د اتريش پلازمېنه وین ښار د اوسېدني لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ښار وګڼل شو او لومړی مقام يې خپل کړ، په داسي حال کي، چي ياد ښار تېر کال دوهم ځای خپل کړی و.
د اسټرالیا ملبورن ښار تر ۷ کلونو وروسته د نړۍ د غوره ښارونو دوهم ځای خپل کړ.
د غوره او خرابو ښارونو اړوند دغه څېړنه هرکال د اقتصاد پوهانو لخوا د نړۍ په ۱۴۰ ښارونو کي ترسره کیږي، چي په نړيواله کچه پکي د ژوند کولو لپاره غوره او خراب ښارونه درجه بندي کيږي.
لوېديځه اروپا کي د بریدونو کموالی او د جنايي جرمونو د کچي ټيټوالی ددې باعث شوی، چي سږ کال يې ځيني ښارونه د اوسېدني لپاره د نړۍ په تر ټولو غوره ښارونو کي راشي.
يوه بله څېړنه کي، چي هرکال د مرسر موسسې لخوا ترسره کيږي، هم د اتريش پلازمېني وين د ژوند د کيفيت له اړخه د غوره ښارونو لومړی مقام ګټلی دی.
د څېړنو له مخي، وين او ملبورن ښارونو د روغتیا، پوهني او زېربناوو ترټولو لوړه کچه لرله، دغه راز ملبورن د کلتوري ارزښتونو او پاک چاپیریال په برخه کي ترټولو لوړه شمېره ترلاسه کړه، خو وين ښار بيا د ښه ثبات لرلو له امله د نړۍ د غوره ښار مقام خپل کړ.
د جدول پای کي د سوريې پلازمېنه دمشق د ژوند لپاره بدترین ښار ياد شوی، ددې ترڅنګ د بنګله دېش پلازمېنه ډهکا د دمشق په پرتله ښه درجه لري او له ډهکا څخه وروسته د نایجیریا لاګوس ښار ذکر شوی دی.
دغو څېړنو کي لوړ خطر لرونکي ښارونه لکه د افغانستان پلازمېنه کابل او د عراق بغداد نه دي څېړل شوي، ځکه د اقتصاد پوهانو دغه څېړنه کي تر ډېره د ښارونو ثبات، روغتیايي بیمې، کلتوري ارزښتونو، پاک چاپېریال، تعلیمي بنسټونو او زېربنايي برخو ته ځای ورکړل شوی دی.
د ژوند کولو لپاره د نړۍ تر ټولو غوره ښارونه:
۱:- وين، اُتريش
۲:- ملبورن، اسټراليا
۳:- اوزاکا، جاپان
۴:- کلګيري، کاناډا
۵:- سيډني، اسټراليا
۶:- ونکوور، کاناډا
۷:- ټوکيو، جاپان
۸:- ټورنټو، کاناډا
۹:- کپنهاګ، ډنمارک
۱۰:- آډلايډ، اسټراليا
د ژوند کولو لپاره د نړۍ تر ټولو خراب ښارونه:
۱:- دمشق، سوريه
۲:- ډهکا، بنګله دېش
۳:- لاګوس، نايجيريا
۴:- کراچۍ، پاکستان
۵:- پورت مورزبي، پاپوآ گینه نو
۶:- هراره، زمبابوې
۷:- تريپولي، ليبيا
۸:- دوآلا، کامرون
۹:- الجزیره، الجزایر
۱۰:- داکار، سنګال
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320