عمرانخان ته يوه اړينه يادونه

0 582

عمرانخان ته يوه اړينه يادونه :

له هرځل اتوم يادونې به درته په خپلو بهرنيو او کورنيو سودي پورونو پاملرنه اړينه وي

د سعودي وامارت خزانو ته مو سترګې پټې کړې وې، خو هغوی لېونيان نه دي چې تا ته د هند لپاره د کشمير په جنګ کې پيسې درکړي او چين خو زوړ کمونيست او پمن دی. په خوارۍ ګټل شوې پانګه به کله له تا وړيا جار کړي؟ د سريلانکا غوندې به ختمي ګوادار و کراچۍ پلورې. هغه هم د پنجاب نه، بلکې د سنديانو او بلوڅانو حق دی او کشمير هم د کشميريانو حق دی

وروستۍ هيله دې چين وه هغه هم هيله بښونکې نه وه، نو اوس به څه کوئ؟ سودي پور هم درباندې لا مخته زياتيږي، نو د اتوم ګواښنې پر ځای ولې نورې رغنده هڅې نه کوئ؟ د پوځ پر بوديجه غور وکړئ، ولې پوځ ٪۶۰ بوديجه واخلي؟

Pakistan has a population of over 212 million (the world’s 6th-largest), giving it a nominal GDP per capita of $1,357 in 2019, which ranks 154th in the world and giving it a PPP GDP per capita of 5,839 in 2019, which ranks 132th in the world for 2019.

Public debt: 84.8% of GDP (June 2019)

Gross external debt: $106.3 billion (Jun 2019)

Revenues: 12.7% of GDP, Pkr 4900.7 Billion or …

Expenses: 21.6% of GDP, Pkr 8238.3 Billion or …

Pakistan Total External Debt

External Debt in Pakistan increased to 106312 USD Million in the second quarter of 2019 from 105841 USD Million in the first quarter of 2019. External Debt in Pakistan averaged 57771.30 USD Million from 2002 until 2019, reaching an all-time high of 106312 USD Million in the second quarter of 2019 and a record low of 33172 USD Million in the third quarter of 2004.

PLAYBOY TO PRIME MINISTER

How Imran Khan went from a lothario snapped having sex by a pool to prime minister with his finger on the nuclear button

The legendary cricketer and ex-husband of Jemima Goldsmith was a famous Lothario in his heyday

Pakistani PM warns of ‘bloodbath’ in Kashmir

During his speech at the UNGA, Pakistan Prime Minister Imran Khan called on the UN to act on the ongoing lockdown of Kashmir, in a speech where he also covered corruption, climate change and Islamophobia.

Imran Khan warns UN of potential nuclear war in Kashmir

Pakistan PM says he has tried to tell world leaders of growing risk of conflict with India over disputed region

Imran Khan doesn’t know how international relations are conducted’: MEA

India has responded strongly to Pakistan PM Imran Khan’s provocative speeches against India. MEA spokesperson Raveesh Kumar said that Imran Khan seems to be unaware about the conduct of international relations. He also mocked Pakistan for not being able to produce the list of countries it claimed has backed it’s Kashmir stand. The MEA spokesperson also called the statement of Turkey and Malaysia on Kashmir unfortunate.

India:

  • India launches stinging attack on Pakistan PM Imran Khan.
  • Statements made by Imran Khan are very provocative.
  • Pakistan has not been able to name countries who back it on Kashmir.
  • Statements by Turkey & Malaysia on Kashmir not based on facts.
  • Regrets comments made by Turkey & Malaysia on Kashmir.

Kashmir: Battle for pride and perception

Indian diplomats had a challenge in neutralising backlash after scrapping of Article 370

ښاغلی خان،

په پرتليز ډول ستا او د سيال ژبه کې ژور توپير ليدل کيږي. د هغوی ديپلوماتيکه رويه او ژبه او ستا سره ډېره توپير لري. يو علت يې دا هم کېدای شي چې پوروړی تل عصبي وي. ښکاره خبره ده چې د بل پور انسان سخت مغشوش او پرېشانه کوي او د وينا ژبه يې تل ګواښوونکې وي. ښه به دا وه چې تاسې د خپلو پورونو د سپکوالي او لارو چارو او پر خپل خراب اقتصاد غږېدلی وای، خو له بده مرغه چې تاسې هلته ايله خوله پر ګواښنې خلاصه کړه چې هېچا مو ملاتړ هم ونه کړ او د خپل ځان او وزن پته به درته لګېدلې وي.

که زه ستا پر ځای وای، نو ما به د مرستې غوښتنه کړی وی چې د پاکستان له بنسټيزو نهادونو او اقتصاد غوړولو سره مرسته وشي، خو تا سرچپه په تشه خزانه او د نورو خزانو ته په تمه او هم له درنو پورونو سره چې ښه پرېمانه سودي ګټه پرې هم راځي د اتومي جګړې ګواښنه وکړه. دا د يو معقول انسان لپاره سمه او پر ځای خبره نه وه، خو تا هلته د ملګرو ملتونو په ۷۴ کلنۍ غونډه کې وکړه.

ښاغلی خان،

د علي وزير وينا به دې ختمي اورېدلې وي، نو تاسې او قريشي بايد دوه پوښتنې ځواب کړئ :

  • لږ تر لږه د لسو هېوادونو نومونه واخلئ چې له تاسې يې د کشمير په مساله کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې ملاتړ کړی وي.
  • لږ تر لږه د پنځوس کسانو نومونه وړاندې کړئ چې پنجابي پوځ ترهګر القاعده وداعشيان په وزيرستان کې وژلي دي.

کنه، نو پوځ دې بايد د وزيرستان د غميزې ځواب ورکړي چې له ولس سره يې څه کړي دي؟ دا پيسې دې چې اخېستي د دې حسابي هم بايد ولس ته ورکړئ.

پوښتنه :

له ضياء و مشرفه راواخله تر زرداري ونوازشريف پورې يو هم له هند سره جنګ ته زړه نه ښه کولو او د مشرف خبره به دې هم لوستې وي چې هند پر خپلو څو اتومي بمونو ټول پاکستان له مينځه وړلی شي. هغه يو مسلک جنرال دی او تاسې لوبغاړی ياست، نو د جنګ زور او پته ختمي مسلکي جنرال ته لګيږي چې له هند سره زور وهلی شي يا نه، نو تاسې ولې په ملګرو ملتونو کې د اتومي جګړې ګواښنه وکړه؟ تاسې خو يو ځلې خپل تش جيب و تشې خزانې او پرېمانه سودي پور ته خو هم وګورئ او دېته هم وګورئ چې د اماراتو او سعودي لوړپوړو چارواکيو څه مشوره درکړه او د ملګرو ملتونو په ۷۴ کلنۍ غونډه کې به هم درته خپل وزن پته لګېدلې وي او چين هم داسې هيله بښونکې ژمنه نه ده درکړې، نو دې ټولو ته په کتو چې په کور دننه، سيمه ييزه او هم نړيواله کچه د تجريد وانزوا په وروستي پړاو کې ياست او همدارنګه د پيسو مينځلو د تور لېست څپه هم درباندې راروانه ده، نو ولې هسې زور غږوئ؟ ان تر دې چې اوس خو په رسنيو کې ريحام خانې د ((لنګر خان)) غږ درباندې کړی دی.

که پوځ دې لاس واچوي، نو تېر ته په کتو چې په بنګال کې ورته څه پېښ شوي وو، نو که اوس دا ځل په کشمير کې له همغسې يو حالت سره مخ شي، نو مسووليت به د چا پر غاړه وي؟ د بنګال په تګ کې د بوټو خوښه نه وه، خو پوځ د جماعت اسلامي په شيطانت او خپلې سرزورۍ هلته ولاړ، خو لږ وروسته ترې سوټې ووتې، نو هند خو له تاسې څو ځله ځواکمن دی، د جنګ کول به تاسې نورې لا ستونزې وزېږوي.

پوځ دې اوس د دې دروند سودي پور بار پر کشميريانو هم ورباروي که څنګه؟ اوبه خو ترې مو خپلې کړي، خو خاوره يې اوس خېټې ته اچوئ که څنګه؟

مشوره :

له انساني عقل وتجربې او هم له فلسفي اړخه داسې انګېرل کيږي چې ستاسې ګواښنې د خراب اقتصاد سره سيده تړاو لري چې تاسې يې خپل رواني ثبات له لاسه ورکړې او تر سخت رواني فشار لاندې ياست، نو د يو معقول او په سياست کې وارد انسان ژبه مو له لاسه ورکړې او پر ځای يې مو د جنون لاره راخپله کړې ده، نو ښه به دا وي چې تاسې له هند سره له ښکېلتيا ځان وژغورئ چې باجوه او وياند يې اصف غفور دا لوبه پر پښتنو ورتاوانوي او د پړې ګوته به هم بيا تاسې ته نيوله کيږي. که د باجوه زړه جنګ ته کيږي، نو خپله دې پر ميډيا راشي، کنه نو هوښيار اوسه چې باجوه دې د خوړل شويو پيسو د دربرهم کولو لپاره له هند سره په جګړه کې راښکېل نه کړي. پښتانه بايد د پنجاب د هر ډول سياسي واقتصادي لوبو ښکار نه شي.

په دې هيله چې نور دې اتومي ګواښنې خولې ته رانه شي او د معقوليت لاره خپله کړئ. طالب مالب نه لاس واخلئ! کنه د غني د وړاندېينې له مخې به په نژدې راتلونکې به د نړۍ پر کچه د بېوزلو هېوادونو په ډله کې راشئ او دا څپه درباندې راروانه ده. ځکه چې پوځ مو له لاسوهنو لاس نه راخلي، نو د بدو سزا بده وي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

علي وزير وينا پارلمان ته

https://youtu.be/94DaOwXAb7w?list=UUPLAYER_larawbar

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply