د ځنګل وير

عبدالهادی هادی

0 567

په سيدني کې د استراليا د يوه سوځېدلي ځنګل په ليدو:

د ځنګل وير

د ځمکې شنې لوپټې اور اخيستی،
ځنګل د اور په خوله کې چغې وهي.
يوې کبلۍ، يوې کانګرو او يوه سوی،
د يوې ګورې ونې،
سيوري ته
پناه وروړې،
ونې پر سر د اور پړونی پروت دی،
ونه ،
د خپلو ميلمنو ساتنه ، نه شي کوی،
سوی او کبلۍ او کانګرو،
په اور کې سوي دي
او ټنډ پراته دي،

***
د ځمکې شنې لوپټې اور اخيستی.
ځنګل د اور په خوله کې چغې وهي.
يوې کواله،
د ونې ډډ،
په غيږ کې کلک نيولی،
خدای ته زارۍ کوي،
چې ونه،
اور کې ونه سوځي،
خو اور،
د ونې په خوراک لګيا دی.
خلک،
هغوی چې د قيامت،
تصور نه شي کوی،
دلته قيامت،
په رڼو سترګو ګوري.
***
د ځمکې شنې لوپټې اور اخيستی.
ځنګل د اور په خوله کې چغې وهي،
آهای،
څوک شته،
چې د ځنګل ،
د شنه ټيکري،
د سوځېدلو، مخنيوی وکوي؟
څوک شته،
چې د لمبو له ستوني،
د شنو طوتيانو،
جادوګرې نغمې،
بيا وساتي؟
څوک شته،
چې،
په اور د سوځېدلي بلبل،
ژوند وژغوري؟
څوک شته،
چې،
په لمبو کې ،
د ايسارو ژويو،
ژوند وژغوري؟

***
د ځمکې شنې لوپټې اور اخيستی،
ځنګل د اور په خوله کې چغې وهي،
او انسان،
دا ورانونکی مخلوق،
د شنه ځنګل،
د سوځېدو ،
په تماشه لګيا دی،
د ښکليو ژويو،
سوځېدلو، جسدونو سره،
موبايل راباسي
او سيلفيانې اخلي!
بيوسه شوی انسان،
د خدای مغرور،
د خدای شريره مخلوق،
د خپل ځنګل
او د هوا او اوبو،
د شهادت په وير کې وينې ژاړي،
له وس يې هيڅ نه کيږي،

***
د ځمکې شنې لوپټې اور اخيستی،
ځنګل د اور په خوله کې چغې وهي.
او خدای،
له پاسه ګوري،
ننداره يې کوي،
هم د باران،
هم د اوبو،
هم د شمال کيلي په لاس کې لري.
ورېځې راشي،
ورېځې،
ډکه غولانځ يوسي بيرته،
خدای،
د وريځو اوښان،
دلته نور نه پنډوي،
دلته د وريځو اوښې نه لوشي نور.
د ځمکې،
شنې لوپټې اور اخيستی،
او ځنګل،
د اور په خوله کې چغې وهي.

۹/جنوري ۲۰۲۰
سيدني/ استراليا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply