له طوفان څخه مخکي څه پېښيږي؟

عزت الله ذکي

0 947

د طبیعت له مخي، د طوفان واقع کېدو وړاندي په ونو، مرغانو او څارويو کي بدلون څرګندېږي، چي طبیعي او د ډول له مخي خورا عجیب وي.

دلته ۶ هغه طبیعي بدلونونه درپېژنو، چي د طوفان پېښېدو مخکي واقع کيږي.

حتا ځيني وخت نه غواړئ، د هوا حالاتو د وړاندويني راپور واورئ، خو طبیعت تاسو ته فقط دا آټکلوي، چي باران کيږي يا نه کيږي؛ ځکه دا طريقې په تېرو وختونو کي هم د طبیعي پېښو د آټکل لپاره کارېدلې.

واقعیت دادی، چي د طوفان او ګردباد له راتګ مخکي ترټولو لومړی د درختو، مرغانو او حيواناتو په مزاج کي بدلون ښکاره کيږي.

د ونو پاڼي رنګ بدلوي:

د پخوانيو خلکو دا کيسه واقعاً مستنده ده، چي ويل به يې، د طوفان راتلو مخکي معمولاً د رطوبت کچه لوړيږي، نو په دې صورت کي د درختو د پاڼو رنګ ژړيږي او بالاخره رژيږي؛ د معمول په ډول هغه پاڼي، چي رنګ يې مخکي ژړ وي؛ ترټولو ژر مځکي ته لويږي او باد هغه ځای پرځای کوي.

حشرات ناقراره وي:

ماهرين وايي، له باران څخه وړاندي په هوا کي د «آټوموسفير» فشار راټيټيږي؛ کله چي دا فشار راټیټ شي، ټول حشرات بې حالي او ناقراري کوي او د یوځای کېدلو لپاره دلچسپي ښيي، ددې لپاره څېړونکو د موذي، شته ها، بیدها يا «ډله ييز ښاپېرکانو»  ۳ ډوله حشرو د يوبل سره د جنجال چلند ته کتنه کړې، چي دا ۳ ډوله حشرې ورته غبرګونونه لري. د څېړونکو په خبره، کله چي دوی احساس کاوه، چي باران کيږي، نو ترټولو ډېر دغو حشراتو د راټولېدو او یوځای کېدو هڅه کوله.

ښايي مرغان وتښتي:

په ۲۰۱۳م کال کي سپړونکي د سپېرکونډکو «چکاوک» مرغيو د هغې ډلي د مهاجرت آړوند مغشوش شول، کوم چي د آمریکا د «ټينسي» آيالت له غرونو څخه يې ناڅاپي آلوت کړی و. يادو مرغانو هر يوه يې په انفرادي ډول سفر کړی و؛ په داسي حال کي، چي طوفان لا «۵۶۰» میله لېري راروان و، د طبیعت حالت هم هيڅ بدلون نه و موندلی، چي دوی ته خبر ورکړي، آن د باد سرعت، باران او «اټوموسفیر» فشارونه لانه وه بدل شوي. وروسته چي طوفان تېر شو، دا مرغۍ بیرته راستنې شوې. څېړونکي وايي، مرغان ترټولو لېري او مخکي ږغونه احساسوي، چې انسانان یې نه اوري.

د هوا بوی بدليږي:

يوازي تاسو نه ياست، چي تر باران وړاندي د ځمکي نرم او ځانګړی بوی حس کوئ؛ خو تاسو دا ښه پېژنئ، چي د «اوزون» کيمياوي فرموله ده. کله چي طوفان رانږدې کيږي، طبعاً دا «اوزون» مالیکولونه مځکي ته نږدې کيږي؛ تر دې آندازې، چي د انسان پوزي ته رسيږي.

د شاتو مچۍ سخت کار کوي:

د جیناسکي زراعتي پوهنتون څېړني وړاندیز کوي، چي د شاتو مچۍ د باران وړاندوینه کولای شي، کله چي باران کېږي، نو دوی خپل د ضرورت وړ خواړه ذخيره کوي او په يولړ هغو خاصو موقع ګانو کي يې مصرفوي، چي آړتیا ولري. ساینس پوهانو له یوې میاشتي څخه د ډېر وخت لپاره له ۳۰۰ مچيو څخه نظارت وکړ او دا په زړه پوري څه یې وموندل، چي تر باران یوه ورځ مخکي لا د شاتو مچۍ له معمول څخه زیات کار کوي او شته فرصت د خواړو په ژر راټولولو مصرفوي، ځکه دوی نه غواړي د باران اورېدو پرمهال خواړه ولټوي.

سپي عصباني کيږي:

سپي هم د تندر او طوفان پرمهال ډېر ويريږي او تر يادو دوو طبیعي پېښو پیل کېدو مخکي د خپلو آړینو توکو په ژر راټولو کي پيل کوي. د وترنرۍ کارپوهان شک لري، چي آن سپي د موسم وړاندوینه کولای شي؛ ځکه دوی د «آټوموسفیر» د فشار سره يوځای تغير کوي، دغه راز د رعد و برق ټيټ ږغونه او ساکن برق مخکي له دې، چي انسانان يې حس کړي؛ سپي يې احساس کوي؛ دا بدلونونه ډېر آسانه سپي عصباني او قهرجن کولای شي او ښايي د يوې طبیعي پېښي رامنځ ته کېدو څخه مخکي ستاسو څاروی هم د تمي خلاف ترټولو ژر ځان پټ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply