ژوند چې شین شي له خندا نه شعري ټولګه چاپ شوه

0 1,703

د عزت الله شمسزي د شعرونو درېیمه ټولګه ( ژوند چې شین شي له خندا نه) د افغانستان د ملي تحریک په مرسته له چاپه راووته. دا کتاب چې ټولټال دوه سوه مخه دی، ګڼ شمېرغزلونه، نظمونه او ازاد شعرونه په کې ځای کړل شوي دي.‌

پر کتاب سریزه د هېواد تکړه شاعر او کره کتونکي مصطفی سالک لیکلې ده. ښاغلي سالک لیکلی “شمسزی صیب د غزل استاد شاعر دی دده په غزل کې هم نوښت موجونه وهي او هم نوي ترکیبونه سترګکونه وهي، هم یې وزنونه روان دي او هم یې د طبیعت انځورګري کړې ده په لنډه توګه به ووایم چې شمسزي صیب د شاعرۍ په ډګر کې په بل شاعر پسې پل نه دی اخستی بلکې خپل سبک او خپله لاره لري.   د سالک په وینا د شمسزي‌ په شاعرۍ کې د زمانې غم د یارانې غم ته ورغاړې وتی دی.

«ژوند چې شین شي له خندا نه» د عزت الله شمسزي درېیمه شعري ټولګه ده. تر دې وړاندې یې دوه نورې ټولګې

 ( د شپې په غېږ کې) پر ۲۰۰۳ کال او ( د ژوند پاڼې) پر ۲۰۰۹ میلادي کال چاپ شوي‌ دي.‌

« ژوند چې شین شي له خندا نه» له ښکلاو او مینه ناکو روایتونو مالامال ټولنه کې دیوه جنګ ځپلي شاعر د ژوند، مینې، سرګرمیو او اضطراب تصویرونه وړاندې کوي. شمسزی د شعرونو ترڅنګ نثر هم لیکلي چې تر اوسه یې درې کتابونه  د لغمان د شاعرانو تذکره  (د نښترو او ګرګرو څو سندرې) ۲۰۰۱، د (ارتباطاتو لارې چارې) ۲۰۱۱ او ( پر پښتو شاعرۍ د جنګ اغېزې پر ۲۰۱۳ میلادي کال چاپ شوې دي.

د ښاغلی عزت الله شمسزي د لابریو په هیله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply