طالبان حکومت نه دی چې تړون ورسره لاسليک شی

0 592

لورېل ميلر (د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مخکېنۍ مرستياله) :

طالبان حکومت نه دی چې تړون ورسره لاسليک شی

طالبان لا د کابل اداره ((افغان حکومت)) د حکومت په توګه نه پېژني

دوی لا تر اوسه ځان اسلامي امارت، خو امريکا يې ډله ((طالبان)) بولي. سرتنبه ګي هم يو حد لري، خو دوی لا تراوسه د خپل امارت په درانه خوب بېده دي

نوټ : د عباس ستانکزی د لا پوهاوي او د زړو يادونو د وريادونې په پار مې دا لازمه وګڼله چې د ارواښاد زرملوال هغه تېرې وريادونې وريادې کړم چې له نوموړي مخکې يې د دوی د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير ته وراورولې وې. د اسلام ستر سپېڅلی ومبارک دين دومره عادي و بې ارزښته نه دی چې د نوموړي غوندې يو نامسلکه يې اوس استازولي وکړي. د نوموړي له زده کړو هم برېښي چې د اويايمو لسيزو په وروستيو کې يې د دوست هېواد هند په نظامي اکاډيمي کې زده کړې کړي. بناءً له افغان حکومت او دوست هېواد هند څخه هيله کيږي چې د نوموړي اخلاقي تزکيه او هلته د لېږلو پروسه او په راوروسته استخباراتي سوړو او پټو چينلونو کې د نوموړي کړه وړه ولس ته روښانه کړي.

شيرمحمد عباس ستانکزی :

Sher Mohammad Abbas Stanikzai

Biography

An ethnic Pashtun of the Stanikzai subtribe, he was born in 1963 in Baraki Barak district, Logar Province. Having gained a master’s degree in political science, he later studied at the Indian Military Academy[1][2] in Dehradun, which in the 1970s was involved in training Afghan army officials. He fought in the Soviet–Afghan War, first with Mohammad Nabi Mohammadi‘s Islamic and National Revolution Movement of Afghanistan, then with Abdul Rasul Sayyaf‘s Islamic Union for the Liberation of Afghanistan, as commander of its south-western front.[3]

During the Taliban’s 1996–2001 rule of Afghanistan, Stanakzai served as deputy minister of foreign affairs under foreign minister Wakil Ahmed Muttawakil and later deputy minister of health. Though he was reportedly not trusted by Muttawakil, he often gave interviews to foreign media since he speaks good English.

In 1996, Stanikzai traveled to Washington, D.C. as acting foreign minister to ask the Clinton administration to extend diplomatic recognition to Taliban-ruled Afghanistan.[4]

Stanikzai arrived in Qatar in January 2012 to facilitate the opening of the Taliban’s political office in that country. On 6 August 2015 he was appointed acting head of the political office in Qatar, replacing Tayyab Agha who had resigned. After his appointment, Stanikzai pledged his allegiance to Akhtar Mansour, saying “I and other members of the Political Office of the Islamic Emirate declare allegiance to the honorable Mullah Akhtar Mansoor.” He was confirmed in his position as head of the political office in November 2015.[5][6]

From July 18–22, 2016, he traveled to China for talks with Chinese officials.[7] In February 2017, Stanikzai was denied entry to the United Arab Emirates.[8]

From August 7 to 10 2018, Stanikzal led a delegation of Taliban officials to Uzbekistan. The delegation met with Uzbekistan’s Foreign Minister Abdulaziz Kamilov and Uzbekistan’s special representative to Afghanistan Ismatilla Irgashev.[9] From August 12–15, he traveled to Indonesia for talks with officials, meeting Indonesian First Vice President Muhammad Jusuf Kalla, Indonesia Foreign Minister Retno Marsudi and Hamid Awaluddin, Indonosia’s special representative for Afghanistan.[10]

***      ***      ***

غلامو محمد زرملوال

د مولوي صاحب احمد متوکل په وړاندې

پدې  وروستيو کې مولوى وکيل احمد متوکل په يوه لنډه مرکه کې د هيواد د راتلونکې په اړه خپل نظر وړاندى کړى و چې د ژور تعجب وړ دى. په هغې وينا کې، چې متن يې راسره نشته، ښاغلى متوکل په تور اوسپين کې وايي چې په افغانستان کې د \”حل يواځنۍ لار\” دا ده چې قدرت طالبانوته وسپارل شي او بهرني ځواکونه له سيمې څخه ووزي.

 

مولوى وکيل احمد متوکل، چې د طالبانو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير او د ملا محمد عمر مجاهد نږدې سلاکار و، ما [ليکوال] ښه  پيژاند اوله دې کبله د هغوى دا وروستنى دريځ، چې د سيمې د ستونزو او د هغوى له زيږنده علتونو څخه په ژوره توګه مالومات لري، زما لپاره د حيرانتيا او خواشينۍ وړ وګرځېد. دا ځکه چې له مرګ اونابودۍ څخه د ژغورلو په لار کې د نوموړي پر نخچ حساب کېږي.

 

پدې ځاى کې اړينه ده چې ايا د ښاغلى متوکل وينا ولې د حيرانتيا وړ ده، يو څوتاريخي پيښوته کتنه وشي:

په افغانستان کې له ١٩٩٢ زيږديز کال د برهان الدين ربانى پر مشرۍ ستمي کودتا په پايله کې هيواد لوټه لوټه شو. نه د چا کور او مال خوندي پاتې شو، اونه يې ناموس. د هماغې وضع په غبرګون کې د ١٩٩٤ زيږديز کال په سپتامبر کې د \”طالبانو اسلامى تحريک\” په نوم يو خوځښت، د  کندهار له سنګسار نومي يوه کلي څخه پيل، د افغانستان ملت تر څنګ ودرېد او په خورا ګړندي توګه يې په پوځي او  سياسي ډګر کې سوبې تر لاسه کړې. په هغه زمانه کې د افغانستان ملت پر هر حرکت د شک او ترديد اظهار کاوه او هرڅه په اسانۍ سره ورته د منلو وړ نه وو.

 

د داسې بې باورۍ چاپيريال په وجود کې وو چې دا ليکوال په پيښور کې د شيخ الحديث، مولوى تره خيل، دفتر ته ورغلم او د طالبانو د تحريک په اړه مې ترې مالومات وغوښتل. د مولوي تره خيل ځواب دا و: \”موږ پوهيږو چې په افغانستان کې له زاړه ملا او زاړه پاچا [محمد ظاهر شاه] پرته سوله نه شي راتلاى. طالبان د ظاهرشاه لښکر دى.\” په خپله په روم کې د پخواني پاچا له دفتر څخه هم اعلاميه خپره شوه چې ډير ژر به هيواد ته ستون شي.

 

دا واقعاً د جنګونو ځپلي او کمپونو خوړلي لالهاند افغان ملت لپاره د خوښۍ خورا لوى زيرى و.

 

څه موده وروسته، پداسې حال کې چې د طالبانو پرمختګ له بېساري کاميابيو سره مل و، په پيښور کې د رحيم الله يوسفزي دفتر ته لاړم. د نوموړي دفتر ته له رسيدو سره سم، چې په هغه زمانه کې مې د بي بي سي لپاره ترې د هيواد د سياسي حالاتو په اړه رپوټونه ورکول، يو ځوانکى طالب- نما دفتر ته راغى. د هغه وخت بحث خو يواځې او يواځې د ظاهرشاه د راتګ او طالبانو په شاوخوا راڅرخيده. هغه ځوانکي، چې د وردګو د ولايت و، له مقدمې پرته په تونده لحجه وويل چې ظاهرشاه کافر دى او پر افغانستان له اميرالمومنين، ملا محمد عمر مجاهد پرته بل څوک د حکومت کولو حق نه لري.

 

دا کوم تصادف نه و. لاسوندونه ښيي چې ددې ټولې ناپاکې لوبې يومهم غړى رحيم الله يوسفزى و.

 

يوسفزى چې دا اوس د \”فحاش روښانفکر –  Intellectual Prostitute\”نوم ورکړ شوى دى، ځان دومره د طالبانو حامي ګاڼه چې يواځنى هغه څوک و چې ملا عمر ورسره مرکې کولې او له بهرنۍ نړۍ سره يې د اړيکو اتباري وسيله و، همدا \”فحاش روښانفکر\” و. نوموړى د پنجاب پوځ او بيروکراسۍ په چوپړ کې د صوفي جمعه خان او د جيمايمه خان [پشمينه خان] د پخواني ميړه، کرکټ-کپټان او يوه شمير چوپړۍ \”پښتون جرنيلانو\” په شمول،هغو کسانو په ډله کې دى چې د افغان ملت پر وينو يې لاسونه سره دي.

 

د يوسفزي ځانګړنه پدې کې وه چې خورا مزور او زرنګ و. ښايسته سپينه ږيره يې پرېيښې وه او د طالبانو په هکله يې د ستاينې کچه له هرې کچې وتلې وه. په هيواد کې د جګړې په بهير کې د يوه مولوي صاحب، مولوي صادق، زوى په  شهادت رسېدلى و. د نوموړي ځوان شهيد د شهادت په اړه د تبصرې په ترڅ کې، يوسفزي يوې غونډې ته، چې پکې دا ليکوال هم حاضر و، ويل چې له تابوت څخه يې داسې \”خوشبويي\” پورته کيدله چې شاوخوا يې هر څه معطر کړي وو!

 

کله چې د طالبانو حکومت جوړ شو، نو د هر طالب وزير اوچارواکي ترڅنګ به لږتر لږه د آى اس آى دوه تنه موجود وو. يقين لرم چې مولوي صاحب متوکل پر دې واقعيت ښه خبر دى. شهيد مولوي منصور چې امريکا ته د تګ په لار د جهاد په زمانه کې لندن ته راغلى و، د دې ليکوال ميلمه و. له نوموړي سره يو بوڅ خولى پنجابى، چې ځان يې کوماندر رشيد معرفي کاوه هم ملګرى و. کوماندر رشيد ډېرې لږ خبرې کولې نو کله چې مې له مولوي صاحب څخه د هغه په اړه پوښتنه وکړه، په ځواب کې يې وويل چې \”کوماندر رشيد\” ډېر ښه مسلمان دى او د اسلام د خدمت لپاره يې په پاکستان پوځ کې د \”ميجر\” خپله وظيفه پريښودله او له جهاد سره يوځاى شو. د افغانانو په اړه د هغه [کوماندر رشيد] نفرت له هرې کچې وتلى و او پټولاى يې نه شو. له دې ليکوال سره د خبرو په ترڅ کې به \”کوماندر رشيد\” تل ټينګار کاوه:

“No sell out” او “don’t believe those who think I am a cold snake”

 

واقعاً چې هغه سوړ خطرناک مار و. د هغه پر څېر د سړو خطرناکو مارانو پر لاس، امر او کومنده وو چې په زرګونو افغان نجونې او ميړوښې \”عرب مجاهدينو\” ته د جهاد د ولجې په توګه د مينځو په توګه حواله شوې او له څه مودې وروسته يې هغوى بيا خوشې او د نړۍ په بازارونو کې خرڅېدې.

 

له مولوي صاحب وکيل احمد متوکل څخه پوښتنه دا ده چې د ليلى دښته چا د هغو تنکيو طالبانو په جسدونو ډکه کړه چې ستاسو تر کومندې لاندې او د آى اس آى په مخامخ، نامخامخ، مريي او نامريي لاسونو د توپ د باروتو په توګه په کارېدل؟ ايا ولې، څرنګه او د چا له لاسه وو چې په هر کيلييز سنګر کې د طالبانو هره \”سوبه\” په ناکامي بدليدله؟ په مزار کې څه وشول اوچا وکړل؟ ايا هغه دوه زره طالبان، چې په هلمند کې د پرنګي جاسوس، مايکل سيمپل، پر لاس روزل شوي وو ترڅو د پاکستان د خوندي ساتلو لپاره يې په افغانستان کې د ننه د نورو طالب ځواکونو پر خلاف د \”ضربتي\” ماشين په توګه استعمال کاندي، څه شول؟ ايا چا افغانان، په تيره همدا طالبان، د ډالرو په بدل کې، په پرنګيانو وپلورل او ګوانتانامو ته يې ورسول؟!

 

وکيل احمد متوکل په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره \”يواځنۍ\” لار د طالبانو بيا قدرت ته رسيدل بلي. په خپل وار آى اس آى او پنجابي پوځي بيروکراسي هم د افغانانولپاره سوله \”يواځې\” هغه وخت شونې بلي چې د هغوى په خوښه وي او افغانستان يې \”پينځمه صوبه\” وګڼا شي. پرنګى او امريکا وايي چې داسې سوله \”يواځې\” هغه وخت شونې ده چې د ترهګرۍ جرړې ويستل شي. خو د دې پرځاى چې د پاکستان د ترهګر دولت د ترهګرۍ زانګو، لاهور، په نښه کړي، \”پاک- پوځ\” ته پرله پسې مرستې ورکوي او افغانان پرې وژني.

 

نو له مولوي وکيل احمد متوکل څخه، چې د دې ليکوال پر اند، د سيمې پر مسايلو پوره پوهيږي، هيله کېږي چې:

 

لومړى: له تاريخي او وجداني مسئوليت څخه د خلاصون په نيت دې د افغان ملت پر وړاندې له او واقعيتونو څخه چې څه دي پرده پورته کړي ترڅو افغانان پخپله له خپل ځان، مال، ناموس، مرګ اونابودۍ څخه د ژغورلو پر لور وخوځيږي. او،

 

دويم: له خپل ملت سره يو ځاى او يو-غږ په ګډ سنګر کې د خپلو وسلو خولې د پنجاب لور ته واړوي ترڅو د فساد، شرارت، اسلام دښمنۍ او منافقت دا هميشنۍ ځاله له خاورو سره خاورې شي. له هغه پرته به په سيمه او نړۍ کې د سولې او ارامۍ راتګ خوب اوخيال وي.

يا ربه توفيق!

***      ***      ***

عباس ستانکزی :

د طالبانو او امريکايانو د لاسليک شوې توافقنامې پر بنسټ بايد د بين الافغاني مذاکراتو تر پيل وړاندې چې د مارچ مياشتې پر لسمه نېټه پيل کيږي پينځه زره طالب بنديان او زر تنه حکومتي بنديان خلاص شي. د طالبانو پر خبره دا ګام د طالبانو او افغان حکومت د باور فضا د رامينځته کولو په غرض اخېستل کيږي او تر هغه مهاله چې زندانيان خلاص شوي دي بين الافغاني مذاکرات نه ترسره کيږي. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر او مذاکراتي ټيم غړی عباس ستانکزی وايی چې امريکا ژمنه کړې تر څو د بين الافغاني مذاکراتو له پيل کېدو مخکې پينځه زره طالب زندانيان خوشې کړي. له تړون وروسته له CNN سره يې مرکه کړې چې د ګڼو پښتنو ځوابونه يې ويلي دي.

د ده پر وينا چې د طالب زندانيانو ټول معلومات او ارقام ورته سپارل شوي. په دې برخه کې ځينې اقدامات شوي، خو بيا هم ځينې که د زندانيان د خلاصون موده ځنډول کيږي، نو بين الافغاني مذاکرات به هم ورسره ځنډيږي. کله چې ټول زندانيان خوشې شي، نو بين الافغاني خبرې به هم ورسره خوشې شي.

د نوموړي پر وينا، په بين الافغاني مذاکراتو کې چې افغانانو په هر ډول نظام جوړولو فيصله وکړه دوی به ورسره موافقه وکړي او ټول هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي لکه تعليم کول يا تجارت دوی ورته ژمن دي.

***      ***      ***

ايوب خاورين

له عباس ستانکزي سره مرکه

طالبان په دې ټينګار کوي چې دا موافقتنامه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په لور موافقه ده. دا د سولې خبرې اترې نه دي. د سولې خبرې اترې به د بين الافغاني خبرواترو اجنډا وي او د بين الافغاني خبرواترو په هغه اجنډا کې به چې هغه وروسته دويم پړاو دی خبرې کيږي. دا لومړی پړاو وو د جنګ په ختمېدو باندې موافقه وه چې موږ وامريکايان دې موافقې ته ورسېدلو چې په افغانستان کې به د خبرواترو له لارې او د يوې پروسې له لارې سوله کو او جګړې ته به د پای ټکی کښېږدو. افغانستان کې د ثبات او همه شموله حکومت لپاره د طالبانو او د افغانستان د حکومت چې طالبان يې مشروع حکومت نه بولي، خو د افغانستان حکومت لکه څنګه چې موږ د بهرنيو چارو له وزير د مايک پمپيو په خبرو کې واورېدل د افغانستان د حکومت او نورو سياسيونو او طالبان ټول بايد په ګډه له دې موقع نه استفاده وکړي او خبرو ته سره کښېني.

پوښتنه :

په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر ملا شيرمحمد عباس ستانکزي سره ما مرکه وکړه او په لومړۍ پوښتنه کې مې ترې وپوښتل چې د دوی په اند به بين الافغاني خبرواترې څه ډول وي؟ او د افغانستان د حکومت رول به پکې څه رول وي؟ او همدارنګه د افغانستان د نورو سياسيونو او د راتلونکي نظام په اړه دوی څه نظر لري پام وکړئ چې ما ته يې څه وويل؟

ستانکزی :

په لسم د مارچ باندې چې ليکل شوې ده، موږ بين الافغاني کنفرانس به ولرو چې په هغې کې به د افغانستان د ملت نماينده ګان راټوليږي او دا به سره کښېني. البته چې په کوم ځای کې به کښېني دا ځای لا تراوسه تعيين شوی نه دی، ځکه چې موږ لا تراوسه له امريکايانو سره پر هغوی باندې خوښ نه يو. يو ملک به تعيينيږي هلته به سره کښېنو .

پوښتنه :

رښتيا نوی رئيس جمهور په يو څو ورځو کې د تأليف مراسم ترسره شي په نهم باندې، پر لسم باندې به خبرې کيږي، نو هغه حکومت به په بين الافغاني مذاکراتو کې څه ونډه لري؟

ستانکزی :

تاسې ته بهتره معلومه ده چې په افغانستان کې انتخابات نه دي شوي. هغه کوم انتخابات چې دوی ښوول هغه انتخابات نه ول. هغه په هېڅ بين المللي معيار يې نه درلود. تاسې خبر ياست چې څو زره بايوميټريک ماشينونه ورک شول. څه شول؟ چا ورکړي ول او څرنګه شول؟ د خلکو ووټ ته احترام ونه شو.

پوښتنه :

حقيقت دا دی دغه حکومت ته، چې د قوي کېدو مخه يې د طالبانو جنګ نيولې وه او هر ځلې په افغانستان کې له سره پيلېدل او د يوې ديموکراتيکې لارې د نظام د پايښت مخه د جنګ له لارې نيول شوې ده او دا پر بهرنيانو باندې تپل کيږي چې پاکستان ته اشاره کيږي او د افغانستان د حکومت او نورو چارواکيو له لورې چې دغه يوه دسيسه ده چې د افغانستان نظام ټينګښت ته نه پرېږدي

ستانکزی :

دا خو د کابل اداره همېشه بايد دا ډنډورې ووهي. هغه خو نه شي ويلی چې زما په مقابل کې دا ملت راجګ شوی او موږ نه غواړي. نه موږ غواړي او نه امريکا غواړي او نه د امريکا مزدوران وغلامان غواړي. هغه مجبوره دي چې پاکستان ته ګوته ونيسي او يا بل ملک ته ګوته ونيسي چې دا خلک زموږ په داخلي چارو کې مداخله کوي. نو که پاکستان د دوی په داخلي چارو کې مداخله کوي، نو تاسې نه ګورئ چې پاکستان عملاً له ناټو سره په دې ائتلاف کې شامل دی او د امريکا ټول اکمالات د پاکستان له لارې کيږي، نو هغه بيا څنګه کېدلای شي چې هغه زموږ سپوټر (ملاتړی) وي او بيا زه فکر کوم چې د دې ۴۸ يا ۴۹ هېوادونو په حضور (مقابل) دا پاکستان څومره يوازې سوپرپاور دی چې دا ټول له پامه غورځوي.

پوښتنه :

په انتخاباتو باور لرئ؟

ستانکزی :

زه دا درته وايم چې په بين الافغاني مذاکراتو کې يعنې موږ چې دا خبره کوو بين الافغاني مذاکرات مانا يې دا ده چې په دې کې به پر هره موضوع باندې بحث کيږي. په هرشي او هر نوع (ډول) حکومت باندې چې افغانانو موافقه وکړه او اکثريت افغانان ورباندې موافق ول او خوشاله ول موږ به ان شاء الله هغه ته احترام لرو.

پوښتنه :

يعنې که اکثريت افغانانو ديموکراسي او د انتخاباتو عمل د افغانستان له حکومت سره د ټاکنو لپاره ومني، نو طالبان به هم ورسره انتخابات ومني؟

ستانکزی :

دا څو اصله دي. يو خو دا دی چې د افغانستان ملت يعنې اکثريت نفوس د افغانستان چې تا ته بهتره معلومه ده چې مسلمانان دي. ټول افغانان په اکثريت سره په افغانستان کې اسلامي نظام غواړي. په دې کې هېڅ شک نشته او موږ هم په دې باندې قانع يو چې اسلامي نظام بايد راشي.

يو

پوښتنه :

اسلامي نظام دا دی په دې قطر کې امارات دی. په سعودي کې شاهي نظام دی او په ايران کې د اخوندانو حکومت دی. تاسې څه ډول يو اسلامي نظام په افغانستان کې غواړئ؟

ستانکزی :

دغه اسلامي نظامونه چې همېشه بحث ورباندې کيږي، دغه اکثراً ژورناليستان، خبرنګاران او يا ملکونه همدغه نارې وهي چې دغه اسلامي نظام به کوم رقم نظام وي؟ دا به د ايران يا به د بل وي؟ اسلامي نظام يو اسلام دی. دا نه ده چې دا د ايران اسلام دی او يا د سعودي اسلام دی. د اسلام قوانين يو قوانين دي.

پوښتنه :

دا د انتخاباتو مساله مثلاً په ايران کې هغه دی انتخابات کيږي؟

ستانکزی :

دا سياستوال دي چې د دې نوعې (بڼې) ته فرق ورکوي. څوک يو قسم (ډول) وي او څوک بل قسم (ډول) وي. موږ به ان شاء الله پر داسې يو حکومت باندې موافق يو چې هغه اسلامي وشرعي نظام وي په هغه ځای کې، زموږ له افغاني کلتور او عنعناتو سره برابر وي د هغوی مطابق وی دا شی. موږ بايد د چا کاپي ونه کړو چې دا د کوم ملک کاپي ده، دا د کوم ملک کاپي ده.

پوښتنه :

مثلاً په ترکيه کې انتخابات کيږي، په پاکستان کې انتخابات کيږي، په ايران کې انتخابات کيږي. پرته له دې ځينو عربي شاهي کورنيو نه نور په اکثريت اسلامي هېوادونو کې انتخابات کيږي.

ستانکزی :

زه دا وايم چې دا حق بايد د افغانستان خلکو ته ورکړو چې د مېز پر سر باندې دوی څه فيصله کوي؟ څه شی کوي؟ څه رقم (ډول) نظام غواړي؟ څه شی غواړي؟ کېدای شي چې افغانان د مېز پر سر باندې پر دې باندې توافق وي چې موږ امارت غواړو موږ ورته احترام لرو. کېدلی شي چې يو بل سيستم ځان ته برابر (غوره) کړي موږ ورته احترام لرو.

پوښتنه :

که چېرې دغه بهرنۍ قواوې له افغانستانه ونه وځي، نو دغه موافقتنامه او تړون ختم دی؟

ستانکزی :

د موافقتامې مطابق بايد خارجي قواوې له افغانستانه ووځي او که ونه وځي، نو دا جنګ به دوام کوي او بيا به يې موږ پر زور باندې وباسو.

پوښتنه :

دغه قطر کې تر ټولو لويه اډه ده. په سعودي کې شته او هلته ورسره جنګيږي. په نورو ګڼو اسلامي هېوادونو کې هم شته، نو په کوم اسلامي هېواد کې نشته؟

ستانکزی :

زه نه غواړم چې پر خارجي قواوې باندې چې هلته په نورو هېوادونو کې پرتې دي ورباندې بحث وکړم. هغه د هغوی داخلي موضوع ده او دا زما وظيفه هم نه ده چې پر هغوی باندې خبرې وکړم، خو مونږه يعنې تر کومه چې زموږ مسؤوليت دی مونږه په افغانستان خارجي (بهرني) قوتونه نه پرېږدو.

خارجي قوتونه به له افغانستانه وځي، که نه وځي، مونږ يې په زوره وباسو. ما درته وويل : مونږ مجبوره کړي دي چې دا دی د مذاکراتو مېز ته راغلي دي، خو که دوی ونه وځي بيا به يې په زوره باندې له افغانستانه وباسو. بيا به دوی مجبور وي چې افغانستان تخليه کړي.

پوښتنه :

ښه، که ستاسې بين الافغاني خبرې کاميابې شي او طالبان د افغانستان د نظام د حکومت برخه شي. که له تاسې نه هغه وخت د اډو غوښتنه وشي تاسې به يې امريکايي قواو ته ورکوئ؟

ستانکزی :

دا بيا موږ ملت ته چې د هغه وخت د حکومت او ملت فيصله ده چې دوی يې غواړي او که يې نه غواړي؟ اوپر هغې به بيا د هغه وخت د حالاتو او شرايطو مطابق (برابر/سم) فيصله ورباندې کيږي. اوس خو به له وخت مخکې ځو. که زه وايم چې اډو ته به ضرورت وي او که به نه وي ضرورت. اول خو دا خارجي اډې چې د هر خارجي ملک اډه په يوه بل ملک کې وي هغه عمومًا په ګټه نه وي په تاوان وي. ځکه هغه ملکونه که له نظامي لحاظه (پلوه) نه وي له سياسي واقتصادي لحاظه (پلوه) په هغه ملک باندې خپل نفوذ influence لري او دا شی موږ نه غواړو. همدغه ده چې موږ دا شل کاله له امريکايانو سره جنګيږو او دا جنګ نه ختميږي او دوی بايد ووځي.

يادونه :

يوه خبره چې د يادونې وړ ده چې توافقنامه وشوه، خو د دې د عملي کولو ګامونه يو په يو په نښه شوي دي چې په دې څوارلسو مياشتو کې د ځواکونو د وتلو، اما لومړی امتحان د دې موافقتنامې د برياليتوب چې پر سم لوري باندې روان شي هغه د زندانيانو د خوشې کېدو ستونزه ده چې موږ وتاسې يې د ولسمشر غني خبرې واورېدلې. د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب خبرې مو واورېدلې چې امريکا غږ ته يې وويل چې دا د افغانستان د حکومت مسؤوليت، پرېکړه او حق دی چې دا به په بين الافغاني خبرو اترو کې کيږي، خو طالبان په دې ټينګار کوي که چېرې د طالبانو زندانيان خوشې نه شي بين الافغاني خبرو ته هم ښايي زمينه برابره نه شي او د افغانستان دغه اوسنی حکومت به يې د دې مسووليت لري او خنډ به يې بولي.دا به ګورو چې د مارچ مياشتې پر لسمه دوی پخپل مينځ کې څه وايی او په څه تصميم باندې به رسيږي؟

د ناټو عمومي منشي يانګ سټوټربرګ وايی چې په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر کمېدل د امريکا او طالبانو ترمينځ د شوي تړون تر عملي کېدو پورې مربوط دي. ښاغلي سټوټر برګ د شنبې پر ماښام باندې د ناټو په قوماندانۍ کې رسنيو ته وويل :

په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه له تروريستي بريدونو څخه د خپلو هېوادونو د خوندي ساتلو لپاره دېره دي. ناټو د امريکا او طالبانو له تړون څخه ملاتړ کوي، خو په عين حال کې دا يو مشروط تړون دی. بناءً موږ به يوازې هغه مهال د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړو چې طالبان له خپله اړخه پر موافقه باندې بشپړ عمل وکړي. له همدې امله په دې برخه کې به قدم پر قدم اقدام کيږي او موږ به د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په ګډون مرستې، روزنې او د مشورې بهير ته دوام ورکړو. زموږ د ځواکونو په شمېر کې هر ډول بدلون به شرايطو پر اساس وي.

د ناټو عمومي منشي ټينګار وکړ چې له امريکا سره د کړي تړون له مخې نه طالبان بايد له تروريستي ډلو سره خپلې هر ډول اړيکې ختمې کړي او د دغې تر کنټرول لاندې سيمو کې د تروريستي ډلو د فعاليت د مخنيوي ډاډ دې ورکړي.

Mike Pompeo:

Secretary Michael R. Pompeo At Afghanistan Signing Ceremony

The United States, Correlations, Taliban, the Afghan government, other Afghan leaders and the Afghan people themselves to maintain the movement of needed to reach a comprehensive, inclusive and endurable peace. This agreement will be nothing. Today, good thing we are feeling warm taking a concreate action our commitment and promises.

This agreement will mean nothing, and today’s good feelings will not last, if we don’t take concrete actions on commitments and promises that have been made. When it comes down to it, the future of Afghanistan is for Afghans to determine. The U.S.-Taliban deal creates the conditions for Afghans to do just that.

Here’s our take. Here’s our take on what steps by the Taliban will make this agreement a success.

First, keep your promises to cut ties with al-Qaida and other terrorists. Keep up the fight to defeat ISIS. Welcome the profound relief of all Afghan citizens – men and women, urban and rural – as a result of this past week’s massive reduction in violence and dedicate yourselves to continued reductions. It is this significant de-escalation of violence that will create the conditions for peace, and the absence of it, the conditions and cause for failure. All Afghans deserve to live and prosper without fear.

د خلکو هيله دا ده چې په ارامه او سوکالۍ کې ژوند وکړي.

طالبان ځانونه اسلامي امارت، خو امريکا د بهرنيو چارو وزير د وينا له مخې يوازې طالبان ياد شوي چې ډله رانغاړي نه امارت. نه پوهېږم چې دوی يو د بل پر ژبه او موخه نه پوهيږي او که څنګه؟ تراوسه خو طالبان لا د امريکا په سياست کې د يوې ډلې په توګه پېژندل کيږي نه د امارت چې دا به د طالب لپاره يوه هر اړخيزه ستونزه وي. د افغانستان حکومت يې هم د امارت په توګه نه، بلکې د نورو جهادي ډلوټپلو په څېر د يوې ډلې په توګه پېژني. اګر چې دغه ښه ځواني خو ورسره غني کړې چې دوی ته انعطاف کړی او د بې شرطه خبرو وړانديز يې ورته کړی وو، خو دوی ونه منلو.

بله دا چې په لومړۍ او دويمه برخه کې ورته د خاورې او ساحې کلمې کارول شوي چې يو لوړ حقوقي ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولي چې حقوقپوهان يې بايد روښانه کړي. د چين، روسيه او نور نړيوالو قوتونه له تضمينه بهر پاتې شول او دوه محرم اجرايي اسناد همداسې پټ پاتې شول چې يوازې د امريکا کانګريس يې کتلی شي او نور څوک نه، نو دوی څه ته خوشاله دي؟ او څنګه کولی شي چې امريکا له دې خاورې په زور وباسي؟ امريکا خو يوازې ژمنه کړې او هېڅ تضمين نشته، نو داسې برېښي چې ښه سم پر يخ باندې خويه شول چې بيا راټينګېدنه به يې يوازې د رب العالمين په مرسته او د ولس په مرسته کيږي، خو ولس ته نور هېڅ ځای نه لري.

اګر چې د مبهمې مشروطې موافقتنامې د لاسليک او له ځينو رسنيو سره د مرکو په وخت کې ملا عبدالغني برادر، ستانکزي او متقي د اسلامي امارت کليمه کارولې، خو ښاغلي تر تړون مخکې په مطبوعاتي کنفرانس کې په ډاګه کړه او هغه د طالبان کليمه کارولې نه د اسلامي امارت. اصل خبره خو له امريکا سره ده چې هغه وخت يې له خپلو ځينو متحدينو لکه : پاکستان، سعودي عربستان او امارت د دوی تش په نوم ((اسلامي امارت)) يا په بله مانا اسلامي اسارت رامينځته کړی وو، خو چې بېلارې او د امريکا او د نړيوالو متحدينو له ګټو سره په ټکر کې شو له مينځه يې يووړ. رياست لا تراوسه هلې ځلې کوي چې د دوی له مينځه وړل شوی امارت بيرته رامينځته کړي، خو دا به وخت روښانه کړي. طالب لا تراوسه هماغه تېر مهال خوب وړی، خو د ((امارت)) په نوم منښته به ورسره کلا وحاشا چې ومنل شي.

***      ***      ***

ښايسته سعادت لامع :

پوښتنه :

د امريکا او طالبانو ترمينځ د سولې دا تړون چې ځينې يې دسولې موافقه بولي او ځينې نور يې يوازې موافقه او ځينې نور يې ان د وتلو د معاهدې نوم ورکوي چې دا په اصل کې څه ډول يوه موافقه ده؟

ميلر :

زه فکر کوم چې دا پای نه ده، بلکې د پای پيل دی. د سولې د پروسې پيل دی. دا د امريکا او طالبانو ترمينځ هوکړه به سوله رانه ولي. فکر نه کوم چې دا تمه ولري، خو دا وړتيا شته چې د افغانانو ترمينځ د رښتينې سولې لپاره لاره هواره کړي. دا به مهمه معامله وي چې د افغانانو ترمينځ موافقه وشي. زه فکر کوم چې د طالبانو او امريکايانو ترمينځ د هوکړې لاسليک کې د امريکا ګټې شته دي چې له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي. ډېر ژر به يې ونه باسي. څومره چې زه پوهېږم په څو مرحلو کې به يې وباسي او وتل به د شرايطو پر اساس وي.

پوښتنه :

تراوسه خو طالبان پر خپلې هرې غوښتنې درېدلي دي او زيات څه يې ترلاسه کړي دي. مثلاً د پينځه زره طالب بنديانو په بدل کې زر تنه سرتېري په پای کې د اوربند پر ځای د تاوتريخوالي په کمولو چې دا يې هم ترلاسه کړل. ولې امريکا د دوی هرې غوښتنې ته دومره غاړه ږدي؟

ميلر :

دا يوه هوکړه ده. کوم تړون نه دی. طالبان کوم حکومت نه دی. زه يې تنها د سولې د موافقې په توګه نه مشخص کومه، لکه څنګه چې ما وويل د امريکا او طالبانو تړون به افغانستان ته سوله راولي.

پوښتنه :

راپورونه وايی چې دا موافقه مېرمنو ته د حقونو د خونديتوب په برخه کې هېڅ هم نه ورکوي. ايا فکر کوئ چې دا موافقه امريکا ته د ښځو حقونو ته د پاملرنې نه پرته بايد د منلو وړ هم وي؟

ميلر :

فکر کوم چې د امريکا موقف دا دی چې د حقونو او د داخلي سياست په هکله به افغانان پخپلو کې مذاکرات کوي. دا موافقه لا تراوسه پورې چا ليدلې نه ده. که د ښځو او بشري حقونو په هکله طالبان څه ونه وايی زه تعجب نه کوم. څومره چې زه پوهېږمه د امريکا او طالبانو ترمينځ موافقه د افغانانو د داخلي سياسي مسايلو په هکله نه ده. دا يوازې په افغانستان کې د امريکايانو د حضور په هکله ده. په دې هکله ده چې طالبان به ترهګرو ته د امن پټنځايونه نه ورکوي او طالبان به بين الافغاني مذاکرات پيلوي. تاسې کولی شئ چې د دواړو مواردو په هکله استدلال وکړئ. زه ويلای شم چې امريکا د ښځو او لږه کيو له حقونو څخه ملاتړ کوي.

پوښتنه :

افغانان وايی چې امريکا غواړي له افغانستانه د نويمو په څېر خپل عسکر وباسي او بيا يې کورنيو جنګونو ته يوازې پرېږدي. ايا تاريخ به يوځلي بيا په افغانستان کې تکرار شي کنه؟

ميلر :

وړاندېينه ستونزمنه ده وبه کتل شي چې په راتلونکې مياشت او کلونو کې څه پېښيږي؟ که د سولې يوه موافقه وشي کېدای شي چې مياشتې او کلونه وخت ونيسي. له يوه وخت راهيسې په افغانستان کې ليدل کيږي چې ګڼ شمېر ډلې او کسان د يو جوړجاړي او سوله ييز حل پيدا کولو په لټه کې دي. فکر کوم له دې کار سره د نړيوالې ټولنې ملاتړ هم شته دی. افغانستان او افغانان د سولې مستحق دي. د جګړې قربانيان د سولې مستحق دي. په دې کې شک نشته دی. زما په شخصي نظر دا ښه ګڼم چې د احتمالاتو پرځای دی پر فرصوتو بحث وشي. ځکه په ټوله نړۍ کې د کاميابېدو تر وخته پورې د سولې معاملې داسې معلوميږي چې ناکاميږي. د سولې هره پروسه کاميابه نه وي، خو يو شمېر يې په برياليتوب پای ته رسيږي. فکر کوم خلک بايد حوصله وکړي او ناهيلي کيږي دې نه

***      ***      ***

بي بي سي، اميرخان متقي :

له سولې خپلمنځي تړون وروسته د بنديانو تبادلې پړاو پيليږي

په افغاني مذاکراتو کې به د کابل اداره د حکومت په حيث نه وي

خوشاله خو شو چې زموږ قربانۍ رنګ راوړ او دا به ان شاء الله د افغانستان لپاره د خوشالۍ او سوکالۍ زيری ولري. او دا د ټولو افغانانو بريا ده، ځکه چې ټولو په دې کۍ قربانۍ ورکړي دي. دا د اسلام بريا ده او موږ پر دې وياړو او پرې فخر کوو. اميد لرو ان شاء الله چې يوه ښه اثر او نتېجه به پرې مرتبه شي.

پوښتنه :

له دې سره به جګړې کمې او يا ختمي به شي؟

تر ډېره به دا د مقابل لوري پورې اړه ولري. موږ خپلو تعهداتو ته ژمن يو. موږ چې پر يو څه باندې قول او وعده وکړو، نو پر هغې باندې وفا کوو. اصول لرو، قيادت لرو، عقيده لرو او پر عهد (ژمنه) باندې وفا لرو.

پوښتنه :

دوه زره (۲۰۰۰) کېلومتر لېرې خلک تاسې ته په تمه دي هغوی ته څه پيغام لرئ؟ په کليو کې خلک فکر کوي چې دا د سولې تړون وو که څه، تاسې ورته څه وايی چې جګړه به ختمه شي؟

دا د افغانستان د ”اشغال“ د خاتمي تړون وو او له دې تړون سره به ټول بهرنيان له افغانستانه وځي، ټولې قواوې بايد به افغانستانه ووځي. دا يو ښه زيری دی چې دا زموږ وطن بيرته زموږ شي، د افغانانو شي او دا ښه د خوشالۍ خبره ده چې افغانان پخپل کور کې د خپلې خوښې نظام ولري او د خپلې خوښې داسې يو نظام ولري چې په هغې ټول خوشاله وي او ارام وي.

پوښتنه :

دا ښه وشو، پس له دې دويم ګام به مو څه وي؟

دويم ګام دا دی چې بنديان به ازاديږي. پينځه – شپږ زره بنديان به ازاديږي، بيا به بين الافغاني مذاکرات شروع کيږي او په افغاني مذاکراتو کې به د کابل اداره د حکومت په حيث نه وي.

***      ***      ***

افغان ولسمشر بيا له امريکا وناټو سره په ګډه رسنيزه اعلاميه کې په ډاګه کړه چې له خپلو متحدينو سره ټول تړونونه پرخپل حال دي او هېڅ بدلون ته پکې اړتيا نه ليدل کيږي. د بهرنيو قواو وتل د حالاتو تر کتلو (ليدلو) پورې اړه لري نه د طالبانو د اعلاميې پورې.

به جميع تان به طور واضح ميګويم که تمام مواد توافقنامه ای ايالات متحده امريکا وطالبان مشروط ميباشد. مواد اين موافقتنامه زمانی قابل تطبيق است تا طالبان همه تعهدات مندرجهء آن را عملي سازد تا ….

په دې لړ کې د پاکستان رول تر ټولو ډېر مهم ياديږي ځکه چې د امريکا ولسمشر هم څو څو ځلې ويلي دي چې د پاکستان همکاري دوی ته په کار ده او د پاکستان له همکارۍ يې مننه کړې ده. او د دې ترڅنګ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود دلته له څو ورځو راهيسې دلته په قطر کې دی او له خبريالانو سره يې په خبرو کې وويل چې دوی د پاکستان د همکارۍ غوښتنه کړې وه او پاکستان خپله همکاري په ښه شان ترسره کړې ده.

دا له نژدې دوه لسيزو وروسته کيږي هيله ده چې په افغانستان کې به د پايداره سولې لپاره لاره پرانيزي. دا به د افغانانو ترمينځ خپلمنځي خبرو ته لاره پرانيزي او افغانستان به د سولې او ښېرازۍ په کور بدل کړي.

د امضاء تر مراسمو مخکې د طالبانو يوه خپلمنځي غونډه وه او په دې غونډه کې د طالبانو د سياسي دفتر يو جګپوړی غړی چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر هم دی شيرمحمد عباس ستانکزي خبرې وکړې او دا يې يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.

شيرمحمد عباس ستانکزی :

په دې هېڅ شک نشته چې زموږ ملت ډېرې قربانۍ ورکړلې او په لکونو انسانان قرباني شول او د هغوی د قربانۍ په نتېجه کې، د هغوی د وينې په نتېجه کې نن دا ورځ موږ نمانځو. موږ چې د هغوی بچيان يو، بعد (پس) له نولسو کلو، شلو کلو جهاد او سرښندنې نه دغه ورځ نمانځو چې تاسې به وينئ چې له اوس يو څو لحظو (شېبو) وروسته به ان شاء الله زموږ د ”اسلامي امارت“ قيادت به د ”امريکايانو اشغالګرو“ سره د دوی د قواو د خروج (ايستلو) او د افغانستان د مجاهدينو د ”فتحې توافقنامه“ لاسليکوي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

قريشي : هند ډېره هڅه وکړه چې د امريکا وطالبانو د سولې تړون ونه شي

http://www.taand.com/archives/145309#comment-117093

ميلر : طالبان حکومت نه دی چې تړون ورسره لاسليک شي

https://www.pashtovoa.com/a/peace-talks-taliban-afghan-government-/5309712.html

غني : امريکا د ۵۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو صاحيت نه لري

https://www.bbc.com/pashto/51695086

غني : د طالبانو خوشې کول د افغان دولت صلاحيت دی نه د امريکا

http://www.taand.com/archives/145464

غني : د پنځه زره طالب بنديانو ازادولو په اړه هېڅ ډول ژمنه او شرط مخکې نشته

https://www.pashtovoa.com/a/ghani-releasing-5000-taliban-prisoners-cannot-a-pre-condition-to-intra-afghan-talks/5310248.html

اشرف غني ولس ته وويل چې زه په هېڅ صورت دا کار نه کوم

https://www.youtube.com/watch?v=wIauQ58-rig

شمشاد خبري ټولګه

https://www.youtube.com/watch?v=HpZIVU-tBI4

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply