دهېواد  دنامتو ممثل  او هنري څېرې؛ ارواښاد محمد آصف « جلالي» ژوندلیک

لیکنه : شیرمحمدامیني ستانکزی

0 1,609

ارواښاد محمدآصف جلالي په (١٣٤۶ هـ . ل)  کال دلوګرولایت دمحمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، آصف جلالي تر منځني ښوونځي  پورې  زده کړې په خپله سیمه (دهنو کلي) کې سرته ورسولې او نورې ثانوي زده کړې يې کله چې له خپلې کورنۍ سره دجګړو له کبله  کابل ته وکوچیده، نو پاتې زده کړې يې هملته بشپړې کړې .

آصف جلالي لوړې زده کړې دکابل په تخنیکم کې یو ټولګی  ولوست  او داقتصاد دکمزورۍ له امله  يې ونشوای کړای چې پاتې  زده کړې بشپړې کړي، نوموړي دخپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې په پوره کولو دباروړونکي موټر چلوونکی او له همدې لارې  به یې خپل  اقتصادي ژوند پرمخ بیول  او روزګار يې پرې جوړه ؤ.

آصف جلالي دطالبانو د واکمنۍ په دوران کې له بیوزلۍ اوفقر سره مخ شو او په  برکي برک ولسوالۍ کې له خپل ماما سره دتیږو ایستلو په کان کې بوخت او تیږې به يې خرڅولې .

کله چې د طالبانو نظام  راوپرځیدل،  آصف جلالي دراډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو په اداره کې دممثل په توګه دنده پیل کړه، همدارنګه د بلبل او میرک په نوم فلمونوکې هم پراخه ونډه درلوده اوله هغې وروسته په طلوع ټلویزیون کې  د خنده بازار تفریحي پروګرام  تکړه، هنروال او داور په توګه دپروګرام چلوونکو له ډلې څخه شمیرل کیده. نوموړي په یاد تفریحي او طنزي پروګرام کې د ډیرو هېوادوالو په شونډو مسکاوې  خورې کړې وې، چې له همدې امله  يې ډیر مینوال په ځان راجلب کړي ؤ.

جلالي په غیر رسمي ډول څو نورو  رسنیو سره هم د خپل هنر په کارولو ډیری فعالیتونه ترسره کړي دي. همـداراز پــه افـغـان ســوداګــریــزو اعـلانــونــو کــې

د بازارموندنې لپاره ځان کله کله خلکو ته ښکاره کاوه، چې دغه اعلانونه  دسوداګرو دتوکو په پیر او پلور کې هم مثبت رول یادولای شو .

آصف جلالي چې په کاکا آصف  هم مشهور ؤ، په خورشید خصوصي ټلویزیون د شبخند تفریحي پروګرام کې ستره ونډه درلوده، چې دهېواد هنري او فرهنګي ستورو  ته به بلنه ورکول کیده  نو جلالي به ورسره ګپ اوشپ ، همدارنګه ټوکې ـ ټکالې به يې کولې، چې نوموړي به  دهنري او تفریحي پروګرامونو په وړاندې کولو او طنز  ویلوسره  په هېواد کې  ورځ تربلې د ده  مینوال زیاتیدل .

ارواښاد جلالي د۱۳۹۸ هـ . ل کال دمرغومې په ۱۱مه د۵۲ کلونو په عمر کابل کې د زړه دحملې له کبله ومړ او له دې فانۍ نړۍ سره يې مخه ښه وکړه .

دارواښاد جلالي جنازه دکابل ښار په عیدګا جومات کې اداء شوه، چې د  جنازې په مراسمو کې فرهنګي او دده مینوالو ګډون کړي ؤ،له نوموړي شپږ اولادونه پاتې شول چې څلور يې هلکان او دوه يې نجوني دي .

دجلالي نه شتون دهېواد دسینمايي ستورو په  ډګرکې لویه ضایعه ده، چې دهېوادوالو هغه مسکاوې  چې د دوی پر شونډو راتلې نور به دجلالي طنزي  هنر نه وي، خو بیا هم ډیري هنري ستورې شته، چې دجلالي ځای ناستې واوسي .

اروايې ښاده  جنت يې ځای!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply