د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی/ ذکین الله ذکي

0 1,269

په افغاني ټولنه کې ناوړه عرف او رواجونه په کورنیو کې د تاوتریخوايې سبب کېږي او د دې ډول ناوړه دودونو خلاف د مبارزې لپاره د دولت کلکې ارادې او ډاډ ته اړتیا ده. دولت به خپله اراده (د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منعه قانون) په ذریعه څرګنده کړي او دولت د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې یو څه ګامونه پورته کړي هم دي.

د ښځو حقونو څخه د ملاتړ مرحلې ته د رسیدلو لپاره یو اوږد مزل په مخکې پروت دی، دغې مرحلې ته د رسیدلو لپاره پراخو ځانګړو او مشخصو برنامو جوړولو  او عملي کولو ته اړتیا لیدل کیږي.

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي قانون د عدلیې وزارت او مدني ټولنو ترمنځ د زیات وخت اخیستنې په پایله کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالې قانون په څلورو مادو او څلور څلویښتو مادو کې ترتیب او د وخت ولسمشر لخوا توشیح شوی دی.

په دې قانون کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی مشخص شوی او د عملي کولو د ضمانت وړاندینه یې کړیده، خو ولې بیا هم یو ډول ستونزې او مشکلات پکښې لیدل کیږي، چې له دې جملې د ښځو چارو وزارت په وینا په افغاني ټولنه کې اوس هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او خشونت دوام لري.

تاوتریخوالی څه ته وایي؟

تاوتریخوالی لکه څرنګه چې له نوم څخه یې څرګندیږي  د زور،تېري،زیاتي،فشار،سختۍ،شدت،زیان رسولو،غضب او بې عزتۍ په مانا سره راځي، او په اصطلاح کې بېلا بېل موارد په نظر کې نیسي، په ډله ایزه توګه تاوتریخوالی په فزیکي او رواني لحاظ د یو چا ربړولو،ځورولو او سپکولو څخه عبارت دی.

د اسلام له نظره تاوتریخوالی.

اسلام یو کامل او جامع دین دی، چې د بشر د ژوندانه هر اړخ یې څیړلی او د ښه ژوند کولو آمر یې کړی دی او اسلام هر ډول تاوتریخوالی منع ګرځولی، اسلام آمر کوي چې په خپلو  کې مینه او وروروالي وکړئ، د انساني کرامت او ګاونډیانو د حقونو درناوی وکړئ دغه راز یې د انسانانو په خلاف هر ډول تاوتریخوالی منع ګڼلی دی او د ښځو په د حقونو په رعایت یې زیات ټینګار او ډېرې سپارښتنې کړې دي.

الله تعاله(ج) په قران کریم کې فرمایلي دي:ـ ژباړه  ګوزاره کوئ تاسې (ای میړو) له دې (ښځو) سره په نېکې طریقې سره پس که خوښې نه وي ستاسې دا ښځې نو (صبر وکړئ) ښایي چې نه به خوښوئ تاسې یو شی حال دا چې ګرځولی به وي الله تعالي په دې شي کې خیر ډیر.(سورت نساء ۱۹ آیت)

نبوي حدیث دی:ـ ژباړه ما هیڅکله د خدای رسول (ص) و نه لید چې خادم او یا یې ښځه وهلي وي او نه د وهلو په خاطر یې کوم شي ته لاس ور وړی وي، مګر د خدای په لاره کې جهاد. (صحیح مسلم) عایشه صدیقه (رض)

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځانګړي لاملونه.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لامل توپیري چلند ښودل شویدی، زمونږ په ټولنه کې کلتوري، فرهنګي رواجونه دي چې په جنسي توپیرونو ټینګ ولاړ دي او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي لپاره  پلمه لټوي.

خو د تاوتریخوالي د رامځته کیدو لپاره ډول ډول علتونه ښودل شوي دي چې مونږ یې دلته په لنډه توګه له دغو لاملونو څخه په لاندې توګه یادونه کوو.

عرف او عادت، جنسي ځورونه، د محرومیت عوامل، په بدو کې ورکول، د قوانینو نه تطبیق، ټولنیز او اقتصادي وضعیت او دیته ورته زیات لاملونه دي چې زمونږ په ټولنه کې د تاوتریخوالي لاملونه ښودل شوي او وجود لري.

دا چې زمونږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې بېلابېل ډول تاوتریخوالی شته او د یاد تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره یوه اوږده مبارزه په کار ده، او پدې مبارزه کې مسؤل ارګانونه مکلف دي چې خپل مسؤلیت ادا کړي، یاد ارګانونه مکلف دي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په قوانینو کې ذکر شوي احکامو له مخې مختلف تدابیر ونیسي.

همدا شان د ښځو چارو وزارت مکلف دی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي په برخه کې شته ټول امکانات په کار واچوي، د اصلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د راډیو او تلویزیون له لارې د تاوتریخوالي په مورد د خپرونو جوړول او خپره ول، د بشر حقونو خپلواک کمیسیون د اړونده برنامې څخه حمایت، د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې وزارتونو په درسي نصاب کې د تاوتریخوالي په هکله یو مضمون شاملول، حج او قافو وزارت له لوري د ښځو او نارینه وو د شرعي حقونو په هکله عامه پوهاوي ترسره کول د منبر له لارې او همدارنګه عدلي او قضایي ارګانونو او ورپسې د کورنیو چارو وزارت د تاوتریخوالي کمولو او یا بیخي له منځه وړلو کې د قوانینو تطبیق باندي ټینګار کول او ددې ترڅنګ باید د تاوتریخوالي د کمښت لارې چارې ولټول شي.

یانې که په لنډه توګه یادونه وکړه، د کورنۍ او  ټولنې له واقعیتونو سره اشنا کول،د ټولینزو او فرهنګي غونډو له لارې د اسلامي ارشاداتو بیانول، انساني حقونو ته درناوی، په ماشومتوب کې د وادونو څخه مخنیوی، په تصمیم نیونه کې ښځو ته ونډه ورکول او د ښځو لپاره د ملاتړ ځانګړې قوانین وضع کول تر  څو زمونږ ټولنه له دغو بدبختیو څخه په کلي ډول خلاصون پیدا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply