“ثبات او همپالنه” به تر مظاهرو ور ها خوا څه کوي؟

سرخط

0 507

کمېسيون نه تسلمېږي؛
“ثبات او همپالنه” به تر مظاهرو ور ها خوا څه کوي؟

د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم د رایو بیا شمېرنې بهیر له پیل سره هممهاله له کمېسیون سره بایکاټ کړی او څارونکي دې د دې بهیر د څارلو لپاره نه ورځي.
دغه ټیم نه یوازې دا بهیر تحریم کړی، بلکې د هېواد په اوو ولایتونو کې یې عملاً د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او اجازه نه ورکوي چې د کمېسیون کارکوونکي په‌کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړي.
ثبات او همپالنه وايي، د ټاکنو کمېسیون دې لومړی شاوخوا ۳۰۰ زره رایې باطلي کړې او بیا دې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړي. دغه ټیم د همدې لپاره په تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي.
دغه ټیم د جمعې په ورځ په کابل کې لاریون وکړ او خبرداری یې ورکړ، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه ۳۰۰ زره رایې چې د دوی په وینا تقلبي دي، باطلې نه کړي، دوی به نه یوازې په پلازمېنه، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
د ثبات او همپالنې ټیم په پرېکړه‌لیک کې پر ټاکنو کمېسیون تور لګولی و چې د یوه ځانګړي ټیم پلوي کوي او د قوانین، طرزالعملونه او لایحې یې تر پښو لاندې کړې دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې پرون په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړه او ټینګار یې وکړ چې د هيڅ لوري فشار ته به تسلیم نه‌شي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې کمېسیون د افغانانو رایو ړه احترام لري، هغه به ساتي او له کوم توپیر پرته به یې په اړه قانوني پرېکړې کوي.
د ټاکنو کمېسیون دغه راز ټینګار کړی چې د رایو له چاڼ او بیا شمېرنې مخکې نه‌شې کولای د خلکو رایې باطلې کړي.
کمېسیون له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتي چې که د کومو محلونو یا رایو په اړه شواهد او سندونه لري، دوی ته دې وړاندې کړي او اجازه دې ورکړي چې کمېسیون یې په تړاو قانوني پرېکړه وکړي.
په همدې حال کې ولسي جرګې هم د سړکونو پر سر د زور ازمویل د خلکو او هېواد په ګټه نه بولي او له کمېسیون او نورو اړخونو غواړي چې له قانون، طرزالعملونو او لایحو له مخې وړاندې لاړ شي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې که څه هم لاریون او اعتراض د خلکو حق ګڼلی او پر کمېسیون یې غږ کړی چې د هغوی قانوني غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي، خو په ټینګار سره یې ویلي چې د سړکونو پر سر د زور ازمویل هم د هيڅ لوري په ګټه نه ‌دي.
بل ‌خوا د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی پر نوماندانو او د هغوی پر پلویانو غږ کوي چې د ټاکنو کمېسیون خپل کار ته پرېږدي او اجازه ورکړي چې د قانون، طرزالعملونو او لایحو له مخې، د افغانانو د رایو په اړه په بشپړې بې‌طرفي او د دوی له فشار پرته پرېکړه وکړي.
د هغه په وینا، د ثبات او همپالنې ټیم باید د ټاکنیزو کمېسیونونو ټولې چارې له نږدې وڅاري او له دې پرته چې پرېکړو ته یې په تمه شي، بله‌ لار نه لري.
هغه ټاکنیزې لانجې د هېواد او خلکو په ګټه نه بولي او له ټاکنو کمېسیون نه هم غواړي چې ژر تر ژره د افغانانو انتظار پای ته ورسوي او د ټاکنو لومړۍ پایله اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو له ورځې شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا نه‌ دی توانېدلی چې د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply