژوند او په ځان باندې د اعتماد سبب ګرځي.
خپله چوپتیا او آرامتیا وساتئ، پوه شئ، چې نېکمرغي هېڅکله تحمیلوونکې نه ده، بلکې هغه باید په خپل وجود کې حس کړو. بښنه وکړئ او پریې ږدئ او د دې دوه خصلتونو په پیاوړتیا کې هڅه وکړئ، ځکه خطا انساني عمل دی او بښنه رحماني عمل او یوازې رحماني افراد بښنه کوي .
نېکمرغۍ ته د رسېدو له پاره لس ټکي
د ټولنیزو چارو کار پوهانو او څېړونکو له څېړنې او ارزونې وروسته د نېکمرغۍ اصلي لارې په ساده ډول په لاندې لس ټکو کې خلاصه کړي دي او په دې باور دي، چې بشپړې نېکمرغۍ ته رسېدل کوم ستونزمن کار نه دی او لاندې ټکو ته په پام سره کولای شو، په زړه پورې او خوږ ژوند ولرو:
۱ ـــ له طبیعت سره مینه ولرئ، ګل او ګیاه وکرئ او په ډېره مینه یې وروزئ.
۲ ـــ د هرې ورځې په پای کې څو ښه کارونو در په یاد کړئ او په هغې سره د خوښۍ احساس وکړئ، البته دا مه هېروئ، چې نه باید دا کار ستاسو د ځان غوښتنې او کبر سبب شي.
۳ ـــ خپل د خوښې وړ دوستانو او خپلوانو سره خبرې وکړئ.
۴ ـــ خپلو پخوانیو او د ماشومتوب دوران دوستانو سره، چې له تاسو سره هم فکره وي او له تاسو سره خوږې خاطرې لري، لږ تر لږه په میاشت کې ورسره یو ځل لیده کاته وکړئ.
۵ ـــ ترڅو چې کولای شئ خوښ واوسئ او په هره موقع کې خوښي مه هېروئ.
۶ ـــ له سیګرټو او مخدره توکو څخه لرې واوسئ، د مېوې له اوبو، سبزیو او حبوباتو څخه ډېره ګټه واخلئ.
۷ ـــ په پاکه هوا کې ورزش وکړئ.
۸ ـــ له خپلو ګاونډویانو، همکارانو او دوستانو سره ښه چلند وکړئ.
۹ ـــ ټلویزیون لږ وګورئ او پرځای یې د کورنۍ له غړو او دوستانو سره خبرې وکړئ او په کارونو کې له یو بل سره مرسته وکړئ.
۱۰ ـــ له ژور خپګان څخه د لرې والي له پاره، هغه کار ترسره کړئ، کوم چې ورسره مینه لرئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply