موږ د دې ټولنې په وړاندې، مسولیت لرو؟

حزب الله ملاخیل

0 897

موږ تل په نوروخلکو نیوکې کوو او دانیوکې يواځې د خوکومت دیؤ عادی مامور پورې محدود نه وی او آن په والي، وزیر، او په ولسمشر هم نیوکه کووو. سالمه نیوکه زموږ او ستاسو حق دی او باید یې وکړو که نیوکه کوو باید دحل لاره هم ورته وړاندی کړو. که د یؤې شبې لپاره فکروکړو که زه د هغه مامور پری ځای وی څه مو کول. او که مامور نه یې نو هغه مسولت چې زه او ته یې د دې هېواد په وړاندې لرو ادا کړی مودی اوکه نه؟

دا یو واقعیت دی چی انسان یو اجتماعی مخلوق دی او نشی کولای چې په انفرادي ‌ډول ژوند وکړي, نو اړ دی چې د نورو اشخاصوسره ګډژوند وکړی. نودا ګډ ژوندکول یولړ قواعدو، قوانینو او مقراتو پر اساس ټاکل کېږي چې باید رعایت شي، که زموږ دهېواد وګړي له یوعادي فردڅخه آن ترلوړ پوړي چارواکي پورې دسلامي اصول او د دې هیواد نافذه قوانین رعایت کړو څه فکر کوئ د دې بدبحتیو څخه به حلاص نه شو؟

کله چې موږ په کوم هیواد کي اسلامي اصول او قوانین په پوره معنا تطبیق شي په هغه هېواد کي دجرایمو ګراف ټیټ اوآن صفر ته راځي نو زه وایم راځئ ددې هیواد په وړاندې چې کومې وجیبه موږ اوتاسو لرو باید یې تر سره کړو.

 د امریکا متحده ایلاتو د پولیسو له يوچاروکي څخه یو خبریال پوښتنه کوي (چې تاسوډیر جرایمو ته رسیده ګي کوئ دا نو څنګه هغه په ځواب کې ورته وویل موږ پیریان نه لرو چې موږ ته خبر راکړي دلته هر وګړی پولیس دی اوکله چې د قانون څخه کومه سرغړونه وګوري موږته خبر راکوي اوموږ هغه ځاي ته ځان رسوو او خلک دقانون منګلو ته سپارو) نو زه داوایم که موږ او تاسو داکار وکړو تاسو څه فکر کوئ چې جرایموکي به څومره کموالی راشي، له یوې خوا به مو خپل مسولیت چې د دی ټولني په وړاندی یې لرو ادا کړی وي اوله بلې خوا به مو خپل او د نورو هېوادوالو ژوند خوندي کړی وي، خو دلته ستونزه دا ده کې دقانون تطبیق کونکي هم د قانون په تطبیق کې ناغیړي کوي, په هر صورت دازموږ اوستاسو وجیبه ده او باید یې اداکړو.

هر فرد چې د کوم هیواد تابیعت لري نو په فوري توګه هغه د یو لړ حقوقو څخه برخمن کېږي اوپه مقابل کې یي باید وجیبه ادا کړي موږ وايو ناامني ده، غلا ده، جرایم دي او……….. دا ټول زما او ستا له کورونو سرچینه اخلي، تاسو چیرته د غلو، ترهګرو، کیسه بورانو او نورومجرمينو کوم ستر مرکز معلوم دی؟

داسې کومه سیمه شته چې يوازې او یوازې مجرمين دې پکې ژوند وکړي؟ ځواب يي نه دی ځکه چې همدا د اجتماعي نظم خرابونکي زمااو ستا بچي، زما او ستا په کور کې شپې سبا کوي او موږ يي ناارامه کړي يو. هغه پلار چې له دې نه وي خبر چې زوی يي په نيمه شپه چیرته دی، څه کوي، له چا سره ناست دی او چیرته تلی دی آيا بې ګناه يي بللی شو؟ آيا ده د يومسول انسان په توګه پلرنی مسولیت ادا کړی دی؟ راځئ د مسولو انسانانو په توګه د سمون چار له ځانه پيل کړو معاينه خانه د تجارت ځای نه دی، جومات د کينو مرکز نه دی، بازارونه د بې لاريتوب ادرسونه نه دي، ښونځي د ورځ تيرولو ځايونه نه دي، کور د وخوره، وڅکه او ويده شه ادرسونه نه دي بلکه برعکس دا ټول هغه ادرسونه دي که په ريښتوني بڼه مديریت شي زموږ نوي سلنه ستونزې حل کيدای شي. ،زه چې ددې هیواد وګړوته ګورم ان ترما پوری یواځې حق غواړو او وجیبه نه ترسره کوو نوزما له نظره راځئ دنیوکو په ځای داهر څه دعمل په میدان کې ثابت کړو، اول خپل ځان او کورنې اصلاح کړو، کله چې اصلاحات له خپل ځان څخه شروع کړو نو زه باوری یم چې ټولنه هم اصلاح کیږي او هغه ځکه چې ټولنه زما اوستا نه جوړه ده. او ځانته به په دې برات نه ورکوو چې يواځې په ما نه کیږی ته یې له خپل ځان څخه شروع کړه،ځکه په اول سرکي ته یواځې دخپل ځان، د کورني اوبیا د نورو په وړاندی مسولیت لرې. کلکم مسؤل راع وکلکم عن راعیته……الحدیث هغه چې وایې د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply