په افغانستان کې د روڼ اندۍ بحران

حضرت بهار

0 533

روڼ اندی يا اينټيليکچؤل، هغه روزل شوي کس ته ويل کيږي، چې له زده کړو او تفکر سره يې علاقه او سروکار وي. خو په افغانستان کې له دغه تعريف، برداشت او کارېدنه توپير لري. په پوهنتون کې (استاد) کېدل، د روڼ اندۍ اسانه لار ده. د دې ترڅنګ که د خپل فکر (البته که هغه رښتينی فکر وي) پلويان دې پيدا کړل، ته روڼ اندی حسابېږې. نو په دې حساب په افغانستان کې، روڼ اندي کيدل اسانه دي، که نه؟ په لاندې کرښو کې (روڼ اندی جوړيدل)، د روڼ اندۍ انحصار، د مادياتو د ترلاسه کولو وسيلې په توګه يې کارول، او د متضادو اړخونو په را منځته کولو کې، د دوی په رول باندې خبرې کيږي.

څوک څنګه روڼ اندی کېږي؟ 

روڼ اندي کېدنه اوږدمهاله پروسه ده، چې د علاقې وړ څانګه کې د زده کړې او کار کولو په بهير کې ترسره کېږي. د دې ترڅنګ په اړونده څانګه کې، تفکر هم له همدې پروسې سره مرسته کوي؛ دا تعريف يې کمريج قاموس کړی دی. خو په افغانستان کې يې لارې اسانه او لنډې دي. لومړۍ اسانه لار يې، په پوهنتون کې (استاد) کېدل دي. اوسمهال د استادۍ لپاره، د لېسانس په کچه زده کړې او له دېرش کلنۍ کم عمر، دوه عمده شرطونه دي. دا کار عملاً د نن ورځې له محصل څخه، په يوه شپه، سبا ته روڼ اندی جوړولی شي؛ داسې چې ازموينه کې کاميابيږي او په سبا يې عملي (استاد) او (روڼ اندی) دی. دويمه لار ممکن له دې هم اسانه وي؛ خو دا د شتمنو او واکمنو لار ده. شتمن په يوه برخه کې پانګؤنه کوي؛ له دې لارې له واکمنو سره اړيکې جوړوي او يا پخپله د واکمنو له کورنۍ څخه دی. په يادو دواړو حالتونو کې، دا شتمن يا واکمن زيات پلويان پيدا کوي؛ دغه پلويان بيا خپلو (روڼ اندو) ته مختلف لقبونه جوړوي او څه موده وروسته، کس رسمي يا غيررسمي (روڼ اندی) کېږي. پلويان يې بايد له نېستۍ او مجبورۍ، له دغو واکمنو او شتمنو روڼ اندي جوړ کړي. ځکه دوی تمې لري؛ د خېټې تمه، چې په مختلفو بڼو راڅرګنديږي؛ يوه بېلګه يې، د دندې پيدا کول دي؛ واکمن يا شتمن د توجه وږی دی؛ څو (روڼ اندی) ورڅخه جوړ شي؛ خو پلويان يې، د خېټې غم اخيستي دي؛ نو دلته دواړه اړخونه خپلې ګټې پالي.

د روڼ اندۍ انحصار

هغوی چې پخوا يې، د (روڼ اندۍ) اعزاز اخيستی دی، هڅه کوي چې دا کړۍ محدوده وساتي. هغوی چې د روڼ اندۍ رسمي سند (د پوهنتون تحصلي درجه يا په پوهنتون کې د (استاد) دنده) نه لري، دوی يې نه پيژني. رسمي سند له عقلي دليل، منطق او د مسايلو د ژورتيا له ځواک لوړ او معتبر دی. (رسمي روڼ اندي) فکر کوي، هغوی چې رسمي سند نه لري، که ډېر ښه فکر او منطق هم ولري، هېڅ دي. غير مسلکي، بې مسوليته، د نورو په چارو کې مداخله کوونکي او دې ته ورته نور لقبونه او لېبلونه ور پورې تړي. دې کار کې (رسمي روڼ اندي) يوازې نه دي؛ واکمن هم خپله برخه رول، خو اغېزمن رول، لوبوي؛ داسې چې واکمن په خلکو، د ځان منلو او مشروعيت پيدا کولو لپاره، (رسمي روڼ اندو) ته لومړيتوب ورکوي؛ ځکه دوی، په خېټه وږي، ډېر پلويان لري. له روڼ اندۍ، د خپلو سياسي موخو لپاره ګټه اخلي. د انحصار اصليت دا دی، چې بل وړ او لېوال کس په ګټو کې له ونډې وباسې او هرڅه ځان ته کړې.

روڼ اندي ليلام دی!؟

د روڼ اندو لومړۍ موخه، د واک ترلاسه کول دي؛ خو واک وروستۍ موخې ته، د رسېدو وسيله ده. که څه هم دغه واک په مختلفو بڼو لکه مقام، په نورو برتري او ايډيالوژۍ راڅرګندېدلی شي، خو وروستۍ موخه ګټه او شتمني ده. دغه نورو بڼو ته هم، که د يوه ټکي په نظر وکتل شي؛ دغه ټکي سره نږدې او وتړل شي؛ پايله يې بيا هم ګټه راوځي. واکمن او (رهبران) يا (مشران)، له (روڼ اندو) سره اړيکې جوړوي يا بالعکس. د دوی له نوم او هغه درنښت څخه، چې ټولنه يې روڼ اندۍ ته لري، ګټه اخلي يا که ساده يې کړو، ناوړه ګټه اخلي. (روڼ اندي) په ډېره کمه بيه، ځانونه پلوري. کمه بيه په دې مانا نه، چې دوی بايد ځانونه لوړ وپلوري؛ بلکې په دې مانا چې (روڼ اندي)، د خپل وزن او اصليت نمايش وړاندې کوي. دغه نمايش د خلکو په ذهنونو کې، د روڼ اندو يو انځور پريږدي، چې له منځه تلل يې که ناممکن هم نه وي، خو ډېر وخت اخلي. روڼ اندي ليلام دي!؟

 روڼ اندی خلک وېشي

اړخ نيونه يا قطبي کېدنه په ساده مانا، خلک په تور او سپين وېشل دي؛ يانې ټولنه يوازې په دوو اړخونو وېشي؛ درېيم ته پکې ځای نشته؛ يا مې دوست يې، يا دښمن او بس. دوی يوازې خلک نه سره وېشي؛ خپلو کې هم سره خوري. که لومړی (روڼ اندی) د کوم واکمن، (رهبر) يا (مشر) ملاتړی وي– ملاتړي کېدل یې هم بې شرطه نه وي؛ ډک د مينې زړه راکړه، چې زړه درکړم – او دويم روڼ اندی يې، که مخالف او د کوم بل واکمن ملاتړی شو، که څه هم دواړه (رسمي روڼ اندي) دي، يو په بل باندې مختلف لقبونه ږدي او ټاپې لګوي. د افغانستان غوندې ټولنه کې، چې مختلف توکمونه پکې اوسيږي، (روڼ اندي) د سياسيونو دنده په غاړه واخلي. د واکمن او روڼ اندو، د اړيکو يوه پايله هم همدا راوځي؛ يانې څه چې واکمن وايي او کوي يې، ښه کوي او ښه وايي؛ ځکه د واکمن او (روڼ اندي) اړيکه جوړه او ګټې يې سره تړلې دي. په ټولنه کې، د روڼ اندي دنده داده، چې د هر واکمن ناوړه کړنې انتقادي وګوري او خلکو ته څرګند لوری ورکړي. خو که دا کار نه شي کولی، غوره داده، چې د واکمن ناوړه کړنو ته توجيه هم و نه لټوي. چپ پاتې کېدل، که څه هم غوره لار نه ده، خو بې تفاوتي او د ناوړه کړنو توجيه کول هم ښه نه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply