شاه غازي امان‌الله خان او د افغانستان خپلواکي

0 842

– محمد ګران
امان‌الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب‌الله خان زوی، د امیر عبدالرحمن خان لمسی، د امیر محمدافضل خان کړوسی او د امیر دوست‌محمد خان كودى دى. د امان‌الله خان مور سرور سلطانه بېګم نومېده. سلطانه بېګم د لوی‌ نایب ایشک اقاسي شېردل خان بارکزي لور وه چې له سترې کورنۍ نه ګڼل کېده. کله چې په د فبروري په شلمه په ۱۹۱۹ زېږديز کال کې د ده پلار د لغمان په كله‌گوش کې شهيد شو؛ غازي امان‌الله خان په هغه وخت کې د کابل والي و او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک یې په لاس کې و؛ نو داسې مهال چې د نوموړي تره عنایت‌الله خان په ننګرهار کې و او غوښتل یې چې د خپل ورور ځای ونیسي، ده په کابل کې د خپلې پاچاهي اعلان وکړ.
نوموړي د انګرېزي قواوو پر وړاندې د خپلواکۍ غږ اوچت کړ او افغانستان یې د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر یو ازاد هېواد یاد کړ. غازي امان‌الله خان د کابل په مرادخاني سیمه کې داسې مهال چې پر اس سپور و، خپله تېره توره را واېسته او اعلان یې وکړ چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یو خپلواک هېواد دی.
غازي امان‌الله خان ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبايلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توگه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. ده سمدلاسه د سیمې ځینو هېوادونو ته د افغاني استازیو استولو ترڅنګ خپله کابینه هم جوړه کړه.
اعليحضرت امان‌الله خان دې ته ډېر لېواله و چې هېواد يې پرمختگ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي او په همدې موخه یې د هېواد لپاره ګڼ بنسټیز کارونه هم وکړل. نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ترڅنګ په سیاسي، اقتصادي، پوهنیزې، پراختیایي او نورو برخو کې ګڼ شمېر اقدامات وکړل، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پراخې کړې.
غازي امان‌الله خان د اصلاحاتو په برخه کې ځینې اقدامات وکړل چې تر ټولو مهم یې د قوانینو طرح او تطبیق، د پوهنیز بهیر پراختیا، د لسګونو مجلو او جریدو رامنځته کېدل او خپرېدل، په اقتصادي برخه کې د ګڼو پروژو تطبیق او د نړۍ بازارونو ته د افغاني صنایعو لار پیدا کول او د هېواد په داخل کې د نویو ښارونو جوړېدل شامل وو.
د افغانستان اساسي قانون د شاه غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پر مهال د لویې جرګې له لوري تصویب او تایید شو.
امان‌الله خان د سپېڅلې او پیاوړې ارادې، کلک هوډ، ډېر زغم او تدبیر خاوند و. د وینا ښه مهارت یې درلود او کله به یې چې خبرې کولې، مقابل لوری به یې تر ژورې اغېزې لاندې راوست. نوموړي د مشروطیت غوښتونکیو غورځنګ په فعالیتونو کې هم بشپړه ونډه اخیسته او د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د یاد غورځنګ غړي چې د ده د پلار امیر حبیب‌الله خان له خوا بندیان شوي وو، خوشې کړل، څو د هېواد په رغاونه او نورو پرمختیايي برخو کې ترې ګټه واخلي.
امان‌الله خان يو ځوان هېوادپال شخصيت و چې د افغانستان د سمسورتيا او پرمختيا لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې، خو له بده مرغه چې د پرمختيا او سمسورتيا په لار كې ورته يوه مكار دښمن (انګرېزانو) كمين نيولى و او امان‌الله خان يې په دغه لار وړاندې تگ ته پرېنښود. امان‌الله خان د خپل پلار د مرگ پر اوومه ورځ ملت ته په وينا كې داسې وويل: “اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وكالت په كابل كې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوكلاً او متعصماً پر غاړه اخلم. كله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه كېښوده، ما عهد وكړ چې د افغانستان دولت به لكه د نړۍ نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج كې ازاد او مستقل وي، د افغانستان خلك به د قانون تابع وي، بېگار او نور جبري كارونه به بند وي. دلته به ډېر اصلاحات راځي چې هېواد په نړۍ كې خپل مناسب ځاى ومومي، زه به د “شاورهم فى الامر” پر اساس د هېواد چارې اجرا كوم، تاسې به د خپل دين او هېواد په چارو كې ډېر هوښيار اوسئ او په بيدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بني نوع انسان ته خير او سعادت غواړم.
كله چې اعليحضرت امان‌الله خان انگرېزانو ته د افغانستان خپلواكي اعلان كړه، انگرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه گراوه؛ نو ځكه اعليحضرت اړ شو چې د انگرېزانو پر وړاندې د غزا او جهاد اعلان وكړي. افغان ملت په ډېر وخت كې انگرېزانو ته ماتې وركړه. انگرېزانو چالاكي وكړه، د خپلې شرمېدونكې ماتې د پټولو لپاره يې د سولې خبرې پيل كړې او د افغان غازيانو د لا نورې پرمختيا مخنيوى يې وكړ. د هېواد د فرهنگ د غوړېدا په لړ كې د اعليحضرت امان‌الله خان لومړى گام د امان افغان خپرول و چې لومړۍ گڼه يې د ١٩١٩ زېږيز كال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالهادي داوي په مديريت خپره شوه. دغې خپرونې د خلكو د ذهنونو په روښانولو كې پوره ونډه واخيسته او هېوادوالو ته يې د هېواد د پرمختيا لورى په گوته كړ. د مطبوعاتو په برخه كې بيا وروسته په لسگونو نورې جريدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولايت كې يوې جريدې خپرونې كولې. همدا وخت د ارشادالنسوان په نوم د ښځو يوه خپرونه هم وه. د قانون جوړولو په برخه كې امان‌الله خان د ١٩٢٢ زېږدیز كال د فبروري پر ٢٩مه په جلال‌اباد کې د ملت د ٨٧٢ استازيو په ګډون لویه جرګه جوړه کړه او په ۱۹۲۳ م کال کې یې د افغانستان لومړنی اساسي قانون تصويب كړ.
په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لار ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا نه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونه له سره جوړ شول او په لارو كې د مسافرو د هوساينې لپاره هوټلونه هم جوړ شول.
اعليحضرت افغان زده‌كوونكي د لوړو زده‌كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په‌دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه ابادۍ او سمسورتیا كې برخه واخلي. خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان‌الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږديز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او تر هغې چې بېرته راستېده، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا هم زيات شوي وو. بیا د سقاو زوى هم اړى گړى جوړ كړ. اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږديز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفا وركړه او پر ځاى يې خپل ورور عنایت‌الله پاچا وټاكه. خو د سقاو د زوى په سر كې د پاچاهۍ نېشه وه، ارگ يې کلابند كړ او اعليحضرت عنايت‌الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعليحضرت امان‌الله خان د کندهار له لارې هند او له هغه ځايه بيا ایټالیا ته لاړ. همالته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترگې پټې كړې. اروا يې ښاده. د اعليحضرت د وصيت له مخې، د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال‌اباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنگ خاورو ته وسپارل شو.
د غازي امان‌الله خان له واکمنۍ وروسته د نورو حکومتونو پر مهال د افغانستان خپلواکي چې د غازي امان‌الله خان په تدبیر او مېړانه ترلاسه شوې، په شاندارو مراسمو نمانځل کېده؛ خو د کلونو په تېرېدو سره د حکومتونو په ګډون خلکو دا مهمه او تاریخي ورځ هېره کړې وه او څنګه چې باید ونمانځل شي، نه نمانځل کېده.
له نېکه مرغه ولسمشر محمداشرف غني سږ کال د اتل غازي امان‌الله خان او د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې ته لستوڼي رابډوهلي او په ټول هېواد کې یې بې‌سارې توګه نمانځي. دغه راز د اماني دورې ټولې ودانۍ، جوماتونه او نور تاریخي اثار یې هم بیا جوړ کړل او د تېرو کلونو په پرتله سږ کال دا ورځ د افغانانو په ذهنونو او احساساتو کې انګازې کوي.
اوسنیو حکومتونو ته په‌کار ده چې د هېواد په ټولو برخو کې د غازي امان‌الله خان لار غوره کړي او دا هېواد د هغه مهال په څېر خپلواک، امن، سوکاله، پرمختللی او د پردیو له لاسوهنو او منګولو وژغوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply