زموږ پنځه انجینران او د پنجاب یو ملا

 عزت الله عالم

0 601

زموږ د پوهنتونونو څخه فارغ شوي ځوانان دوه عمده مشکلات لري. لومړی زموږ حکومت دومره دندې نه لري لکه څومره چې زموږ پوهنتونونه فارغان لري. کېدای شي ډېر ژر یو داسې وخت‌‌ راشي چې ډېری ځوانان او یا هم پيغلې به لوړې زده کړې او یا ماسټرۍ ولري، خو د کارکولو عمرونه به یې تېرشوي وي او په ټول عمر کې به دندې ترلاسه نه کړي. اوس هم یو شمېر داسې خلک لرو خو  خبره اکثریت ته نه ده رسېدلې. د دې لپاره چې د دې مشکل مخه مو نیولې وي، راځئ چې له سیمې او نړیوالو سره یو ځای ګامونه پورته کړو او داسې نه شي چې، بیا یې شل کاله وروسته ارمان وکړو.

دوهم عمده مشکل دا دی چې زمونږ اکثره محصلین یوازې په افغانستان کې د دندو یا وظیفو د تر لاسه کولو لپاره لوړې زده کړې او پوهنتونونه وایي او د افغانستان د زده کړو په معیار ځانونه سمبالوي. زمونږ محصلین باید دې ته پاملرنه وکړي او په دې خبره ښه پوه شي چې نړۍ اوس یو کلی دی او د نړۍ ټول هېوادونه په یوﮤ نه، په بل ډول له یو بل سره اړیکې لري. که زمونږ محصلین په رښتیا سره غواړي چې په راتلونکې کې ښې او لوړې دندې ولري، نو باید ځانونه د زده کړو په نړېوال معیار او یا سټنډرډ سمبال کړي. نړېوال سټنډرډ څه ته ویل کېږي؟

د ښوونې او روزنې په ډګر کې د نړېوال سټنډرډ تر ټولو مهم او لومړی شرط د نړۍ په مشهورو ژبو خبرې، لیک او لوست دی. په اوسني وخت کې د نړۍ مشهورې او مهمې ژبې انګلیسي، فرانسوي، چیني او عربي ژبې دي.

د نړېوال سټنډرډ دوهم شرط دا دی چې یو محصل په خپله رشته یا څانګه کې لوړې زده کړې او تخصص تر لاسه کړي. محصل باید په دې بسنه و نه کړي چې پوهنتون ته یې تګ او راتګ کړی او سند یې هم تر لاسه کړی دی. که زمونږ ځوانان پورتني دوه نړېوال شرطونه په سمه توګه پوره کړي، نو بیا ګرانه نده چې زمونږ ډېر ځوانان به په بهرنیو هېوادونو کې ښې او لوړې دندې تر لاسه کړي. کله چې زمونږ ځوانان په بهرنیو هېوادونو کې دندې تر لاسه کړي، لمړی به زمونږ پر حکومت باندې د دندو د پیداکولو فشار کم او دوهم به زمونږ ځوانان او مسلکي کدرونه په رښتوني ډول زمونږ ګران هېواد افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو سره ونښلوي او هم به د دې په بدل کې په لوړه کچه بهرني اسعار زمونږ هېواد ته راشي.

نن هغه پخوانۍ نړۍ نه ده چې یوازې به په تولیداتو ولاړه وه. نن پرمختللې نړۍ په نورو خدمتونو هم ولاړه ده او که موږ وکړای شو چې نړېوالو ته ښه او معیاري خدمتونه وړاندې کړو، نو د نړۍ هېوادونه به موږ ته د اړتیا احساس وکړي. دا ډول چارې به د دې سبب شي چې ترهګري او جګړې زمونږ د هېواد څخه کډه وکړي.

اوس خو موږ پر بهرنۍ نړۍ بار او سوال ته ناست یوو. که زموږ ځوانان په بهرنیو ژبو ښه پوه او انټرنټ چې ټوله نړۍ یې سره تړلې، په تخصصي ډول زده کړي او وکولای شي چې ښه او سټنډرد خدمتونه وړاندې کړي، نو د دې اړتیا به نه وي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي. دا ډول خدمتونه کېدای شي چې د خپل هېواد څخه بهرنۍ نړۍ ته وړاندې کړي.

پاکستاني عادي ملایان چې انګلیسي ژبه یې زده کړې، په اسټرالیا، امریکا، اروپا او نورو هېوادونو کې د مېشتو مسلمانانو د میندو او پلرونو څخه د میاشتې په زرهاوو ډالر ترلاسه کوي. ځکه چې د هغوی ماشومانو ته په انګلیسي ژبه قرآن شریف ور زده کوي. دوی کېدای شي چې د پنځو افغان انجنیرانو یا ډاکټرانو په پرتله ډېرې پېسې ترلاسه کړي.

هغه محصلین چې په خپل او یا هم د حکومت په لګښت بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره ځي، هغوی باید په نړېوالو ښوونیزو معیارونو ځانونه عیار او برابر کړي تر څو د ټول عمر د پاره دخپلې کورنۍ او زمونږ د ګران هیواد د اوږو بار نشي.

راځئ چې هرڅه حکومتونو ته پرېنږدو. مونږ د دې هېواد وګړي هم باید د هېواد او ملت په جوړولو کې د حکومت سره مرسته وکړو. که همداسې روان وو، په راتلونکو سلو کلونو کې دې د غښتلي، ازاد او پرمختللي افغانستان هیلې له زړونو څخه وباسو. مونږ ځوانان او پېغلې که لاس په کار شو، ډېر څه کولی شو. نو راځئ چې ځانونه د سیمې او نړۍ په کچه په سټنډردې پوهې سمبال کړو تر څو وکولای شو خپل ګران هېواد افغانستان ته د خدمت مصدر وګرځو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply