د پاکې ملګرتیا پنځه اصول / کرامت الله اخلاص یار

0 1,524

دا چې هر انسان د دې په لټه کې وي چې خپلو هیلو او امېدونو ته ځان ورسوي، چې ترڅو په راتلونکي کې یو ښه او له خوښییو ډک ژوند ولري!

ژوند په دې مانا نه دی چې انسان دې پکې یوازې وي د ژوند اصلي مانا دا ده چې هرې ستونزې ته زړه غټ کړې او ځان ټولنیز جوړ کړې، ځکه په ژوند کې ځیني ستونزې وي چې باید په خپله  یې حل کړې او تل ورسره مبارزه وکړې .
د ښه ژوند یو ښه لامل دا دی، چې هره ستونزه درک کړې او ژر تر ژره یې حل لاره ورته پیدا کړې، ترڅو په راتلونکي کې د نورو زیاتو ستونزو او  بحرانونو څخه وژغول شئ.

مونږ اکثره وخت هغه څه ته ارزښت ورکوو، چې زموږ نورې شته خوشالۍ له منځه وړي او د تل لپاره مو په غم کې اچوي، ځکه په اوسنۍ ټولنه کې په هر چا باور کول د غره سره ډغرې وهل دي، که چېرې دې یو چاته زیات ارزښت او مینه ورکړه یا دې زیات  باور پرې وکړ نو پوه شه چې په خپله دې ژوند په اور کې واچوه، نو اړینه بولم چې اول د یو چا په اړه سم او دقیق مالومات تر لاسه کړئ او وروسته بیا پرې باور وکړئ،  کنه وروسته به بیا د ډېرې پښمانتیا احساس وکړئ.

پوهان وایي:
” چې د سلو  ملګرو څخه یو ملګری ښه دی، چې د ملګرتیا په اصولو برابر وي او د پاللو وړتیا یې ولري”
رحمان بابا څه ښه  ویلي دي:

هر سړی د خپل مطلبه پورې یار دی
ما د خدای دپاره یار لیدلی نه دی

زما په اند د پاکې او سمې ملګرتیې  ځنیي  اصول په لاندې ډول دي:

لومړۍ: متقابل احترام:

په ملګرتیا کې باید د یو بل ترمنځ متقابل احترام وشي ، ځکه چې مقابل شخص باید دا درک نه کړي چې آیا زما ملګری ماته احترام نه لري، چون دوی شاید زر تر زره خپل دریځ در څخه بدل کړي او د تل لپاره مو پرېږدي نو په ملګرتیا کې مقابل احترام خورا مهم دی .

دوهم:  احساس درلودل:

احساس یوه خدایه ورکړه ده چې ځیني انسانان یې طبعتآ لري، نو د پاکې ملګرتیې دوهم اصل هم دا دی، چې باید د بل چا احساس درک کړئ نه داسې چې د بل چا پر احساساتو لوبې وکړو.

25دریم: وفاداري:

سمه او پاکه ملګرتیا د وفا پر څونډو ولاړه وي، ځکه کله چې په ملګرتیا کې وفاداري شتون ونه لري، هغه ملګرتیا بیا ډېره ژر بې له کومې مثبتې پایلې له منځه ځي، په هر لحاظ په ملګرتیا کې  کې پر خپلې وعدې باندې وفا کول د شخص تر ټولو مهمه ځانکړنه بلل کېږي.

څلورم: درک کول:

په سالمه او پاکه ملګرتیا کې یو او بل ښه درک کېږي، ځکه چې هلته ملکرتیا د زړه څخه وي،  نه د اوسنیو فسبوکي ملګرتیاوو په څېر که هر څومره یو او بل سره خفه هم کړي خو بیا هم په دوی دواړو کې یو ځان خفه نه بولي، ژر تر ژره خپل ملګری په خوله کوي او خپلې خبرې ورسره شروع کوي، نو اړینه بولم چې د بل چا درک کول په ملګرتیې کې مهم رکن ګڼل کېږي.

څلورم: مرسته کول

د ښې ملګرتیې یو اصل دا هم دی، چې باید د یو بل سره مرسته پکې وشي، دا ځکه چې په ورځني ژوند کې هر څوک ستونزې او مشکلات لري، نو اړینا ده چې په سالمه او پاکه ملګرتیا کې باید د یو بل سره مرسته او همکاري وشي، دا په دې مانا نه دی چې آیا یو څوک د دې د کوم مقصد په خاطر د یو چا سره مرسته وکړي، بلکې دا په دې مانا دی چې ملګرتیا لا پا بنده او پاکه کوي.

پنځم: رښتنیوالي

په سالمې ملګرتیا کې رښتنیوالي یو مهم اصل دی، دا ځکه   کله چې په ملګرتیا کې رښتنیوالي شتون ونه لري، نو هغه ملګرتیا کې چې کوم باور وي هغه بیا ډېر ژر له منځه ځي، حتي چې په ځینو ځایونو کې له ملګرتیا سره د تل لپاره پرېږیږي، نو کوشش وکړئ چې په ملګرتیا کې د رښتنیوالۍ اصل ته تر ډېر پام وکړئ، چې تر څو له ملګرتیې خوند واخلئ او ملګرتیا مو د تل لپاره تل پاتې شي.

دا چې د پاکې او ښې ملګرتیا لپاره نور اصول او قواعد شته، خو مګر هغه څه چې زما په ذهن کې وو او تر ډېره راته مهم او اړین ښکاره شول ، هغه مې مطرح کړل، خدای دې وکړي چې ستاسو د قانع کولو وړ وګرځي.
پکتیا/ ګردېز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply