که خوب مو نارامه وي دغه کارونه وکړئ!

0 1,022

خوب د انسان په بدن کې د هر نوعې ناروغۍ سره اړیکه لري، که چیرې مو خوب کم یا نارامه وي د یو شمېر نورو ستونزو ښکار کیږئ، ددې لپاره دلته د ښه او ارام خوب لپاره ځینې مهم ټکي وړاندې کوو.

ارامه کیدل

پوهان وایي چې په اوس وخت کې د نارامۍ یو ستر لامل ذهني او نفسي ستړیا او فشار دی، همدې لپاره که غواړئ خوب مو ارامه او غوره شي، لومړی ځان ارامه کړئ، ددې لپاره له خوب وړاندې کتاب ولولئ، چای وڅښئ او یا غسل وکړئ.

توره شپه جوړول

د ښه خوب لپاره په کار دې چې خونه مو ټوله توره تیاره وي، ځکه چې تیاره د خوب هارمونونه خوندي کوي، او دا په بدن کې د بیولوژوکي ساعت مسوولیت ادا کوي.

د نارامۍ پر مهال د خوب بستر پریږدئ

پوهان وایي چې که چیرې نارامه یاست د خوب بستر پریږدئ، بلې خونې یا بهر ولاړ شئ کتاب ولولئ یا په پراخه هوا کې قدم واخلئ.

له خوب وړاندې ځیرک مبایل مه استعمالوئ

د ښه او ارام خوب لپاره د شپې لخوا لږ تر لږه یو ساعت له خوب وړاندې د ځيرک مبایل استعمال پریږدئ، ځکه چې ددې رڼا دماغ راپورته کوي او د انسان خوب تښتوي.

په نهاره خوب او د شپې ناوخته خوراک مه کوئ

پوهان وایي که غواړئ ښه خوب وکړئ نو هیڅکله په نهاره مه ویده کیږئ، لومړی خو په نهاره خوب نه درځي خو که در هم شي نارامه به وي، همدا ډول د شپې له ناوخته خوړو ځان وساتئ، دا د ناروغیو رامنځته کولو سربېره مو د شپې خوب هم نارامه کوي.

پوهان وایي چې د شپې لخوا د خوب خرابوالی آن د شکر ناروغۍ لامل کیږي، دا د انسان د سترګو شاوخوا تورې حلقې رامنځته کوي، همدا ډول د ورځې په اوږدو کې یوه شېبه قیلوله (د غرمې خوب) کول مو هم د شپې لخوا خوب ارامه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply