راتلونکی افغانستان؛ هیلې، اندېښنې او عیني واقعیتونه

اېمل جلال

0 489

د لوړې مراسمو تقریبا‌ وروستۍ شيبې وې. ولسمشر غني په جدي انداز د راتلونکي حکومت پروګرام تشرېح کاوه چې د چاودنو درې غږونه واورېدل شول. ولسمشر په لومړی سر کې داسې وښودله چې هېڅ نه دي شوي. لا هم لګیا و خپل اقتصادي‌ پروګرام یې تشرېح کاوه. څو ثانیې وروسته یو شمېر ښځو او په وروستیو لیکو کې د ناستو ډېرو محدودو نرانو منډو بې نظمي جوړه کړه. چکچکې شوې، شپیلي شول او په یو اواز د «ژوند، ژوند، ژوند» چیغې شوې. له دې احساساتو ولسمشر هم مستثنا نه و او د کرتۍ هغه نامي حرکت سره یې د ګډونوالو احساسات بې ځوابه پرېنښودل. چې کله بهر را ووتو، د غونډې ځای په تقریبا ۱۵۰ مترۍ کې د چهار چنار ماڼۍ پر یوې غرفې د هاوان مرمۍ لګېدلې وه. جالبه دا وه چې له بهرنیو مېلمنو پرته هېڅوک یې په کیسه کې نه وو او په دې ډول تاریخي مراسم پای ته ورسېدل.

زه فکر کوم د لوړې مراسم په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمه پېښه ده. حتا په قطر کې د امریکا – طالب ترمېنځ د لاسلیک شوي‌ تړون څخه هم مهم وو.

اهمیت یې په دې کې دی چې په عین وخت کې ډاکټر عبدالله هم لوړه وکړه. د ډاکټر عبدالله د لوړې قانوني او سیاسي مشروعیت د دې لیکنې موضوع نه ده خو د یو عیني واقعیت په توګه باید ومنل شي.

د دې تر څنګ بل عیني واقعیت دا دی چې عملا د طالبانو د ۵۰۰۰ زندانیانو د خوشې کولو پروسه پیلېږي. ځکه خو دلته د غني – عبدالله – طالب مثلث د راتلونکي افغانستان د وېژن اصلي مهرې دي چې باید پرې خبرې وشي.

د بحران وېره او مدیریت:

په هېواد کې اوسنی سیاسي وضعیت داسې دی چې ټول یې د «بحران» په نامه یادوي. د وېرې او اندېښنې اصلي محور دا دی چې څه به کېږي؟ دا پوښتنه مهمه ده. ځکه هر څوک یې د خپل سیاسي، شخصي، فکري او سلیقوي لرلید له مخې ځوابوي او یا یې نشي ځوابولی.

په حقیقت کې زه یې هم نشم ځوابولای خو که اوسني وضعیت ته د «بحران» کلمه کاروو نو دا بحران ډېر پخوا پیل شوی. اصلي خبره دا ده چې زموږ په سیاسي تاریخ کې هېڅکله بحران نه دی حل شوی؛ بلکې مدیریت شوی دی. د بحران حل‌ولو او مدیریت کولو ترمېنځ توپیر دا دی چې حل‌ول په دې معنا دي څو بحران دایمي‌ له منځه لاړ شي او مدیریت کول يې په دې معنا چې په موقتي ډول پرې خاورې واوړل شي او وځنډول شي.

دا چې وروسته بیا څه کېږي؟ څنګه او په کومه بڼه بېرته ظهور کوي؟ دا د هغه چا پورې اړه لري چې بیا بحران رامنځته کوي.

د «څه به کېږي؟» پوښتنې ځواب په حقیقت کې د بحران مدیریت لپاره د لارو چارو د موندلو هڅه ده. دا ډول هڅې لنډمهاله دي. چې کله مدیریت شو بیا څو کاله همداسې مدیریت شوی بحراني حالت دوام مومي. بیا بحران را برسېره کېږي او بیا یې د مدیریت لارې چارې لټول کېږي. یعنې په حقیقت کې بحران ځنډول کېږي، تر ایرو لاندې کېږي او بلاخره بیا را برسېره کېږي.

دا دایروي مدیریت زموږ د سیاسي‌ تاریخ خلاصه ده. د اوسني بحران ریښې د بن په کنفرانس کې ایښودل شوې دي او حد اقل په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې په موقتي ډول مدیریت شوی دی خو حل شوی نه دی. دا دی یو ځل بیا په ۲۰۲۰ کې یې د مدیریت هڅې روانې دي چې فکر نه کوم چې دا ځل دې مدیریت شي او نه باید هم مدیریت شي. لږ جزییاتو ته ځم.

د بن کنفرانس او بحران:

په ۲۰۰۱م کال پرمهال د بن کنفرانس په پایله کې په افغانستان کې د جوړ شوي‌ نظام ستنې لا له هماغه پیله کږې او کمزورې وې. دا ستنې د تحلیف د دواړو مراسمو په ترسره کېدلو سره نورې له منځه لاړې. د بن په کنفرانس کې واک ټلوالې ته وسپارل شو او د اقتدار مادي‌ او معنوي ابراز د یوې داسې کړۍ لاس ته ولوېدل چې نه یې د واک چلولو او نه یې د افغانستان په څېر د پېچلې ټولنې د اداره کولو تاریخي تجربه درلوده. البته د واک انتقال ته طالبي واکمنۍ زمینه برابره کړه. په دې اساس اوسنی بحران ۱۹ کاله وړاندې په ۲۰۰۱ کې رامنځته شو. د دې بحران ریښه د ټلوالې په هغو سیاستونو کې نغښتې ده چې اوس یې ډاکټر عبدالله مجبور کړ چې موازي حکومت اعلان کړي. په ۲۰۱۴م کال کې هم د ورته بحران وېره وه خو د ملي وحدت د حکومت تر نامه لاندې مدیریت شو. په ۲۰۲۰ کې د تغیر او تداوم ترمېنځ د رقابت پر سر لانجه ده.

په حقیقت کې ډاکټر عبدالله د بن کنفرانس په پایله کې د ټلوالې په ګټه د رامنځته شوي‌ نظم د دوام سمبول دی. په بل عبارت دوی د جهاد او مقاومت په استازیتوب حق غواړي. د دې په مقابل کې ولسمشر غني د دې بحراني نظم د بدلولو یا تغیر سمبول دی. له ۲۰۱۴م کال راهیسې په ملکي‌ او نظامي ډګر کې د اصلاحاتو او بدلونونو په رامنځته کولو سره یې تر یو بریده د ټلوالې لاسونه لنډ کړل. ځکه خو ټول پخواني چارواکي په تېرو ټاکنو کې د عبدالله په محور کې سره را ټول شول. زما په اند که ولسمشر غني‌ دا ټاکنې د هېڅ ډول جنجال او ناندریو پرته په لوړې فیصدۍ هم ګټلې وای، د دې بحران مخنیوی یې نشو کولای. ځکه دا بحران  د تداوم او تغیر ترمېنځ د رقابت پایله ده. په دې رقابت کې اوس درېيمګړی ځواک چې په ۲۰۱۴ کې نه و، طالب دی.

د ډاکټر عبدالله په محور کې راټول شوي‌ سیاستوال  نږدې ټول هغه کسان دي چې په تېرو ۱۹ کلونو کې په ملکي او نظامي ډګر کې د امریکا متحدین پاتې شوي دي. دوی ځانونه د جهاد او مقاومت د ارزښتونو بانیان او د امریکا په مرسته له طالب سره د جګړې اصلي اتلان بولي. په ۲۰۲۰ کې د موازي حکومت اعلانول یوازې له غني سره د مخالفت له امله نه دی. په عین حال کې د مثلث د درېيمګړي ځواک یعنې طالب سره د احتمالي روغې جوړې په بهیر کې د خپلو ګټو د خوندي کولو مانور هم دی. ځکه ټلواله شدیدا ټینګار کوي چې طالب سره جنګ مونږ کړی او سوله هم باید موږ ورسره وکړو. په دې ادعا کې یوه خطرناکه باریکي موجوده ده او هغه دا ده چې دوی د افغانستان وسله‌وال پوځ او ټول امنیتي – دفاعي ځواکونه، د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی قربانۍ د ټلوالې لاسته راوړنه او دوی له ګټو د مشروع مدافعې محصول ګڼي. دویمه باریکي بیا دا ده چې ټلواله له طالبانو سره روانه جګړه په ۹۰یمو کلونو کې د مقاومت دوام ګڼي. دوی فکر کوي چې په ۲۰۰۱م کال پرمهال د بن په کنفرانس کې طالبي نظام د دوی په مرسته له منځه لاړ او د بن کنفرانس په پایله کې رامنځته شوی نظم هم د دوی په خوښه و. اوس د ولسمشر په محور کې د «بې ریښې» ټکنوکراټانو او له لوېدیځه د راغلو کدرونو ټیم څنګه کولای شي چې هم د بن کنفرانس محوریت مات کړي او هم د سولې کرېډېټ یواځې دوی واخلي؟ دواړه باریکۍ د تأمل او نقد وړ دي خو د اوس لپاره همدومره.

د موزاي حکومت په اعلانولو کې یو بل عیني واقعیت بیا د قوم محوره سیاست تر ټولو ښکاره تبارز دی. له عبدالله سره د تاجکو، هزاره‌وو او ازبکو عنعنوي مشران ولاړ دي. د موازي حکومت اعلان په حقیقت کې د پښتنو په اصطلاح د ۲۷۰ کلن اقتدار د پای ته رسولو په موخه د یو ډول مزاحمتي حرکت بڼه لري. دا ډول ادعاګانې په تاریخي لحاظ د حبیب الله کلکاني، کمونستي دورې، رباني‌ دورې او بیا وروسته په ۲۰۰۱م کې د بن تر کنفرانس سمدستي وروسته هم مطرح شوې وې. البته ډېره معنا لري. ځکه د قدرت ابزار د قوم پر اساس نه بلکې د حاکمې طبقې د ګټو پر اساس سنجول کېږي. که دا پښتون رهبر وي، که تاجک، که هزاره او هم ازبېک رهبران وي؛ د ټولو ګټې مشترکې دي. افغانان د شمتن او بېوزله یا د وږي او موړ پر اساس طبقه بندي کېږي نه د پښتون او غیر پښتون په توګه.

د بندیانو خوشې کولو له بهیر سره د مثلث درېيمګړی ځواک یعنې طالب هم د راتلونکي افغانستان په عیني واقعیت بدل شوی. امرالله صالح په یوه مرکه کې ویلي و اوسنی افغانستان د ۹۰یمو کلونو هېواد نه دی. اوسنۍ افغانه ټولنه به طالب لکه شین چای داسې وڅښي او هضم به یې کړي. زه د صالح هومره خوشبینه نه یم. د طالب راتګ به د اوسني نظام د بدلون په موخه د یوې مشخصې اجندا سره مل وي. طالب د فتحې خوبونه ګوري. هغه نه ولسمشر غني خپل مخاطب ګڼي او نه هم ډاکټر عبدالله. حتا اوسنی نظام په رسمیت نه پېژني. د اوس لپاره په دې اړه څه ویل به له وخته د مخه وي. بین الافغاني خبرې به دا هر څه روښانه کړي.

ولسمشر غني هیله نه لري چې په دې حساس وخت کې د عبدالله له موزاي دولت سره تقابل وکړي. ځکه هغه پوهېږي چې ټلواله همدې ته انتظار وباسي چې حکومت عکس العمل وښايي. په دې بهانې لږ تر لږه په ځينو ولایتونو کې د عامه نظم د اخلال ځواک او اراده لري. د ټلوالې د قدرت تدوام هڅه او د ولسمشر د تغیر هوډ داسې څه نه دي چې له یو بل څخه دې په سرو کرښو جلا شوي وي. ځکه د ولسمشر په ښي لاس کې د ټلوالې مهم استازی ناست. هغه څوک چې یا به د نوي‌ افغانستان د فکر په محور کې خپل پخواني ملګري نور هم کمزوري کړي او یا به د جنرال دوستم په سرنوشت ګرفتار شي. باید حوصله ولرو او انتظار وباسو.

afghania.net

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply