زرینه طرحه

سیدشاه ګل ویاړ

0 808

ګټونکي ټیم ته دې په لومړنیو پایلو کې بریا مبارک وي!

کله چې نهايي پايلې اعلان شي، له هغې وروسته دې په بل پړاو کې یو قوي مرکزي نظام را منځ ته شي. داسې نظام چې زورواکۍ او زورواکو ته د پای ټکی کیږدي، د مفسد او فساد جرړې وباسي، سیمه ایزې امپراطورۍ او موازي حکومتوالۍ را نسکورې کړي، باج اخېستنه او باج ورکوونه پای ته ورسوي. مرکزي نظام دې مسلکي، په کار پوه، حاکساره خو خدماګاره وزیران او والیان مقرر کړي او که چېرې اغیزمن ثابت نه شول له دوی دې پلاران نه جوړوي، په کور دې یې کېنوي او د خیانت کولو پر مهال دې يې د سنګینو جزاګانو سره مخ کړي تر څو نورو ته د نظام قاطعیت ور په ډاګه شي.

د ستاینلیکونو شمېر دې راکم شي یانې په ډېرو کمو وختونو کې دې ګټنه ترې وشي او د ستاینلکونو صلاحیتونه دې له هر کس و ناکس نه واخیستل شي. د ټولنیز فساد او غلاوو د ورکولو لپاره دې په هر ولایت کې تر لسو کسانو پورې غلو څخه لاسونه او پښې پرې شي، لس قاتلین دې قصاص شي، لس نشه یان دې په درنه جزا محکوم شي. شرابخواره او بد کرداره اشخاص دې په ولایاتو او مرکز کې د خلکو د خدمت لپاره په چوکیو نه کېنول کیږي؛ ځکه د همدوی له وجې د دولت او ملت تر منځ فاصله پیدا کیږي.

د هر معاصر اقدام کولو مخکې دې د عامه خلکو اذهان یاد کار ته چمتو شي، تر څو د عوامو د منفي غبرګونونو سره مخ نه شي. معارف، لوړو زده کړو، امنیتي او روغیتا سکتورونو کې دې ژور اصلاحات راشي.

معارف کې دې تر ټولو برجسته او با استعداده کسان د معلم په حېث مقرر شي او تنخوا دې يې د اوسنۍ تنخوا څو برابره لوړه شي. په معارف پخوانیو ځینو ورتپل شویو ښوونکو ته دې وخت ورکړي او معیارونه دې ورته وټاکي، که چېرې يې په ټاکل شوي وخت کې د ټاکل شویو معیارونو سره ځانونه برابر نه کړل، نو په هره ولسوالۍ کې دې تر پنځلسو معلمین له دندو ګوښه کړي؛ د دې هر څه لپاره دې ژمن، په کار پوه او مسلکي ناظرین او مفتشین وګمارل شي. ورته کار دې په پوهنتونونو کې هم وشي. لکه څه ډول چې په پرمختللیو هېوادونو کې په میلیاردونو ډالر علمي تحقیقاتو ته ځانګړي کيږي، دلته دې هم د لوړو زده کړو په برخه کې علمي تحقیقاتو ته کافي بودجه ځانګړي شي.

د نجونو تعلیم ته دې ځانګړي پاملرنه وشي او د لوړو زده کړو لپاره دې لارې ورته هوارې شي. دوی دې طب، تعلیم او تربیه، شرعیات او ادبیات ولولي تر څو د مور کیدو په صورت کې راتلونکي نسلونه سالم او عالم وروزي. د راتلونکو نسلو او ټولنې اصلاح له کورنیو او په کورنیو کې له میندو پیلیږي؛ ځکه اړینه ده چې میندې باید لوستي وي. په امنیتي سکتورونو کې دې باایمانه او باوجدانه کسان په رأس کې وګمارل شي، داسې کسان چې په خپله خاوره او خپل پرسونل سودا نه کوي، له خدایه او ورکړل شوي قسم نه ویریږي، د شرابو او کبابو په ځای د ملت هوساینه ورته لومړیتوب ولري، مخالف لوری یوازې په زور نه بلکې په حکمت او علمیت قانع کړلی شي.

تاسو بیا ګورئ چې جوړیږي که نه!؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply