د مېرمنو لپاره؛ که واده کوئ نو دا درې خبرې ټينګې په غوږ کې ونیسئ

0 665

د مېرمنو لپاره؛
که واده کوئ نو دا درې خبرې ټينګې په غوږ کې ونیسئ

هره ښځه او نارينه چې غواړي واده وکړي په لومړي سر کې ورته مهمه ده چې پوره جنسي ځواک ولري،ځکه دغه د پيوند اساسي شرط دی چې نورې ټولې اړيکې سم لور ته بېولای شي. دلته له یو بل سره په نور چلند هم غږېږو؛
۱ـ په جنسي ژوند کې باید ګرم او جذاب ياست
د خاوند لویه غوښتنه دا وي چې احساسات يې د ځان پر وړاندې را ژوندي کړئ؛ نو ظاهري او باطني خوښې، سينګار، څومره چې تازه‌ او ښکلې ياست هغومره د هغوی مينه در ټولای شئ، ځکه يو خاوند د مېرمنې په ټول وجود ميين وي، همېشه يې دا هيله وي چې تاسې خوښې او تازه وويني.
ظاهري لباس او سينګار هغه شيان دي چې خاوند لومړی د کور ته راتلو په وخت کې له تاسې غوښتنه لري؛ نو يوه تکړه او په ګډ ژوند کې ماهره ښځه هغه ده چې تل يې ظاهري ښکلا او سينګار په پام کې نيولي وي له بل اړخه دا د هر نارينه يوه اشده هيله او غوښتنه هم ده.
زیاتې مېرمنې چې د خاوند په يوه خوښې کې نورې پېچلې خپلې غوښتنې غيرمستقیمي وړاندې کوي ښه کار نه دی، مثلاً خاوند يې په سينګار ترې خوښېږي، خو مېرمن يې بیا په دې نېت سينګار کوي چې هم خاوند خوشاله کړي، مګر له دې کاره يې نيت بل څه وي، په هر حال واقعي رښتينی ژوند له خوښيو ډکېږي؛ نو په داسې حال کې مو خاوند مسوول دی چې غوره ژوند درسره وکړي.
۲ـ د ځان په هکله منفي فکر مه کوئ
ځينې مېرمنې تل په دې هڅه کې وي چې د خاوند د مينې جلبولو لپاره څه وکړي؟ خو تر ډېره يې فکر خپلو اندامونو او هغو نکتو ته وي چې د دې نه خوښېږي، مثلاً پر بدن تور خالونه، د ګېډي غټ‌والی، يا هم زیات چاغښت، يوه بله ځانګړنه يې دا ده چې د يوې خرابي له امله يې ټول روغ بدن هېر وي؛ نو که فکر وکړي هر انسان يو کمی لري.
د يو بسيا ژوند لپاره تاسې ظاهري ښکلا په پام کې نيسئ، خو افراط او پر ځان شک کول، پرېږدئ، ځکه خاوند نکتې نه در پکې لټوي چې يوازې نيوکه درباندې وکړي، بلکې هغوئ ته یوازې سينګار، نظافت او مينه‌ناک چلند مهم دي.
۳ـ خاوند پر ځان او ژوند ميين کړئ
ښه دا ده چې د ژوند ټولې چارې په يوه خوله سره قبولې او پرې راضي شئ، د خاوند او ښځې تر منځ چې مينه لا زياتوي په يو بل هڅولو کې ده، خو نارينه دروغجنه مينه ډېره ژر پېژندلای شي؛ نو د خاوند لپاره داسې نمونه شئ چې ستاسې په ليدو هغه خوښ او ارام شي، له خبرو مو بې‌حده خوند واخلي، په جنسي اړخ کې يې داسې مثال شئ چې هغه هيڅکله دويمې ته زړه ښه نه کړي، ستړيا يې په مساج او ښکلولو وباسئ، ټوکې ټکالې وکړئ او د خوښۍ ټولې لارې پيدا کړئ؛ نو بیا مو ژوند ته وګورئ چې څومره عالي خوښ وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply