امریکا زړه تنګې شوه او که نهیلې؟

اېمل پیاوړی

0 535

له تېر کال راهیسې د امریکا له نېت او هڅو داسې ښکاري لکه په افغانستان کې چې زړه تنګې شوې وي او یا هم په خپل هغه ماموریت کې چې د تروریستانو ځپل او له منځه وړل وي له بریا څخه نهیلې شوې وي، ځکه د سولې پروسه یې په ډېره بیړه شروع کړه او په نیمایي کې یې له کومې معلومې او څرګندې پایلې پرته پایته ورسوله.

حال دا چې په ۲۰۱۷کال کې د جنوبي اسیا لپاره د جمهوررئیس ټرمپ سټراټيژي د لوبې بدلوونکې وه او د دغې ستراتیژۍ ښه والی دا وو چې په زمان او مکان پورې محدوده نه وه او بله دا چې د جنګ ترڅنګ یې پر سوله هم ټینګار درلود.

دغې ستراتیژۍ افغان مقاماتو ته د دې لپاره چې خپلې ستونزې ومني او له شرایطو سره سمې حللارې طرحه او په نتیجو ولاړې اصلاحي برنامې ترتیب کړي، فرصت ایجاد کړ. دغې سټراټيژۍ د شرایطو او بستر په اړه له وخت او زمان پورې تړلی لیدلوری بدل کړ او هېواد یې د شرایطو په اساس په نوي لیدلوري د سیمې په کچه بیا تعریف کړ او ټول لوبغاړي او ښکېل اړخونه یې اړوېستل چې په خپلو فرضیو او پالیسیو بیا کتنه وکړي.

د ولسمشر غني په وینا د ناټو او زموږ د انکشافي شریکانو او همکارو هېوادونو د سخاوتمندانه ملاتړ ـ په دې خاطر له تاسې مننه کوم ـ موږ ته دا توان راکړ چې پر تېر وخت د بریالي کېدو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو . په همدې خاطر کارونه سم مخته تلل او همغږي زیاته وه، مګر په دې وروستیو کې د امریکا متحدو ایالاتو ارادې بدلې غوندې ښکاري، ځکه دوی د دولت پرځای وسله والو طالبانو ته توجه زیاته کړې او له هغوی سره یې د تړلو دروازو تر شا په یو او بل هیواد کې ګڼې ناستې وکړې، مګر ټولې ناستې یې بې پایلې وې.

په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې پلمه چې ګواکې د کابل په وروستي موټر بم برید کې امریکایي وژل شوی، نو په دې خاطر یې د سولې مذاکرات لغوه کړل، مګر په دې وروستیو کې یو ځل بیا زلمي خلیلزاد خپل سفرونه پیل کړي او داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې زړه تنګې شوې او یا هم له طالبانو او تروریستي ګروپونو سره په جګړه کې له خپلې بریا څخه نهیلې شوې ده، مګر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د صادقو بچیانو او مدافعانو په توګه د هیواد د دفاع او ساتنې په برخه کې د سپر په توګه ولاړ دي او خپله مبارزه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply