ماسک، اودس او توبې

نواب معصومي

0 469

افغانان ماسک تړی اودس کوي توبې وباسي
وړاندی تردې چه کرونا یې جنازې وباسي
ساده یې نه ګڼي وبا ده کور پکور خپریږي
سړی له کلی له جومات او له کعبې وباسي
خدای مکړه بیابه قرنطین وی د نفرت خونه کې
دا پلار دزوی او زوی د پلار له رابطې وباسي
ټوله نړۍ په روانې تکلیف اخته دکروناله لاسه
روحې مرض ده له هرچا سل اندېښنې وباسي
پکار خو داوه چه فردفردیې مخنیوی کړی وای
پدې وباکې ورور په ورور لا تومانچې وباسي
دېرش درجې د حرارت یې خدای درمل ټاکلی
ترهغه ځان ساتئ چه لمر تودې غرمې وباسي
حکومته ته هم لاس پکارشه مخنیوی یې کوه
مخکې تر دې چه له ملت څخه جامې وباسي
تجاره ګرانه « معصومی» ته سودا مه ورکوه
تر هغو صبر شه چې « للمه» مې دانې وباسي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply