د کره کتنې ژبه

فیصل ستانکزی

0 815

کره کتنه د ادبپوهنې اساسي څانګه ده، چې ادبیات کره کوي.

هر څیز د بیان خاصه ژبه غواړي. کره کتنه هم، چې موخه یې په استدلال اصلاح ده غوښتنه کوي، چې د بیان خاصه ژبه ولري. کره کتنه هم شفاهي وي او هم لیکنۍ زموږ موخه د دواړو ډولونو ژبه ده.

 د کره کتنې ژبه نه د پنبې په شان نرمه ده، نه د وسپنې غوندې سخته. کره کتونکی که د یو چا پنځونه نقدوي حتی د «باید» مطلق حکم نه کوي «له انشټین څخه رانیولې تر اوسه پورې پر علومو نسبیت واکمن دی. که څوک پر نسبیت خپل معیار وټاکي؛ نو په هغه صورت کې ده ته د خپل نړۍ لید عیبونه معلومېږي او کله، چې څوک د خپل نړۍ لید پر اساس خبرې کوي؛ نو مطلق حکمونه نه کوي. هر فکر، چې مطلقیت پکې وي هغه افراطي کېږي؛ له مطلقیت او افراطیت څخه استبداد رامنځ ته کېږي.» (۱) پنځګر، چې کله پنځونه کوي؛ نو کړې پنځونه یې له دوو صفتونو سره مله وي. یا ښېګڼې لري یا بدګڼې. کله بیا داسې هم پېښېږي، چې پنځونه دې د دغو دوو صفتونو ګډوله وي. پورته مو، چې د پنبې غوندې ژبې یادونه وکړه معنا دا، چې نقاد دې داسې الفاظ نه کاروي، چې اثر به پاو ارزښت نه لري؛ خو دی به یې ارزښت خروار کړي، ځکه بې ځایه ستاینه پنځګر ته کاذب ویاړ ورکوي، چې د رُشد مخه یې نیسي. فېسبوکي شاعران اکثراً د دغې ناروغۍ په لومو کې نښتي دي. دوی دېته نه ګوري، چې د شعر کیفیت یې څومره دی بلکې د کمیت پر اساس شاعري کوي. د دغو شاعرانو لایکونه به ډېر شي؛ خو د شعر په هنر کې به هنرمن نه شي. که غواړو، چې د شعر لیکلو په فن کې ښه ماهر شو؛ نو بیا ښه ده، چې د شعر تیوري مطالعه کړو، تر څو د شعر لیکلو لارې رامعلومې وي. د کره کتنې د دغې ژبې یوه ښېګڼه دا ده، چې کره کتونکی پنځګر دې ته متوجه کوي، چې زه چې  څه درته وایم د کره کتنې د اصولو په رڼا کې زما نظر دی. یعنې کره کتونکی مطلق حکم نه کوي، چې زما نظر د کاڼي کرښه ده او څوک یې ردولی نه شي او په کره کتنه کې دا معقوله هم نه ده، ممکن یو بل کس پیدا شي، چې د ده نقد، نقد کړي.

د نقد دویمه ژبه زما په ګومان د وسپنې په شان سخته ژبه ده. دغه ژبه پر کره کتنې هله واکمنه وي، چې کره کتونکی مضر استدلال وکړي، له مضر استدلال څخه موخه دا ده، چې کره کتونکی له لیکوال سره د مور، نه بلکې د میرې چلن وکړي. له دغه رېسک سره مخامخېدل شعوري یا ناشعوري وي؛ خو د دغه خطر ضرر هله ډېر وي، چې کره کتونکی په شعوري توګه دغه کار وکړي. استاد اجمل ښکلی په یوې مقالې کې د کره کتونکي دغه چلن د هټلر له مستبد چلن سره ورته ګڼي وایی، چې «هټلر یو مستبد سړی و، چې حکم به یې وکړ، بیا ورسره چا د منطق خبره نشوه کولای او همدا یې د ماتې مهم لامل و. که کره کتونکی هم هټلر شي، لوستونکي به ونه مومي.» (۲)په نقد کې د نقاد موخه په استدلال د پنځونې سره کول دي، نه د استبداد واکمنول. نقاد که غواړي، چې استبداد واکمن کړي؛ نو بیا کره کتنې ته اصلاً اړتیا نه شته. د استبداد د واکمنولو لوی زیان دا دی، چې د پنځګر او نقاد تر منځ د حسد تار غزوي، حسد بیا خصومت ته لار پرانیزي. په علومو بالخصوص په ادبیاتو کې بیا د خصومت پاللو ته اصلاً ځای نه شته. نقاد ته پکار ده، چې په نقد کې د هټلر د لارې لاروی ونه اوسي، ګنې پر دې، دې پوه شي پر کومه لار، چې ځي ترکستان ته تللې.

پوښتنه دا ده، چې کره کتونکی ولې مستبدېږي؛ ولې ناپېیلی نه پاتېږي؟

کره کتونکی د درېیمګړي په توګه د پنځګر پر پنځونې قضاوت کوي. د نقاد کړی قضاوت باید ناپېلی وي؛ خو ځینې وخت داسې پېښېږي، چې د نقاد قضاوت ناپېیلی نه وي. «د پنځونې پر ځای چې د کره کتونکي توجه پنځګر ته ډېره وي، د کره کتنې ناپېیلتیا له ګواښ سره مخېږي. کره کتونکی د شاعر یا لیکوال له ادبي قد و قامته مرغوبېدای شي یا په خپل درانه ادبي سیوري کې هغه ورکولی شي، ځکه نو د پسرغښتوالې، رغښتماتې او پسنوښتي(پوسټ ماډرنېزم) پلویو کره کتونکو له متنه د پنځګر یا شاعر شخصیت نفې کړ، چې د رولان بارت(پنځګر ومړ) لیکنه پکې مشهوره ده.» (۳: ۱۶۱)

اوس که یو اثر کافي اندازه ښېګڼې لري، کره کتونکی به څنګه چلن ورسره کوي؟

که یو اثر هر څومره ښېګڼې ولري کره کتونکي ته پکار ده، چې بیان یې کړي، ګنې بې انصافي کوي، ځکه کره کتنه دا تقاضا کوي، چې کره کتونکی ښه ته، ښه ووایي. د دې خبرې پرعکس هم صدق کوي؛ خو دلته کره کتونکي ته پکار ده، چې له استبداد سره احتیاط وکړي.

پنځګر ته هم پکار ده، چې د کره کتنې له غوښتنو سره سم دې چلن وکړي، د کره کتونکي کوم نظرونه، چې د ده د پنځونې په اصلاح کې نقش لرلی شي، استفاده دې ځنې وکړي او کوم نظرونه، چې د ده د اثر په سمونه کې له ده سره مرسته نه شي کولی په استدلال دې رد کړي. زه د داسې صحنې شاهېد یم، چې یوه ښه کره کتونکي د یوه لیکوال پر لیکنه مستدل نقد وکړ؛ خو لیکوال د دې پر ځای، چې استدلال وکړي، نقاد ته دومره نامناسب لقبونه وکارول، چې د یوه لیکوال له شخصیت سره نه ښایي.

د نقد لپاره ښه لار دا ده، چې نه د هټلر چلن وکړو او نه هم داسې لهجه وکاروو، چې پنځګر د پرمختګ پر ځای شاتګ ته سوق کړو. په افغان ادبي بهیر کې د کاروان صاحب په اړه مشهوره ده، چې وایي:«د ځوانو لیکوالو او شاعرانو په زړونو کې باید واړه اغزي مات شي، تر څو پرمختګ وکړي.»

کره کتونکی که غواړي، چې کره کتنه یې موئثِره وي، لاندې توصیې به له ده سره د ښې کره کتنې په ترسره کولو کې مرسته وکړي:

۱ـ  د ادب او کره کتنې پر ماهیت پوهه. زه که د کره کتنې پر ماهیت پوه ونه اوسم او نقد کوم، هوا ګزوم.

۲ـ  د ادب او نقد په اړه له نویو تیوریو اګاهي درلودل. نقاد که په زړو تیوریو اکتفاء وکړي او د نویو تیوریو مطالعې ته یې اړخ له زمکې جګ وي، نقد به یې موئثر نه وي.

۳ـ  د کره کتنې پر اصولو پوهه. کره کتونکی که د کره کتنې پر اصولو پوه وي د هټلر له چلن سره به یې احتیاط کړی وي.

۴ـ  د یوه اثر په اړه بې پرې قضاوت. نقاد که اثر د رخې او دوستۍ په معیار کره کوي، د کره کتنې د غوښتنو خلاف عمل کوي.

۵ـ پر ژبپوهنې پوهه. کره کتونکی د ښې کره کتنې لپاره باید د ژبو پر اصولو پوه وي.

۶ـ په ادب کې د اسلافو مطالعه. زه که کره کتنه کوم باید خوشحال بابا، رحمن بابا، شیدا… مطالعه کړم.

۷ـ پر ادبي فنونو پوهه. د اثر په اړه د پر ځای قضاوت لپاره نقاد ته پکار ده، چې پر ادبي فنونو پوه اوسي.

ادبیات په نقد پرمختګ کوي او پرمختګ هله چټک شي، چې د نقد ژبه د نقد د غوښتنو پر اساس وي.

ماخذونه:

۱ـ ښکلی، اجمل. په افغان ادبي بهیر کې پر یوې لیکنې شفاهي کره کتنه. کابل

۲- ښکلی، اجمل. ۱۳۹۸ ل. د کره کتنې په اړه څوخبرې. تاند وېبپاڼه.

۳ـ ښکلی، اجمل. ۱۳۹۶ ل. ادبستان. ننګرهار: کلاسیک خپرندویه ټولنه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply