د افکار د پلي کولو لپاره د عدم تشدد لار

0 625

شبیراحمد سلیمي/

حل لاره دا نه ده، چې له افراطیت څخه د اخیستل شویو افکارو په واسطه خپله مسلمانه ټولنه وځوروو؛ بلکې حل لاره دا ده، چې د موجوده نظام تل ته ننوځو او خپل افکار خپاره او په ټولنه کې یې د حاکمیت غوښتنه په سوله ییزه توګه وکړو. که ډیموکراسي په نني نظام کې حاکمه پاتې شوې ده، دې نظریې ته کار شوی دی او خلکو یې د پلي کولو هڅې کړې دي. دې نظام ته د دیموکراسۍ پلوې نظریې خلک ننوتي خو په غیر افراطي لاره یې موجوده ډیموکراسي حاکمه کړې ده. که څوک دلته د هر ډول نظام او فکر د راوستلو غوښتنه کوي نو دوی دې د ټولنې تل ته ننوځي او خپل افکار دې همدلته پلي کړي. نن سبا ټولنې له هغه ډول افکارو سره ټکر واقع کوي، کوم چې د ټوپک په ژبه پر خلکو تطبیق کېږي. نو له دې داسې ښکاري، چې هر ډول غیر تشددي لار نامعقوله ده او په ټولنه یې حاکمیت ستونزمن کار دی او دا ټولنیز منظم نظام ته تاوان رسوي او خلک یې په مقابل کې د راپاڅېدو تکل کوي چې بیا ټولنه له داخلي بعد څخه شړېږي.

که یوه ډله راپاڅېږي او هڅه کوي، چې په تشددي چاره د نظامي قدرت په واسطه په ټولنه کې خپل قانون پلي کړي یو وخت نه یو وخت په خلکو کې ضرور داسې یوه ډله پیدا کېږي، چې د له منځه وړلو په پار را پاڅېږي او ډېری وخت دا کارونه د نړۍ په نظامونو کې بریالي شوي هم دي. خو هغه قانون قبلونه چې په عدم تشددي لار په ټولنو تطبیق شوې ده، په اکثریت هېوادونو کې نن هم حاکمه ده او خلک ورته کار کوي. زه د نظامي قدرت مخالف په بشپړه توګه ځکه نه یم، چې بیا د نظام د پیاوړتیا او پایدارۍ لپاره نظامي قدرت یو رکن ګڼل کېږي.

د ټولنیز سمون په نامه چې خلک د نظامونو د بدلون هڅه په تشددي لار کوي، له دې وروسته به په نړۍ کې دا ټولې لارې چارې ځکه ناکامې شي چې خلک نور د په زور منل شویو نظامونو له اختناق څخه په کافي اندازه ستړي شوي دي. داسې وخت به ضرور راځي، چې دوی به د دې زولنو د ماتولو په مقابل کې راپاڅېږي بیا نو طبیعي ده، چې له تشددي عکس العمل څخه به کار اخلي او ټولنې به د بشري ناورین په لوري روانې کړي.

نو د عدم تشددي نظامونو د پایښت او کامیابۍ امکان ځکه ډېر دی، چې په عامه اصطلاح (نرمه غاړه چاړه هم نه غوڅوي). که خلک په سوله ییزه توګه د افکارو قبولو ته دعوت شي، نو بیا د انسانانو دا خاصیت دی، چې د بشپړو افکارو یعنې هغه افکار چې په خپل ذات کې نیمګړتیا ونه لري په هر صورت او هر حالت کې یې پلوي کوي.

بشر نور دا درک کړې ده، چې په تشدد افکارو ته غاړه نه ږدي او په مقابل کې د غبرګون هڅه کوي. خو هغه څه مني، چې د دوی انسانی ارزښت ته پکې درناوی شوی وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply