د غرمې زیات خوب د ځان وژونکې ناروغیو نښه ده

0 1,047

د غرمې خوب یا قیلوله د انسان روغتیا لپاره ګڼ شمېر ګټې لري او په هکله یې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ویناو ترڅنګ یو شمېر روغتیایي څیړنو هم دغه خبره ثابته کړې ده.

خو قیلوله کول یو محدود وخت لري چې په عام ډول له ۲۰ څخه تر نیم ساعت یا زیات نه زیات تر ۴۰ دقیقو پورې دی، په دې سره د انسان بدن د ورځې په اوږدو کې تازه وي او یو وار بیا لکه د سهار په څېر کار ته چمتو کیږي.

ځینې خلک د قیلولې په بانه بیا تر څو ساعتونو د غرمې خوب کوي چې دا د نورو ناروغیو ترڅنګ د «الزایمر» یا هېریدلو په څېر ځان وژونکې ناروغي رامنځته کوي او په انسان کې ددې نښې لا هم زیاتوي.

د کلفورنیا پوهنتون په ترسره شوې څیړنه کې ویل شوي چې په الزایمر ناروغۍ اخته کسانو کې لومړی د دماغو حجرې اغیزمنې کیږي کوم چې د انسان په ویخ او تازه ساتلو کې مرسته کوي، په الزایمر سره انسان د ورځې په اوږدو کې د خوب، سستیا او بوج احساس کوي.

د څیړنې له مخې دغه حجرو ته د یو زیانمن پروټینو (TAU) ټولګی زیان رسوي، خو اوس پوهان تمه لري چې دا څیړنه به د ناروغانو په غوره درملنه کې مرسته وکړي.

په عام ډول د الزایمر ناروغۍ لخوا دماغو ته زیان معلومولو لپاره څو څو کالونه وخت لګیږي، ځکه چې ددې نښې ډيرې کمې موندل کیږي او د ژر نه تشخیصولو پرمهال بیا درمل پر ناروغ اثر هم نه کوي.

له دې وړاندې پوهان په دې نه پوهېدل چې د الزایمر ناروغانو خوب اغیزمن کېدل ددې ناروغۍ ګواښ لوړوي او یا هم دا ددې ناروغۍ پایله وي، خو اوس د امریکا پوهان په دې توانېدلي چې ووایي دا پر ناروغۍ د اخته کېدو پایله ده.

د څیړنې له مخې له الزایمر ناروغۍ څخه د دماغو بېلا بېلې برخې اغیزمنې کیږي چې له کبله یې انسان د خوب، سستیا او بوج احساس کوي، دا نښې د الزایمر ناروغي لا هم زیاتوي.

له دې وړاندې د جاپان پوهانو د یوې څیړنې له مخې ویلي وو چې د غرمې له ۴۰ دقیقو زیات خوب کول د بېلا بېلو ناروغیو لامل کیږي، په دې کې د وینې لوړ فشار، د کولیسترولو زیاتوالی، د ملا شاوخوا اضافي وازګې راټولیدل او د وینې لوړ شکر دي، دغه ناروغۍ د زړه ناروغیو زیاتوالي اصلي عناصر ګڼل کیږي.

په څیړنه کې زیاته شوې چې له څلویښت دقیقو زیاته قیلوله کول په بدن کې د میټابولوکي سنډروم ګواښ هم لوړوي.

د څیړونکو په وینا د غرمې خوب یا قیلوله په نړۍ کې په عام ډول ترسره کیږي، خو هغه څوک چې د ټاکلې مودې څخه زیات خوب کوي په دوی کې د زړه ناروغۍ ګواښ لوړیږي.

دوی وایي چې د قیلولې لپاره د خوب تر ټولو زیاته موده له ۲۰ څخه تر ۴۰ دقیقو ده، که له دې زیات شي د زړه په ناروغۍ کې په پراخه کچه زیاتوالی راځي.

که څوک د غرمې له یو ساعت څخه د زیات خوب عادي وي په دوی کې د زړه او د شکر ناروغۍ ګواښ ۵۰سلنه لوړیږي، ددې سربېره یې پر دماغو بوج او سستیا لا هم وي.

همدا راز په دوی کې د میټابولیزم سیستم ته زیان رسیږي (د میټابولیزم سیستم بدن کې خواړه په ګټه بدلوي)، او د چاغوالي، وینې لوړ فشار او داسې نورې ناروغیو ګواښ هم ۵۰سلنه لوړیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply