د سمې لیکنې لپاره لارښوونه

 لیکوال : اجمل میاخیل

0 977

که وګورو نو په یوه موضوع آن څو کتابونه تکرار لیکل شوي خو ښه ده چې د پخوانیو لیکنو په پیروۍ په هماغو موضوعګانو د لیکنو کچه را کمه شي، ځکه ډیری يې د نه کاریدنې له کبله خپل ارزښت له لاسه ورکوي. زما خبره په ادبیاتو کې ده خو داسې هر بل مسلک درواخله. نو ضرور نه ده چې په هماغه موضوع په یوه بله وینا بل لیکوال لیکنه وکړي. له دې چې د پخوانیو لیکوالو په لیکدودونو لیکنه وشې ځکه هغه چې لیکل شوي بسنه کوي، نه ښایي چې له لسو نورو کتابونو یو کتاب څوک په خپل نوم جوړ کړي، خو کتاب هغه دی چې ولیکل شي! نو څه ښه چې د نوې لیکدود په اړه، همداسې په ژبپوهنه، ګرامر او یا نورو مهمو برخو کې چې لږ تر لږه د وخت په ضایع کیدو وارزي او لوستونکي ولري، نوې پنځونې، زیاتونې او نوښتونه وشي. دا خبره مې په دې مـعنا ده چې لومړی دې وکتل شي چې دا موضوع د لیکنې وړ ده، ارزښت لري او که نه؟.

هر څوک چې املا‌ء لري هغه لیکنه هم کولای شي د دې په توپير چې ښه، پخه او کره لیکنه کومه ده او پياوړی لیکوال څوک دی؟ نو ویلی شم چې د ضرورت له مخې په یوه موضوع داسې هر اړخیزه لیکنه چې په هغې کې اړین معلومات ځای شي تر څو لوستونکو ته د سوال ځای پاتې نه وي، ژوندي مثالونه ولري، د تجربې او څیړنې پایله وي، لوستونکې ترې په اسانۍ مطلب واخلې او وپوهیږي دا ښه او کره لیکنه ده او دا چې لیکنه د لیکوالۍ په هنر او معیارونو برابره ولیکل شي دا بیا د پياوړي لیکوال ځانکړنه ده.

د سمې لیکنې لپاره ډيرې لارښوونې شته چې له هغو څو اړینې به لاندې یادې شي، خو اوس به په سمونه باندې لنډکی بحث وکړم. استاد عبدالسمیع وحدت په خپل کتاب (د سمونې لارښود) کې د سمونې پېژندنه داسي راته کوي: هغه ټول ادلون بدلون چې له لیکنې وروسته په متن، محتوا، ارقامو، لیکبڼو او د ژبې په اصلاح کې راځي او لـیکنه چاپ ته تیاروي، دېته سمونه وایي.

نو ویلی شو چې په لیکنه کې د هر راز غلطیو لرې کولو ته سمونه وایي، دا چې کره او پاخه معلومات را ټول کړو دا مو د لیکنې منځ پانګه ځواکمنوي خو دا چې همدغه معلومات په سمه او معیاري توګه څنګه تر نورو ورسوو دا د لیکوال له ځانګړي مهارت برسیره سمونې ته اړتیا لري، دغه سمونه لومړی خپله لیکوال د لیکلو په لړ کې بیا یې د بیا ځلي لوستلو، له نورو مسلکي کسانو په مشوره اخیستلو او په پای کې یې د سمونګرانو په لارښوونه کولای شي. استاد اجمل ښکلی هم په دې ټینګار کوي چې “د کتاب په چاپولو کې بېړه په کار نه ده، ځکه د دې پر ځای چې شهرت تر لاسه کړو، اعتبار له لاسه ورکوو”. په هره موضوع که څومره هم لیکنې شوې وي خو غوره به هغه چې کره وي، نوی مطلب ولري او له ګونګتیا پاک وي.

نو اوس به په لیکنو کې په ستونزو او لازمو لارښوونو وغږیږم او په سر کې به یې د لیکنښو په خپل ځای کارولو څخه پیل کړم. د لیکنښو پېژندنه او کارونې ځای زده کړه ضرور ده! دا بیا لوسته اسانوي، مطلب مو په هغه توګه چې موږ یې غواړو رسوي، که نه نو سوالي جملې، ندایي او خبري جملې به سره ګډې شي، د امر او نهې توپیر به ونشي، جملې به جلا نه وي او په جملې پورې تړلي توکې به ښکاره نه وي. زموږ فکر، عاطفې، حیرانتیا، غوسه، جدیت، احساس او د خبرو آهنګ به نا څرګند پاتې شي، لفظونه، کلمې او عبارتونه به روښانه نه وي، واړه عنوانونه به له متن سره توپیر نشي او داسې نور لسګونه د کارونې ځایونه لري، چې بی معنا به پاتې شي. دا هر یو حالت ځانته جلا نښه لري چې پام ورته حتمي دی. هم په پښتو کې د پينځو (ي) ګانو زده کړه او په ځای کارونه، دا په پښتو کې دومره ارزښت لري چې که څوک په (ي) ګانو نه پوهیږي نو لیکنه دې نه کوي! د پښتو ځانګړو تورو زده کړه او سمه کارونه، هم په پښتو کې (و) په لغتونو پورې اړوندېږي، مطلب لغت چې وکارول شي بیا وروسته د تلفظ له مخې کتل کېږي چې په دې کې کوم (و) پروت دی (نرم، څرګند، اوږد او که کوچنی)، خو د یو او دوو (واوونو) له کارولو سره پام کول پکار دي. د پورتنیو نښو او تورو سمه کارونه مو له املایي غلطیو ژغوري، له بلې خوا له غلطیو څخه پاکه لیکنه لوستونکو سره په لوست او پوهیدا کې مرسته کوي.

په لیکنه کې د ستونزمنو او پېچلو وییونو (لغتونو) کارونه: د ستونزمنو لغتونو په کارولو سره لوستونکې اړ کېږي چې قاموسونو ته مخه کړي خو د دغو لغتونو کارونه چې لیکوال غواړي خپله ذهني لغوي زیرمه لوستونکو ته ښکاره کړي چې له دې سره لوستنه ستونزمنوي او یا ځینې د نورو لیکوالو په پرتله قصدي ځینې لغتونه په لیکنه کې ور اچوي، چې د خپلې لیکوالۍ ځواک وروښيي؛ دې ته ورته د غونډلو (جملو) داسې را پېچل چې لوستونکی یې بار بار لوستلو ته اړ شي تر څو جمله سمه ولولي او بیا مطلب ترې واخلې، دا ناسم کار دی، ځکه د هغو لغتونو کارونه چې عام نه دي او له قصده د جملو پېچل ژبه یوه ستونزمنوي او لیکنه هم، دا له لیکوال سره نه ښايي، نه یې هم په لیکوالۍ پورې تړلی کوم خاص هنر او ځانګړنه بولم.

یو لغت په بېلابېلو بڼو لیکل: همدا خبره په لیکنه کې یو معیار د لغت یوه بڼه لیکل دي. دا بیا دوه قسمه دي: یو هغه چې هماغه یو لغت د بڼې له مخې څو

ډوله ولیکل شي او بل هغه چې پښتو او د اصـلي ژبې (دواړه) بڼې یې لیکل شوي وي. لکه: مالومات/معلوم-معلومات (د “سمونې لارښود” په کتاب کې د معلوم اصلې بڼه همداسې ښودل شوې ده خو په اکثرو ځایونو کې مالومات راغلي)، خراب وي/خرابوي، غیرې ضروري/غیر رسمي، پارسي/فارسي، مثلا/مثلاً/طبعاً، ایا/ آیا، تورو/توریو، مانا/معنا، کلمات/کلمې ….

کارول/استعمال، سپورت/ورزش، بنسټ/اساس، مثلا/لکه، تېز/چټک، فهرست/سرلیک، قرارداد/تړونلیک، قبول/منل، فاصله/تشه، نښه/علامه، لیږد/انتقال، حتا/ان، اېدیټ/سمونه، په خاطر/په پار، نومځری/فعل، مختلف/بېلابېل، توجه/ پام، املا/املاء، ایا/آیا، مثلا/مثلاً، تقریبا/تقریباً، ضعیف/کمزور، رواج/دود، ښودل/ښوودل، مسئله/مساله ….

د لومړۍ شمیرې لغتونو څخه دې یوه معیاري بڼه په ټوله لیکنه کې وکارول شي نه چې یو ځای مالومات او بل ځای معلومات او د دوهمې شمیرې لغتونو څخه هم د یورنګۍ لپاره په هماغه یوه معنا یوه بڼه خو هڅه دې وشي چې پښتو بڼه وي. پښتو ته چې د نورو ژبو لغتونه راننوتې، له هغو څخه اکثرو ته پښتو خپل لغتونه لرل یا یې را وایستل نو ځکه دې پام وشې که چېرته پښتو بڼه یې عامه وه ضرور ده همدا په ټوله لیکنه وکارول شي که نه وه بیا هم د بلې ژبې دې ورسره په لیندکیو (قوس) کې ولیکل شي، بله لار هم شته او هغه دا چې: که چېرته په جمله کې کوم لغت معنا نه لېږدوله نو جمله بېخي په بل مخ واړوئ، مطلب جوړښت کې یې بدلون راولئ. لکه:

د هم آوازو کلماتو املاوې چیک کړئ.

هغه کلمې چې آوازونه یې یو شان دي املاوې یې وګورئ.

I hit you/ من از تو نفرت دارم/ (زه له تا نفرت لرم).

خو که لږ فکر وکړو او داسې ولیکل شي نو ښه ده (زه در څخه کرکه لرم).

کلي مسایلو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

هغه خبرې/مسئلې چې لمنې یې پراخې دي، لومړیتوب ورکول ورته په کار دي.

یا

د هغه سویه له ما پورته ده.

د هغه د پوهې کچه تر ما ښه ده.

که نه نو بیا دا په دې معنا شوه چې په معیاري لیکنه کې هم معیار ته پام نه کېږي، هلته چې د یوه لغت کومه بڼه معیار ده او یو لغت په یوه معنا او دوه بڼو لیکل ناسم دي خو بیا پلې کوو یې ولې نه؟

اوسنۍ لیکنه او املا دا راښیي، هم ژبه له موږ غواړي او لوستونکي هیله من دي چې باید ژبه اسانه کړای شي له همدې مخې اکثرو لیکوالو هم دا منلې ده چې په اوسنۍ املا او لیکنه کې ځینې لغتونه بیا په تېره د بلې ژبې څنګه چې تلفظ کېږي او ویل کېږي هماسې دې ولیکل شي، تر څو په ژبه کې اساني راشي، خو شته ځینې اوسني لیکوال چې کله عربي قاعدې په پام کې نیسې او کله نه؛ خو دا هم هماغه پورتنۍ خبره شوه ځکه چې یو نیم لغت نه په لیکلې بڼه تلفظ کېږي او نه د تلفظ په بڼه لیکل کېږي، دوی کله معیار ته لومړیتوب ورکوي او کله بیا د لغت عامې بڼې ته. لکه: مالومات/معلومات، کلمه/ کلمات/  کلیمه/کلیمې او …

لا تر اوسه هم د پښتو ژبې لیکوالو تر منځ په یاده برخه کې یووالی نه تر سترګو کېږي، نو ښه به دا وي چې لږ تر لږه زموږ په لیکنه کې یو رنګي احساس شي، له سره تر پایه باید یوه بڼه کاروو.

هغه لغتونه چې پښتو یې عام خو بیا هم د بلې ژبې لیکل کېږي: لکه د چا چې خپل مخ ته کاسه ایښې وي او بلې ته لاس غځوي. سمه ده چې ځینې بهرني لغتونه زموږ ژبې ته را ننوتې او زموږ ژبې خپل کړي هم دي خو له هغو څخه زیاترو ته پښتو خپل را ایستي او لري یې، چې بیا اوس عام شوي هم دي، نو څه ښه چې هغه وکارول شي. لکه:

استعمال/کارول/، نازک/نری، سټراکچر/جوړښت، پوست/پوستکی، دلچسپي/زړه ښه والی، تمرکز/پام، سویه/کچه، تطبیق/پلي کول، حتا/آن، اساس/بنسټ، حیث/توګه، حذف/لرې کول، مشکوک/شکمن، مصروفیت/ بوختیا، معلوم/ښکاره، وسایل/توکې، روش/تګلاره، مختلف/بېلابېل، عموماً/ ډیری، توجه/پاملرنه، دخالت/لاس وهنه، مهارت/وړتیا، منصرف/په شاکیدل، مقرر/ټاکل، خلا/تشه او …

پورتنۍ ستونزه د پښتو په سلګونو کتابونو کې لیدل کېږي، لوی لوی لیکوال ورته پام نه کوي او ځینې بیا د پورتنیو لغتونو په کارولو سره ځان د لغتونو یوه زیرمه ښیي.

یو لامل یې دا هم کیدای شي چې لیکوال ته یې د لیکنې او یا ژباړې په وخت پښتو بڼه ذهن ته نه ده ورغلې او بیا ورسته یې په سمونه کې هم پام نه دی کړی. دا هم منم چې نه شي کیدای په یوه لیکنه کې ټول پښتو لغتونو څخه کار واخیستل شي، خو که چيرته کوښښ وشي نو تر ډېره پښتو لغتونه ځاییدلی شي.

پښتو ژبه اوس هم د ډېرو بهرنیو لغتونو پوروړې ده او دا په هره ژبه کې شته، خو له ژبې سره هغه مهال زیاتی کېږي چې خپل لغتونه، هغه هم بیا عام، چې ټول خلک پرې پوهېږي، لري یې، خو نه کارول کېږي. دا ژبنی تبعیض نه، بلکه خپلې ژبې ته خدمت، که نه بیا خیانت ګڼلی شم. دا بیا په دې معنا نه ده چې د یوې ژبې دې ټول سوچه لغتونه وکارول شي، ځکه ځینې یې د نه عامیدو له کبله ژبه، هم لیکنه ستونزمنوي.

لکه (ویی) چې ټول خلک ورباندې نه پوهېږي او یوازې له ادبي اړخه پرې پوهیدای شو، خو په لغت بیا ټول پوهېږي او هم کېدای شي لیکنه د خپلو لوستونکو د پوهې له کچې سره برابره وشي. خو په هر حال په عامو لغتونو پام اړین دی، په دې باندې ځان نه شو خلاصولی. له بلې خوا که همدا (ویی) لیکوال خلکو ته ونه لېږدوي نو څنګه به د لغت په ځای خپل اصلي ځای ونیسي، نو تر څو چې یو لغت نه وي عام شوی د بلې ژبې دې په لیندکیو () کې ورسره ولیکل شي (د پوهېدا لپاره).

لاتیني/انګلیسي لغتونه بایده ده چې معنا یې په لیندکیو کې ولیکل شي او ځينې عبارتونه بې له هغو معنا شي: او که اوښتې بڼه یې نه لرله او د معنا کولو لپاره یې پښتو کې هیڅ نه وو نو باید تلفظ یې ولیکل شي.

زه په دې برخه کې له خپلو ژبپوهانو، لیکوالو او د پښتو ژبې مخکښانو څخه غوښتنه کوم، چې د بهرنیو لغتونو د راننوتو د مخنیوي او د را ننوتو لغتونو لپاره د پښتو شته لغتونو د کارونې او د نشته لپاره د را ایستلو په موخه د یوې ټول ګډونې ناستې هڅه وکړي، چې په ترڅ کې یې پورته ستونزو ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې د یوې ځانګړې خونې (شعبې) په پرانیستلو سره غور وشي، ځکه دا یې مناسب وخت دی، اوس مهال له هر اړخه په پښتو کې په ستونزو، کمییو او اړتیاوو پوهیدلي یو که نه نو د نړۍ پرمختګونو ته په کتو سره چې هر ورځ په بېلابېلو اړخونو کې نوې شیان منځ ته راځې دا بیا ژبه ورځ تر بلې له سوچه توبه کاږي.

جمع بیا مه جمعه کوئ: دا په ځینو لیکنو کې تر سترګو کېږي خو تا سو پام کوئ. لکه: وېښته/وېښتان، لیکوال/لیکوالان، معلومات/معلوماتونه، تجار/تجاران، دوا/دواګانې.

په عربي قاعده د لغتونو جمعه: ځکه ناسم او ورته د پام کولو وړ دي چې موږ په پښتو کې د جمعې خپل ډولونه لرو آن هغه لغتونه چې له عربي، انګلیسي او نورو ژبو څخه را ننوتې دي. لکه: لغاتونه، افعالو، کلمات، قوسین، قواعد او نور چې سمه بڼه یې لغتونه، فعلونه، کلمې، قوسونه او قاعدې دي او دا بیا پښتو بڼه او جمعه هم شوه.

همدلته ځای لري چې په (آ، اً او ء) هم لنډ بحث وکړم. زموږ ډېری لیکوال په دې ټینګار کوي چې دا فونیمونه (آوازونه) په پښتو کې نشته نو ځکه دې نه ترې ګټه اخیستل کېږي. منم چې پښتو دا نلري خو که چېرته مو د دغو آوازونو درلودونکي لغتونه منلي نو دا آوازونه ولې نه منو، ما د داسې لیکوالو ډېرې لیکنې ولوستلې ځينې ځایونه يې کارولي او ځینو ځایونو کې یې بیا نه دي کارولي؛ که چېرته په پښتو کې (آ، اً او ء) نه لرو نو بیا په لیکنه کې ولې د همدې آواز لرونکي لغتونه بې له دې نښو د تلفظ په موخه لیکو؟ او که تلفظ یې نه کړو نو بیا د لغت اصلې بڼه غلطه شوه او که د تلفظ په موخه یې لیکو نو بیا د دې آوازونو لیکل څه ستونزه/باک لري؟ هسې هم دا ټول د پردۍ ژبې لغتونه دي، د (سمونې لارښود) په کتاب کې ډېر ځایونه ایا، مثلا، اکثرا، مستقیما راغلي دا باید څنګه تلفظ شي؟ همداسې چې لیکل شوي؟ بیا یې معنا څنګه واخیستل شي؟ خو اخوا بیا د کتاب په بېلابېلو برخو کې املاء، آیا، حتماً، تقریباً او مثلاً هم راغلي چې سم دي. (یاده قاعده که پښتو کې نشته خو پښتو ته را ننوتې باید همداسې ومنل شي یا خو ورته بدیل را وایستل شي او یا باید په دې تورو ټول لغتونه له پښتو وشړل شي، چې په دې سره به ستونزه را پيدا شي).

د غونډلو (جملو) ناسمه اوډنه، املايي او ټایپي غلطۍ: په لیکنه کې مو د جملو جوړښت او د لغتونو املاء سمه کړئ، خورا پام ورته وکړئ په تېره بیا د ګرامر، او سمونې په کتابونو. منم چې دا ستونزې کېدای شي ځينې یې د ناسم ټایپ له مخې وي چې په اصل کې سرچینه یې بیغوري ده، ځکه خو علمي لیکنو کې وړې نه دي، چې زده کړې لپاره وي او یا نورو لیکوالو ته لارښود وي، ګرامر وي، ژبپوهنه وي، معیار ټاکي او یا سمونه ورښیي.

ساده او روانه لیکنه وکړئ: چې د پوهیدو وړ وي، جملې مه اوږدوئ که چېرته مطلب په لنډه جمله کې رسولی شئ، ځکه لوستونکې ستړې کېږي، خو که په لنډه لیکنه کې ډېر څه ورسوئ لوستونکې به مو در نه خوښ وي او دا مو د لیکنې ځواک ښیي.

څوګونې لهجې/لهجوي لیکنه: ځينې لیکوال له لهجوي اغیزو څخه نه شي را وتلی او ځینې بیا په پوهې سره لهجوي لیکنه وکړي چې د عامو لهجو کارونه د لیکنې د ښکلا په موخه هغه هم په ځینو ځایونو کې ستونزه نه لري، په تېره بیا په نظم کې، خو که د ګرامر، کره کتنې، سمونې، ژبپوهنې او نور علمي کتابونه وي نو بیا خو هیڅ لازمه نه ده، ځکه دلته هر یو لغت باید د ټاکل شوي معیار له مخې وکارول شي او لیکنه ضرور ده د معیار پر بنسټ وشي، نه د ځاني غوښتنو او ذوق له مخې.

په لیکنه کې جمله پراګراف او ټول متن باید پیل، منځ او پای ولري: تر ټولو مهمه او اصله خبره په سر کې، بیا نور معلومات او په پای کې خپله خبره راټوله کړئ.

د متن او عنوان تر منځ تړاو چې یو له بل سره اړخ ولګوي: د همدغه عنوان اړوند هر اړخیز معلومات ولیکئ، خو که کومې خبرې مو اړخ نه ورسره لګاوه یا یې لرې کړئ او که اړینه وه نو په بل عنوان یې پيل کړئ.

په لیکنه کې نیغ په نیغه د مطلب ویل: د لیکنې د اوږدیدا لپاره لازمه نه ده چې خبره اخوا دیخوا یوړل شي. هر عنوان لاندې مقدمه، هر پراګراف کې مقدمه ډوله خبرې، په تېره چې عبث، بې ځایه او بې معنا خبرې وي، څه ضرور؟. دې ته په پام کولو سره چې موضوع باید تر هغې وِغځول شي چې ګونګتیا څخه پاکه شي. دا بیا لیکوال پورې اړوندیږي چې څنګه ډیر څه په لنډه لیکنه کې ځایوي.

لیکنې لپاره د اړینو معلوماتو چمتو کول: کله چې په یوه موضوع لیکنه کوئ، ضرور ده په اړه یې معلومات ولرئ، اړوند بېلابېل کتابونه ولولئ. ځکه هره لیکنه باید د تېرو لیکنو په پرتله نوې معلومات ولري، مطلب دا چې نوښت په کې تر سترګو شي، یوازې د هماغې موضوع په اړه هماغه معلومات په یوه بله ژبه (بڼه) هسې عبث د وخت ضایع کول دي.

د لیکنې د پياوړې کولو په خاطر بېلابېلو منابعو څخه ګټه: څومره چې په همدې اړه کتابونه ولوستل شي او له هغو ګټه واخیستل شي، هغومره مو خپله لیکنه هر اړخیزه کېږي، که نه نو کمزورې لیکنه لوستونکې نه لري، نیوکې ورباندې ډيرې کېږي.

څو نورې اړینې خبرې: هره لیکنه ډېر پام او زیار ته اړتیا لري، ځکه لیکوال په لسګونه مسئولیتونه لري، چې پورته یادې شوي او څو نور دا دي: د یو چا تورنول، ګوتنیونه او نیوکه بې له شواهدو نه کول پکار دي؛ په چا خبرې په تېره بیا منفي ځانته په جلا ژبه ویل کېږي، په دې اړه باید پام وشي تر څو چا ته سپکاوی ونه شي؛ که د کوم کتاب کومه برخه را اخیستل کېږي باید د لیکوال او یا کتاب نوم ورسره ولیکل شي که نه نو بیا په غلا حسابیږي؛ ژباړه باید ګټ مټ هماغه مفهوم ولیږدوي؛ د موضوع په اړه هسې له ځانه خبرې کول چې له اصله او رېښتیا لري وي، نه کېږي ځکه د لوستونکو او زده کوونکو په ذهن کې هماغه ځای نیسي؛ لیکوال هیڅ کله د اوریدلو، بازاري او فیسبوکي خبرو په مټ مخ ته نه ځي، هغه بیا رنګ زېړ والی لري که ریښتیا بل څه وختل، هغه ته پکار ده چې ځان اصلې خبرې ته ورسوي؛ له تعصب څخه پاکوالی او داسې نورو ته پام کول پکار دي.

د لیکنې (کتاب) جوړښت: لومړی خو د دې خبرې یادونه غواړم وکړم چې په بېلابېلو برخو کې، کتابونه په بېلابېلو بڼو د چاپ خونې د لارښوونو په پام کې نیولو سره، محتوا، پروژې او ځاني غوښتنو ته په کتو سره توپیر مومي او لري یې، نو له مسلکي کسانو سره مشوره کول به غوره وي. دا بیا په دوه برخو ویشم.

شکلي جوړښت: د کتاب یا مقالې نوم، د کتاب پښتۍ، لومړی مخ، دوهم مخ، بسم الله، د کتاب ځانګړنې، ډالۍ، ګټوره زیاتونه، د پیل خبرې، تقریظونه، لیکلړ، سریزه، د کتاب په څپرکو (فصلونو) ویشنه او نه ویشنه، د کتاب مخ شمیرې، یادښتونه، مأخذونه، پایښتونه، پایله، وړاندیزونه، اخځلیکونه، لیک بڼه (فونټ) د لویو، وړو او کوچنیو عنوانونو لیک اندازه، د عنوانونو او متن، یو پراګراف او بل پراګراف، یوې موضوع (عنوان) او بلې موضوع تر منځ بیوالی (تشه/فاصله)، کوچنیو عنوانونو پسې چې متن جوښت لیکل کېږي دوه سر په سر ټکې ایښودل، په لیکنه کې نښو (Bullets) او نورو څرنګووالی او ځای ته پام، د دې په توپیر چې په وړو او لویو کتابونو، پروژو، پای لیکونو (مونوګراف)، تیزسونو او نورو کې زیاتونه او کمونه کېدای شي.

محتوایي جوړښت: د سمونې اړوند ټولې یادې شوې پورتنۍ لارښوونې او د شکلي جوړښت عنوانونو د متن غښتلي کول په کې راځي، چې دا د کتاب د ارزښت ښکارندویي کوي، برسیره یې د کتاب نوم باید له منځ پانګې واخیستل شي، خو په شعري او داستاني کتابونو کې بیا لیکوال په خپل واک وي، د عنوان او متن تر منځ همغږي او نورو ته پام چې یووالی ولري، اړین دي. پورته یادې شوې خبرې هر یو ځانته ځانګړنې او ځان پورې تړلې نور توکي هم لري، چې هغه ټول په پام کې نیول کېږي.

یادونه: په دې لیکنه کې د ځینو برخو د زده کړې او عملي کولو یوازې لارښوونه شوې، که په هر اړخ په تفصیل معلومات ورکړو نو لیکنه به اوږده شي نور تاسې کولای شي په یادو شویو ټولو لارښوونو او برخو ځان وپوهوئ او بیا یې وکاروئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply