د مریض پوښتنه

دكتور محمد عبدالرحمٰن العريفى

0 965

ژباړن: میوند محمد جمال

آيا موږ د مريض پوښتنه د هغه مال لپاره كوو؟

آيا موږ د يوه غريب پوښته د دې لپاره كوو، چې هغه زړور دى؟

موږ د يوه كمزوري پوښتنه د څه لپاره كوو؟ آيا موږ د هغه د نسب او ښايـست له امله د هغه پوښتنې ته ورځو؟.

نه داسې نه ده كوم خلك چې رښتوني مسلمانان وي هغوى د انسان، مال ، نسب او طاقت ته نه ګوري او مريض چې هغه په هر حال وي پوښتنه یې د دې لپاره كوي ترڅو الله جل جلاله اجر او ثواب وركړي.

د ثوبان رضى الله عنه نه روايت دى چې وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:

«من عادمريضا لم يزل فى خرقة الجنه حتى يرجع»

ژباړه: «چا چې د يوه مريض پوښتنه وكړه هغه به تر هغه په جنت كې وي ترڅو چې د مريض څخه تللى نه وي» مسلم

د حضرت على كرم الله وجهه نه روايت دى، چې وایې: ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه واورېدل چې هغه فرمايل:

ژباړه: «كوم مسلمان چې په سهار كې د بل مريض مسلمان پوښتنې ته ورشي تر ماښامه ۷۰ زره فرښتې هغه ته دعا كوي او څوك چې د کوم مسلمان پوښتنې ته د شپې ورشي تر سهاره د هغه لپاره اويا زره فرښتې دعا كوي او هغه ته په جنت كې الله جل جلاله يو باغ وركوي» (ترمذى)

د ام سلمة رضى الله عنها نه روايت دى چې وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:

ژباړه: «كله چې تاسو د كوم مريض پوښتنې يا  كوم مړي ته ورځى نو هغه ښه يادوى، تاسو چې هلته څه وايى فرښتې په هغه آمين وايي» مسلم

د ام المؤمنين بى بى عايشې رضى الله عنها نه روايت دى چې وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به چې كله د كوم مريض پوښتنې ته ورته او يا هم هغه ته كوم مريض راوستل كېده هغه عليه السلام به ورته ويل:

«اذهب البأس رب الناس ،اشف، انت الشافى، لا شفاء الا شفاءک ، شفاء لا یغادر سقما»

ژباړه: «اى د خلكو ربه! ته دغه تكليف لرې كړې، ته شفاء وكړه، همدا ته شفاء وركونكى يې، شفاء خو هاغه شفاء ده چې ته يې وركوي ته داسې شفاء  ورکړي چې هغه يو مرض هم پرې نږدې» (بخاري- مسلم)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply